1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اطریش غواړي افغانان بیا هم اخراج کړي

۱۴۰۰ مرداد ۲۴, یکشنبه

د جرمني او فرانسې برعکس اطریش نه غواړي د افغانانو اخراج بند کړي. د اطریش داخله وزیر ویلي، چي د افغانستان سره د اخراجیدونکو افغانانو د یوه پرواز پر سر باندي کار کوي.

Österreich I PK Verteidigung und Sicherheit in Wien
انځور: Hans Punz/APA/picture alliance

دغه خبره د اطریش داخله وزیر، کارل نیهامر نن یکشنبه (د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه) اطریشۍ ورځپاڼي«کلاینه څایټونګ» ته کړې ده. په خبره یې «موږ به ترهغو پوري د افغانانو اخراج ته ادمه ورکړو، تر کومه ځایه پوري چي ممکنه وي.»

وزیر همدارنګه ویلي، چي « که دا ډول یو امکان برابر سي، نو بیا به موږ د هغه څخه استفاده وکړو او که بیا دا ممکنه نه وي، بیا به نو پر یوه بل الترناتیف باندي فکر وکړو.» په خبره یې ددې کار هدف دادی، چي د قاچاقبرانو کاروبار ورخراب او د مرکزي اروپا پر لور د مهاجرت د نوي څپې مخنیوی وکړو.

انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د بلي خوا د اطریش داخله وزیر، کارل نیهامر او خارجه وزیر، الکساندر شالنبیرګ په یوه ګډه اعلامیه کي ویلي، چي په نژدې راتلونکي کي به د یوه ویدیويي کنفرانس د لاري د افغانستان د همسایه هیوادو سره د کومک پخاطر سلا مشورې وسي.

خو د طالبانو پرمختګونو ته په کتو سره داسی معلومیږي، چي افغانستان ته به اخراجونه ممکنه نسي.

آ./م.ق./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب