1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بېربوک؛ د روسيې د جنګي جرمونو ختمول د آلمان مسئوليت دی

۱۴۰۲ تیر ۲۷, سه‌شنبه

آلمان د بهرنيو چارو وزيره وايي چې د آلمان ماضي دغه هيواد مکلفوي چې د «نسل وژنې» او «بشريت ضد جرمونو» مخه ونيسي. نوموړې همدا راز وويل چې د چين له خوا «د متوجې خطر له منځه وړلو» په تړاو یې دريځ امريکا ته ورته دی.

د آلمان د بهرنيو چارو وزیره انالېنا بېربوک
د آلمان د بهرنيو چارو وزیره انالېنا بېربوکانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک، د دوشنبې په ورځ په نيويارک کې وويل چې په آلمان کې په ماضي د «نړۍ د تر ټولو ناوړه جرمونو» د ترسره کیدو له کبله دا هيواد مسئوليت لري چې د راتلونکي د جګړو او جرمونو د مخنيوي له پاره خپل تاريخي مسئوليت پر ځای کړي.

نوموړې د جزا د نړيوالې محکمې د رامنځته کيدو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «دا زموږ مسئوليت وو او دی چې نړيوال قوانين پياوړي کړو څو د راتلونکو جګړو، نسل وژنو او بشريت ضد جرمونو مخه ونیوله شي.»

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

بېربوک وويل چې د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين، د اوکراين د غله جاتو د تړون د متوقف کولو پريکړې د نړۍ هر هيواد او د ملګرو ملتونو هر استازی «حيران» کړی دی.

نوموړې پر پوتین د فشار واردولو پر اهميت ټینګار وکړ څو خپله پريکړه بيرته واخلي او ویې ویل چې د دې تر ټولو ښه لاره داده چې افريقايي، د لاتين امريکا او اسيايي هېوادونه «نیغ په نیغه پوتين» مخاطب کړي.

اړونده موضوع: د بشري حقونو فعالان: روسیې او اوکراين خوشه يي بمونه کارولي

نوموړې وويل: «موږ تېر کال وليدل چې دې کار ګټه ورکړه، يعني دا چې نه يوازې اروپايي هېوادونه بلکې نوره نړۍ هم پر پوتين غږ [فشار وارد کړي] وکړي.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې د جزا د نړيوال محکمې د کار په برخه کې دا خبره ومنله چې د دې محکمې د «احتساب په عمل» کې ځيني نيمګړتياوي هم شته. هغې وويل دا چې د امريکا په ګډون د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړیو هېوادو څخه ډېرو یې تر اوسه دا محکمه په رسميت نه پيژني نو له همدې کبله یې کار لا د ډاډ وړ نه دی.

بېربوک په نیويارک کې له دويچه ويله سره د خبرو پر مهالانځور: Michaela Kuefner/DW

بېربوک وويل: «زه احساسوم چې د نورنبيرګ تر محکمې وروسته او د جزا د نړيوالې محکمې تر رامنځته کيدو وروسته د احتساب يا ځواب ورکولو د برخې د تشې ډکول هم زموږ مسئوليت دی.»

تر دویمې نړيوالې جګړې وورسته څلورو سترو اتحادي قدرتونو يعني فرانسې، شوروي اتحاد، بريتانيا او امريکا د نازي آلمان د سياسي مشرانو د محاکمه کولو له پاره د نيورنبيرګ محکمه رامنځته کړې وه.

د جزا نړیواله محکمه له کومو ننګونو سره مخامخ ده؟

بېربوک د دې خبرې د ډاډمنولو پر اهميت هم ټینګار وکړ چې د نړۍ نور هيوادونه دې هم د جزا نړيواله محکمه په رسميت وپيژني. هغې وويل چې پر اوکراين د روسیې له يرغل سره د دې محکمې اهميت نور هم روښانه شوی دی.

اړونده موضوع: د پوتين د احتمالي محاکمه کولو په اړه خبرې

دا چې روسيه د امريکا، چين، فرانسې او بريتانيا ترڅنګ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له دايمي غړو څخه ده نو له همدې کبله بېربوک وويل چې دې ته په کتلو سره «دا اوس په رښتيا ډېر حساس پړاو دی چې که د يوه هيواد له خوا يرغلګره جګړه پر مخ وړل کیږي نو موږ یې باید پر ضد د قانوني لارې غبرګون وښييو او هغه خلک باید سره راټول کړو چې پر جګړه نه بلکې د قانون پر حاکميت باور لري.»

د يادولو وړ ده چې د جزا نړيوالې محکمې په مارچ مياشت کې د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوټین د نیولو امر کړی وو.

له چین سره د «خطر کمولو» اهميت

بېربوک د چين له خوا د متوجې «خطر کمولو» د امريکايي تګلارې په اړه د آلمان دريځ هم روښانه کړ او ویې ويل چې آلمان په دې مسئله کې د امريکا دريځ ته ورته «درک لري.»

هغې وویل: «د چين په تړاو دا تګلاره نه د امريکا په اړه ده او نه هم د چين په اړه. دا زموږ په هکله ده، زموږ اروپايانو په اړه، دا چې موږ څرنګه لا پسې انعطاف پذیره کیدلای شو او څرنګه د خپل دې انحصار څخه آزادېدلای شو چې تر اوسه یې پر چين لرو.»

د آلمان دې لوړپوړې ديپلوماتې دا دليل هم راوړ چې په چين کې په دې وروستيو کلونو کې ډېر تغيرات رامنځته شوي دي چې ورته په کتلو اروپا هم اړتيا لري د چين په تړاو خپله تګلاره بدله کړي.

هغې زياته کړه: «د نړیوالتوب په دې دور کې موږ له يو بل څخه جلا نه شو پاتیدلای او موږ دا څه غواړو هم نه. موږ چې څه غواړو هغه له خطرونو د ځان ساتل دي، له همدې کبله ځان ته متوجې خطرونه د امکان تر حده راکم کړئ.»

ب. ص/ ن. ز (رعنا طحا)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل