1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د بادغیس پر مرکز قلعه نو ښار برید کړی

۱۴۰۰ تیر ۱۶, چهارشنبه

په بادغیس کې ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دې ولایت په مرکز قلعه نو باندې ډله ایز برید کړی دی. د چارواکو په خبره، د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ شدیده جګړه هم شوې ده.

Afghanistan - Khalah Zau in der Provinz Badghis
انځور: DW/S. Tanha

په بادغیس ولایت کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د شدیدو جګړو خبر ورکول کیږي. د بادغیس ولایت د چارواکو په خبره، طالبانو مرکز قلعه نو ته څیرمه د یو شمیر ولسوالیو تر نیولو وروسته د ولایت پر مرکز باندې برید کړی چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شوي دي.

د بادغیس والي حسام الدین شمس خبریالانو ته په یوه لیکلي تلیفوني پیغام کې ویلي چې «دښمن ښار ته داخل شوی دی او ټولې ولسوالۍ سقوط شوي دي.» د والي په خبره جګړه اوس په مرکز کې پیل شوې ده.

په عین وخت کې د بادغیس ولایت د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیګ او د دې شورا بلې غړې ضیا ګل حبیبي هم د ولایت په مرکز قلعه نو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې پخلی کوي.

د بادغیس ولایت د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیګ د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «اوس د ښار په مختلو څنډو کې جګړه ادامه لري.» د هغه په خبره د شپې پرمهال یو شمیر امنیتي چارواکي طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د بادغیس ولایت د ولایتي شورا غړې ضیا ګل حبيبي همدا راز زیاته کړې چې طالبان د ښار د امنیه قوماندانۍ او ملي امنیت ودانیو ته داخل شوي ول. د میرمن ضیا ګل حبیبي په خبره، د ولایتي شورا چارواکي په ښار کې د پوځ یوې اډې ته تللي او جګړه په ښار کې لا هم ادامه لري.

په هرات کې د دويچه ويله خبريال په بادغيس کې د ځايي خلکو په حواله وايي چې په قلعه نو کې جګړه روانه ده، عمومي محبس مات شوی او زندانيان ټول وتلي دي.

له قلعه نو څخه په خپاره شويو انځورونو کې په ښکار کې له يوې سيمي څخه دود پورته کيږي.

دغه راز له قلعه نو ښار څخه رسنيو ته په استول شويو لنډيو ويډيوګانو کې ښکاري چي وسله وال طالبانو په ډلو ډلو پر موټرسايکلونو باندي ښار ته د ننوتلو په حال کې دي او د قلعه نو پر سړکانو ګرځي.

بله خوا بيا د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند طاريق ارين د تويتر په يوه پيغام کي ليکلي دي: «افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د خلکو د ځان او مال دفاع کوي.» هغه ليکلي چي «امنيتي ځواکونه په قلعه نو ښار او اطرافو کي حضور لري او د دښمن هر ډول ګواښ ته جواب وايي».

نور معلومات وروسته...