1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناګورني قره باغ: ارمنستان او اذربايجان پر اوربند توافق وکړ

۱۳۹۹ مهر ۱۹, شنبه

د ارمنستان او اذربايجان خارجه وزيرانو په مسکو کې پر اوربند توافق کړی دی. روسيه ځان منځګړی ښيي، خو په تاريخي لحاظ د ارمنستان حامي قدرت دی.

Moskau Gespräche zwischen Armenien und Aserbaidschan über Berg-Karabach | Außenminister
انځور: Russian Foreign Ministry Press Office/Tass/imago images

هغوی لس ساعته تر نيمې شپې پورې مذاکرات وکړل.‌ بيا د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف اعلان وکړ چې ارمنستان او اذربايجان د جنوبي قفقاز په ناګورني قره باغ سيمه کې له جګړو وروسته پر اوربند توافق کړی دی. دغه اوربند به ښايي د شنبې له غرمې څخه آن پلی شي. داسې ويل شوي دي چې له اوربند څخه په ګټې اخيستنې به جنګي اسيران تبادله او د وژل شوو سرتېرو مړي خپلو هېوادونو ته انتقال کړای شي. دواړو لورو د دغو څرګندونو له مخې سربېره پر دې د لسيزو راهيسې د دغې جنجالي سيمې په سر د «جدي مذاکراتو» هوکړه هم کړې ده.

روسيه د ناګورني قره باغ د شخړې د هوارولو کوښښ‌ کوي چې تر ټولو څرګنده نښه يې په مسکو کې د ارمنستان او اذربايجان د بهرنيو چارو وزيرانو دغه غونډه ده. يوه ورځ مخکې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په دې هدف له خپلو سيالانو يعنې ولسمشر الهام علي يف له اذربايجان او د ارمنستان له صدارعظم نيکول پاشينجان سره تليفوني خبرې کړې وې.

د لسيزو اوږده شخړه

د جګړې په ترڅ کې دواړو خواو ته په زرونو سرتېري او ملکي‌ وګړي وژل شوي دي.‌ دغه جګړه د سپتمبر په ۲۷مه نېټه بېرته پيل شوې وه. ناګورني قره باغ داسې يوه سيمه ده چې اکثريت ارمنيان پکې اوسيږي او په يوه څو کلنه جګړه کې له اذربايجان څخه بېله شوې وه. دغه سيمه د ۱۹۹۴ کال د يوه اوربند راهيسې د ارمنستان له ملاتړ څخه برخمنه ده، خو په نړيواله کچه په رسميت پېژندل شوې نه ده. له هغه وخت راهيسې تل وړې شخړې راپورته شوې دي چې دواړه لوري‌ يې له کبله يو بل ته ګوته نيسي.

رومان ګونشارنکو/ن ص/ق ن

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب