بدخشان: د سرو زرو کان نړيډلو په پيښه کي ۴ کسان مړه شوي
۱۳۹۹ اسفند ۴, دوشنبهد بدخشان ولايت سیمه ايزو چارواکو خبر ورکړې چې په دي ولایت کې د سرو زرو کان نړيدلو له کبله څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
دغه پيښه د يکشنبې په ورځ د ياد ولايت په راغستان ولسوالۍ کې د طلا په کان کې هغه مهال رامنځ ته شوی چې کاريګر د سرو زرو په استخراج او مينځلو بوخت ول.
د بدخشان د پوليسو وياند ثناالله روحاني وويل: «دغه کان د واورې او شديد باران له کبله نړيدلی دی.» پولیسو ويلي دي چې ټپيان د درملني له پاره د دغه ولسوالۍ مرکز ته لیږدول شوي دي.
د کانونو او پطروليم وزارت د معلوماتو له مخې په بدخشان کي د ويکادر او راغ په نوم د سرو زرو کانونه په افغانستان کي مهم کانونه دي.
د بدخشان ولايت د راغستان ولسوالي څو کاله د طالبانو په واک کې وه او چارواکي وايې چې طالبانو په غيرقانون ډول د دغي ولسوالۍ د سرو زرو کان کيندی.
دا لومړي ځل نه دي چې په افغانستان کي د کان نړيدلو له کبله انسانان قرباني کيږې. څو کاله پخوا د دغه ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د سرو زرو په کان کې، په لسونو کسان چې په غيرقانون توگه د سرو زرو په استخراج او کيندلو بوخت ول، د ځمکې ښويدي له کبله مړه شول.