1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بېربوک: د م.م. د بشري حقونو شورا دې د ايرانيانو غږ پورته کړي

۱۴۰۱ آذر ۳, پنجشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې په ژنيف کې د بشري حقونو د شورا نننۍ ځانګړې ناسته د دې يو فرصت بللی چې د ايران د خلکو د حقونو له پاره غږ پورته شي.

انالېنا بېربوک
انالېا بېربوکانځور: Thomas Koehler/Photothek/IMAGO

بېربوک وويل چې د ايران لاريون کوونکي د بشري حقونو په شورا کې کومه څوکۍ نه لري، خو د ملګرو ملتونو د دغه سازمان غړي کولی شي چې »د ستم، ضربو او ډزو خلاف چې د ايران رژيم يې په مرسته سوله ايز احتجاج ختمول غواړي، خپل آواز پورته کړي.«

د نورو تر څنګ د آلمان له خوا د وړاندې شوي پرېکړه ليک په يوه مسوده کې د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند ښايي له تهران څخه غوښتي وي چې د خپل ولس په مقابل کې له تاوتريخوالي او تشدد څخه لاس واخلي. هدف يې د دې غوښتنه هم بلل شوې ده چې بشري حقونه، په تېره د نجونو او ښځو حقونه رعايت شي.بیربوک غواړي په منځنۍ آسیا کی اروپایي اتحادیې ته پر نژدیوالي ټینگار وکړي

همداراز په دغه مسوده کې په ايران کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو د مواردو خپلواکه پلټنه هم غوښتل شوې ده.

بېربوک دې ته هم اشاره کړې ده چې ايران د ملګرو ملتونو ځانکړي راپور ورکوونکي ته په وار وار اجازه نه ده ورکړې چې دغه هېواد ته سفر وکړي.

د بشري حقونو د شورا غړي هيوادونه نن پنجشنبه په يوه »خپلواک مېکانيزم« باندې پرېکړه کوي چې د بېربوک په خبره »دغه له بشري حقونو څخه سرغړونې وپلټل او وارزول شي څو مسئولين يې ځواب ويلو ته اړ شي. دغه مسئوليت د قربانيانو په وړاندې لرو.«بېربوک ويلي چي تهران «د تاريخ پر غلط اړخ» ولاړ دی

په ايران کې له اوونيو راهيسې خلک د تهران د واکدارانو پر ضد لاريونونه تر سره کوي. انګيزه يې د پوليسو په توقيف کې د يوې ځوانۍ کردۍ مړينه وه. پوليسو داسې ويل چې هغې خپل پوړنی په صحيح ډول پر سر کړی نه وو. د ايران چاوراکي اوس په ډېر تاوتريخوالي سره دغو احتجاجونو ته ځواب وايي.

آ./ن.ص.ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب