1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بېربوک له ګرجستان څخه ملاتړ اعلان کړ

۱۴۰۲ فروردین ۴, جمعه

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک د روسي نفوذي هڅو سره سره ګرجستان ته په اروپايي اتحاديه کې د غړيتوب په برخه کې د آلمان د ملاتړ ژمنه کړې ده.

دارشياشويلي او بېربوک
دارشياشويلي او بېربوکانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture-alliance

انالېنا بېربوک په ګرجستان کې له خپل سيال، ايليا دارتشياشويلي، سره تر ليدنې وروسته وويل چې »په اروپايي اتحاديه کې د کانديداتورۍ دروازه ډېره پرانيستې ده. اوس بايد هغه پاتې ۱۲ ګامونه هم پورته شي.«

بېربوک له دې څخه هم يادونه وکړه چې ګرجستان پر اوکراين د روسيې د تعرضي جګړې د غندلو په برخه کې د ملګرو ملتونو له پرېکړه ليکونو څخه ملاتړ کړی دی. بېربوک وويل چې د غړيتوب د ترلاسه کولو له پاره د قانون حاکميت، دموکراتيک معيارونه او د رسنيو آزادي اساسي نقش لوبوي. د اجنټانو د ناندرئيز قانون تر لغوې او بېرته اخيستل کېدو وروسته د ګرجستان حکومت اوس د بېربوک به خبره دا وظيفه لري چې »قطبي کېدل شا ته پرېږدي، بېرته اعتبار ترلاسه کړي او په مخ کې پراته اصلاحات په ټول جديت سره پلي کړي.«د پوتین د «قسمي بسيج» امر؛ روسان د ګرجستان پر لور تښتي

بېربوک دا هم وويل چې په تېره له اروپايي ارزښتونو څخه صرف نظر کول نور هيڅ د منلو وړ نه دي. د هغې ګرجي سيال، دارتشياشويلي وويل چې »د ګرجي ولس ټينګه اراده« ده چې په اروپايي اتحاديه کې غړيتوب ترلاسه کړي. د هغه په وينا حکومت يې د اروپايي کميسيون له خوا د وړاندې شوو ۱۲ ټکو پر پوره کولو باندې ډېر جدي کار کوي.بیربوک غواړي په منځنۍ آسیا کی اروپایي اتحادیې ته پر نژدیوالي ټینگار وکړي

اروپايي اتحاديې اوکراين او ورسره پروت کوچنی جمهوريت مولداويا د ۲۰۲۲ کال په جون کې د غړيتوب له پاره وړ کانديدان بللي وو. د شوروي اتحاد پخواني جمهوريت ګرجستان ته د دغه مقام ژمنه شوې وه، خو په دې شرط چې ځينې اصلاحت بايد ترمخه پلي کړای شي. د اروپايي اتحاديې له خوا په وړاندې شويو ۱۲ لومړيتوبونو کې د سياسي قطبي کېدلو په وړاندې مبارزه، قضايي اصلاحات، د فساد ضد د يوې خپلواکې ادارې جوړول، د رسنيو آزادي او د »اليګارشانو ګوښه کول« شامل دي. اروپايي اتحاديه غواړي په اکتوبر مياشت کې داسې يو رپوټ وړاندې کړي چې دغې اتحاديې ته د ګرجستان د لا زيات نژدې توب په هکله د نورو پرېکړو يو لومړی بنسټ به وبلل شي.

ډي پي ای/ن.ص./ب.ص.