1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بېربوک قزاقستان او ازبکستان ته سفر کوي

۱۴۰۱ آبان ۷, شنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزيره، انا لېنا بېربوک په يکشنبه قزاقستان او ازبکستان ته سفر کوي. هغه د انرژۍ او اقتصاد له يوه پلاوي سره مل ورځي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزيره، انالېنا بېربوک
د آلمان د بهرنيو چارو وزيره، انالېنا بېربوک انځور: Britta Pedersen/dpa/picture alliance

د جرمني د باندنيو چارو وزارت يوې وياندې وويل چې بېربوک د اقتصاد له يوه پلاوي سره مل سفر کوي چې تمرکز يې د انرژۍ او زېربنا په برخه کې دی. د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د نوامبر دويمه نېټه) وزيره له ازبکستان څخه د پنجشنبې په ورځ پيلېدونکې د جي اووه هېوادونو د خارجه وزيرانو غونډې ته د آلمان ميونستر ښار ته بېرته ستنيږي. داسې انتظار کېده چې له منځنۍ آسيا څخه د بېربوک د ليدنې پرمهال په اوکراين کې د روسيې د جګړې په پايله کې د انرژۍ کړکېچ هم ښايي يو مهم رول ولوبوي.

د آلمان د اقتصاد او صادراتي کنترول د وزارت په حواله قزاقستان تېر کال د آلمان د اومو تېلو د وارداتو په برخه کې ۱۰ سلنه برخه درلوده. ازبکستان او ايران بيا د سپتمبر مياشتې په نيمايي کې د انرژۍ او صنايعو په برخه کې د زياتې همکارۍ توافق وکړ. اروپايي اتحاديه په ورته وخت کې د منځنۍ آسيا د هېوادونو تر ټولو مهم تجارتي ملګری دی. خو روسيه ځان تر اوسه پورې په مرکزي آسيا کې د نظم ساتونکی ځواک بولي.بېربوک ويلي چي تهران «د تاريخ پر غلط اړخ» ولاړ دی

د دغې سيمې هېوادونه په اقتصادي او هم يو څه په پوځي لحاظ په روسيې پورې تړلي بلل کيږي. د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې بېربوک د دوشنبې په ورځ د نورو تر څنګ غواړي چې له خپل سيال، مختار تلويبردي سره سياسي خبرې وکړي. د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې هم هغه غواړي چې له خپل سيال، ولاديمير نوروف سره وغږيږي او د ښوونې او روزنې له يوې آلمانۍ ازبکي پروژې څخه ليدنه وکړي. د ازبکستان په سمرقند ښار کې د چهارشنبې په ورځ د آلمان د ملاتړ څخه برخمنې د خړوبولو له يوې پروژې څخه هم لیدنه پلان شوې ده.د آلمان د بهرنیو چارو وزیره اسلام آباد کې له افغان مهاجرو سره ویني

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت وياندې دا هم وويل چې نورې موضوعګانې پايداره د سمبالښت زنځيرونه او د ښځو حقونه دي. د نومبر په ۳مه او ۴مه نېټه د ميونستر په ښار کې د جي اووه غونډې موضوعګانې د نورو تر څنګ د وياندې په حواله د روسيې جګړه، چين، ايران، مرکزي آسيا او افريقا په نظر کې نيول شوې دي. داسې انتظار کيږي چې د افريقايي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانې او وزيران او د افريقايي اتحاديې استازي به هم پکې ګډون وکړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا د جي اووه سازمان به د روسيې په وړاندې د نويو بنديزونو پرېکړه وکړي، وياندې غبرګه کړه چې دغه خبره په اوس وخت کې ډېره فرضي ده.

ډي پي اې/ن.ص./ا.ا.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل