د بدخشان شورابک بند ولې نه پرانيستل کيږي؟
۱۴۰۱ فروردین ۲۶, جمعهشورابک د افغانستان په شمال کې یو له مهو بندونو څخه دی چې د بدخشان په مرکز فیض آباد کې پر کوکچه سیند باندې جوړ شوی دی.
د دې بند چارې تېر کال بشپړې شوې دي خو د امنیتي حالت خرابیدو او د پخواني حکومت تر سقوط وروسته تر اوسه د دې بند پرانیستي ځنډيدلې او غیرې فعال دی.
د بدخشان اوسیدونکي د شورابک بند جوړیدو ته خوشال ول او هیله یې لرله چې په فیض آباد کې به د خلکو کورونه په برېښنا روښانه شي، خو وایي، په بیا بیا غوښتنه یې تر اوسه دا هیله نه ده پوره شوې.
د بدخشان ولایت یوه اوسیدونکي عبدالبیان غفوري دویچه ویله ته وویل، د برېښنا نه شتون له امله له ډېرو ستوونزو سره مخ دي: «موږ برېښنا نه لرو، موږ هیله لرله چې له شورابک جوړیدو سره به زموږ د برېښنا ستوونزه حل شي، خو داسې ونه شول.«
د بدخشان یو بل اوسیدونکی ذکریا هم وایي، په فيض آباد کې د خلکو یوه ستره ستوونزه د برېښنا نه شتون دی او ډېري کورنۍ په تیاره کې شپې تیروي. نوموړي دویچه ویله ته وویل: «دا زموږ ارمان دی، چې شورابک فعال او برېښنا راشي. د چا چې اقتصاد ښه وي او توان ولري، سولر یې لګولي او څوګ چې غریبان دي په تیاره کې تیروي.»
د اوبو او برېښنا وزارت مسؤلین هم وایي، چې د شورابک چارې بشپړې دي او دوی یې په نږدې راتلونکي کې د فعالولو له پاره هڅې کوي.
د دغه وزارت له پاره د طالبانو ویاند مولوي اخترمحمد نصرت دویچه ویله ته وویل، تېر کال د دې بند چارې بشپړې شوې وې، خو له دې امله ګټې اخیستنې ته نه دی سپارل شوی، چې اشرف غني غوښتل پخپله یې پرانیسته وکړي، خو د هغه نه ورتګ دا پروژه همداسې پاتې ده.
نوموړی وایي، د اوبو او برېښنا وزارت یې د شورابک بند په کوچنیو نیمګړتیاو کار کوي او نږدې راتلونکي کې به دا لویه پروژه پرانیزي او فعالیت به پیل کړي.
هغه وویل: «رښتیا هم تېر کال د شورابک بند کارونه خلاص شوي وو، اشرف غني غوښتل پرانیسته یې وکړي، خو نه يې وکړ.اوس طالبان دا کوښښ کوي چې دا بند فعال کړي.»
د اوبو او برېښنا وزارت ویاند اخترمحمد نصرت زیاتوي، شورابک بند ۳ تربینونه لري، چې له هر تربین څخه یې ۲،۸ میګاواټه برېښنا تولیدیږي چې په مجموعې توګه شورابک بند د ۷،۱۴ میګاواټه برېښنا تولید وړتیا لري.
نصرت وایي: «دا واقعیت دی چې اوس برېښنا نشته او خلک ستونزي لري. یوه ستوونزه دا ده چې خلک د تعرفې کمیدل غواړي او که کمه یې کړو بیا مصارف نه پوره کوي. اوس یې په هواري اخته او ژر به شورابک بند فعال کړو.»
د شورابک برېښنا بند د فيض آباد ښار په ۷ کیلومترۍ کې موقعیت لري چې د آلمان فدرالي دولت له لوري د ۴۵ میلیونه يورو په لګښت یې په ۲۰۱۵م کال کې د جوړیدو چارې پیل شوې او په۲۰۲۰م کال کې بشپړیدی، خو د کرونا له امله یې ساختماني کارونه ټکني شول او په ۲۰۲۱م کال کې د دې بند چارې بشپړې شوې.
ویل کیږي په فيض آباد کې څه باندې شل زره کورنۍ اوسیږي او د مسؤلینو په وینا د شورابک بند فعالیدو سره به نږدې ۱۵ زرو کورنیو ته برېښنا ورسیږي.