1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران؛ بابک شهبازي اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور اعدام شو

شمس الرحمن ناصر | اسوشیټډ پریس
۱۴۰۴ شهریور ۲۶, چهارشنبه

د ایران قضایه قوې «اسرائیل ته د جاسوسۍ» په تور د بابک شهبازي د اعدام حکم عملي کړ. شهبازي دغه تورونه رد کړي ول او وکیل یې ویلي و چې د دوسیې ځیني معلومات یې د مؤکل له وضعیت سره چې مسلک یې د کولرونو نصبول و، مطابقت نه کوي.

Iran | Babak Shahbazi
انځور: UGC

د ایرانپه قضایه قوې پورې اړوند میزان خبري آژانس د چهارشنبې (د سپټمبر میاشتې ۱۷ نیټه) په سهار «اسرائیل ته د جاسوسۍ» په تور د بابک شهبازي د اعدام حکم د عملي کیدو خبر ورکړ.

بابک شهبازي دوه اولادونه درلودل او له نیول کیدو مخکې یې په ساختمانونو کې د هوا سړونې او ګرمونې (د ایئرکنډیشن او بخارۍ) سیستمونو فعالولو په برخه کې فعالیت درلود.

د ابوالقاسم صلواتي په مشرۍ د تهران انقلاب محکمې پنځلسمې شعبې، بابک شهبازي اسرائیل ته د جاسوسۍ او «فساد في الارض» په تور محاکمه او په اعدام محکوم کړ.

دغه حکم د ۲۰۲۵م کال په جولای مياشت کې د هیواد د سترې محکمې له خوا تائید شو. دغې محکمې درې ځله د بابک شهبازي د استناف غوښتنه رد کړې وه. 

د شهبازي مدافع وکیل میلاد پناهی ‌پور ټينګار کړی وو: «په دوسیه کې موجود یو شمیر معلومات د تورن له وضعیت سره چې یو مخانیک او د کولر یا ایئرکنډیش نصبونکی دی مطابقت نه کوي.»

«بم جوړول» او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي ته د «پیغام استول» د شهبازي په دوسیه کې په ثبت شوو تورونو کې شامل دي.

د شهبازي کورنۍ او وکیل یې په دې دوسیه کې ثبت شوي ځنې تورونه «غیرمستند او نا معقول» بللي او ویلې یې و چې تحقیق کوونکو زیلنسکي ته پيغام استول «اسرائیل ته د پيغام» استولو په معنی اخیستی دی. بابک شهبازي او کورنۍ یې په وار وار اسرائیل ته د جاسوسۍ کولو تورونه رد کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د روان کال په اګست میاشت کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ایران څخه غوښتي و چې د بابک شهبازي د اعدام حکم دې په عاجل ډول ودروي.

نوموړي سازمان د هغه محاکمه نا عادلانه بللې وه او ټينګار یې کړی و چې بابک شهبازي په زندان کې مدافع وکیل ته لاسرسی نه درلود او په مختلف ډوله شکنجه شوی دی چې له دې ډلې اوږدمهاله انفرادي حبس او د اعتراف اخیستلو له پاره د کورنۍ غړو ته یې په زیان رسولو ګواښل شوی دی.

په ایران کې د اعدامونو له تازه څپې سره هم مهاله اعتراض کوونکو، سیاسي بندیانو او اسرائیل ته په جاسوسۍ د تورنو کسانو د اعدام حکم صادریدل او تاییدیدل زیات شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان په دې وروستیو کې په خپل رپوټ کې خبرداری ورکړی و چې په دغو تورونو کې لږ تر لږه ۶۷ بندیان د حکم د عملي کیدو په کتار کې قرار لري، چې د ۲۲ کسانو حکم یې د هیواد په ستره محکمه کې تائید شوی دی او ممکن هره شیبه اعدام شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل