1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتریش د مهاجرو د مخنيوي له پاره سرحدونو ته نور عسکر لېږي

۱۴۰۰ مرداد ۶, چهارشنبه

اتریش غواړي د پناه غوښتونکو د شمیر د زیاتیدو له امله، ۴۰۰ اضافي سرتیري پر سرحدونو ځای پر ځای کړي. د اتریش د کورنیو چارو د وزیر په خبره، د هغو پناه غوښتونکو شمیر چي د اتریش په سرحدونو کي نیول کیږي، ډیر سوی دی.

Ungarn Grenze zu Österreich - Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/NurPhoto/M. Bunel

د اتریش خبري آژانس د رپوټ له مخي، د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر، کارل نهامر او د دفاع وزیري، کلاودیا تانر اعلان کړی چي د دغه هیواد د سرحدونو او په تیره بیا له هنگري سره گډي پولي ته د امنیت ساتلو له پاره ۴۰۰ نور اضافي سرتیري ځای پر ځای کړي.

د نوموړي رپوټ په دوام د اتریش د کورنیو چارو وزیر، نهامر له قوله لیکل سوي: »د هغو پناه غوښتونکو شمیر چي د اتریش په سرحدونو کي نیول کیږي، مخ پر زیاتیدو دی.« هغه د خپلو خبرو په دوام ویلي چي د اتریش امنیتي ځواکونو په روان کال کي تر اوسه ، ۲۰۰ قاچاقبران نیول دي.

د «ای پی ای» په نامه خبري آژانس په حواله، د دغه هیواد د دفاع وزیري د سرحدونو د لا سخت ساتني خبره کړې چي ورته اړتیا سته. هغه زیاتوي چي «زموږ هدف د مهاجرت د بهیر کنترول دی».

دا په داسي حال کي ده چي د اتریش صدراعظم، سبستسان کورڅ، اروپايي ټولني ته له افغانستان څخه د لویدیځو ځواکونو تر وتلو وروسته د پناه غوښتونکو د لازیات شمیر په اړه خبرداری ورکړی. هغه ویلي دي چي له کبله یې په اتریش کي له تشدده ډکو جرمونو څخه بیره لري.

کورڅ د یکشنبې په ورځ وویل: «هلته «په افغانستان» کي د انسانانو له پاره وضعیت بحراني دی چي په نتیجه کي به یې ډیر مهاجرین راسي.»

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل، فکر نه کوي چي د ۲۰۱۵م کال په څیر به د آلمان او اتریش له خوا د ډیرو مهاجرو په منلو سره د افغانستان مشکلات حل سي. د اتریش صدراعظم زياته کړې، له دې کبله چي له ۲۰۱۵م کال وروسته د غیرقانوني مهاجرتونو په وړاندي د اروپا او آلمان دریځ بدلون موندلی، »ډیر خوشحال« دی.

کورڅ زیاتوي: «موږ باید د اروپا په کچه همدا اوس په دوبي کي لا لاس په کار سو ترڅو د ورته شرایطو د رامنځته کیدو مخنیوی وسي».

GP/NZ/AG

پر بوسنیا باندې د مهاجرو په برخه کې فشار

02:27

This browser does not support the video element.