1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د بدخشان ولايت مقام مخي ته پولیسو مظاهرچيان وژلي دي»

محمد کریم صالح
۱۴۰۰ خرداد ۱۸, سه‌شنبه

د بدخشان ولايتي شورا وايي چې د ولایت مقام موظفو پولیسو، د ولایت ودانۍ مخې ته پر راټولو شوو مظاهره کوونکو باندې ډزې کړي او هغوی ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. د مظاهرې یوه ګډونوال وويل چې ۶ تر ۷ پورې کسان وژل شوي دي.

Afghanistan Badachschan Provinz | Faizabad Proteste
انځور: AbdulHai Haqj

د بدخشان مرکز فیض آباد ښار اوسیدونکی، نعمت الله وايي چې دوی له ډیرې مودې راهیسې له محلې ادارې څخه د امنیت، څښاک اوبه، د سړکونو د رغولو غوښتنه کوي خو څوک يې غږ نه اوري.

 نعمت الله چې د نن ورځې (۲۰۲۱م کال د جون ۸) په مظاهرو کې ګډون کړی، دویچه ويله ته وویل، کله چې مظاهره کوونکي د ولایت مقام ودانۍ شاوخوا سل مترۍ ته ورنژدې شول، د ولايت په ودانۍ کې امنتي ځواکونو ورباندې ډزې وکړې. هغه ادعا وکړه چې مظاهرچيان د امنیتي ځواکونو له خوا عمدا په نښه شوي دي: «دوی پر سر او پښو ويشتل شوي، ۶ تر ۷ پورې کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.»

خو د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري وايي چې په دغه تاوتريخوالو کې ۳ کسان وژل شوي او ۱۰ تر ۱۵ پورې نور ټپیان دي. نظري دویچه ويله ته وويل: «مظاهره کوونکو غوښتل د ولایت ودانۍ ته داخل شي، پولیس هم مجبور شول پر هغوی يې ډزې کړي دي.»

د ولایتي شورا دغه غړی وايي چې د مظاهره کوونکو اعتراض پر دي وو چې «ولې په دغه ولایت کې امنيت د څښاک پاکې اوبه او بريښنا نشته.»

په بدخشان کې د سه شنبې ورځې مظاهرې په تاوتريخوالو اوښتيانځور: AbdulHai Haqj

د نظري په خبره د پيښې د ټپيانو وضعيت ښه دی او دوی اوس په دې هڅه کې دي چې د قهرجنو مظاهره چيانو او ولایت ترمنځ يو جوړجاړی رامنځ ته کړي.

د ننۍ مظاهرې ګډونوال نعمت الله وايي چې تر هغې چې د دوی غوښتنې ونه منل شي، خپلو مظاهرو ته به ادامه ورکوي. دی وايي له ډير وخت راهیسې فیض آباد د څښاک اوبه نه لري او خلک اړ دي له ليرې ځایونو څخه پر څارويو اوبه راوړي: «د اوبو رسونې شبکه خرابه شوې، حکومت يې نه جوړوي، پیسې دوی حیف و میل کړي.»

 هغه په ننني تاوتريخوالو کې د بدخشان والي، امنیه قوماندان او د ملي امنيت اداري رئيس پړ وګڼل. په وينا يې د ولايت په مقام کې موظف عسکر ناروزل شوي پولیس دي چې د مظاهرو په اصولو نه پوهيږي. دويچه ويله هڅه وکړه چې په دې اړه د بدخشان د ولایت مقام او یا هم د امنيه قوماندانۍ نظر هم ولري خو پر پر له پسې اړيکو سربیره بريالي نشو.

د افغانستان په ولسي جرګې په تیره دوره کې د بدخشان ولايت استازې فوزيه کوفي د بدخشان نننی تاوتريخوالی غندلی دی. کوفي چې اوس د طالبانو او حکومت تر منځ د سولې مذاکراتو کې د حکومت د سولې مذاکراتي ټيم غړې ده پر خپل ټويټر ليکلي دي: «څنګه کولای شو د امنيتي ځواکونو دغه چلن توجیه کړو؟» هغې زیاته کړې ده چې د بدخشان ولايت ډير ځوانان د افغانستان د امنيتي ځواکونو په لیکې کې فعاله ونډه لري او په هرو لسو وژل شوو عسکرو کې درې يې د بدخشان دي، نو بیا ولې «داسې چلن وشي؟»

په ټولنیزو رسنیو کې هم د بدخشان د نن ورځي تاوتريخجنو مظاهرو انځورونه خپاره شوی دي.

محمد کریم صالح/ن.ز.

محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال