انا لېنا بېربوک د ايران حکومت مخاطب کړی دی، او ورته ويلي يې دي: »هغه څوک د تاريخ پر غلط اړخ ولاړ دی څوک چي هغه ښځي او انجوني چي صرف آزاد ژوند کول غواړي، په کوڅو کي وهي ټکوي، کشوي يې، ناحقه يې توقيف کوي او په اعدام يې محکوموي.« د آلمان د زرغون گوند يادي سياستوالي او د آلمان وزيري بېربوک دغه څرگندوني و »بلډ ام زونټاگ« نومي آلمانۍ ورځپاڼي ته کړي دي.
د مظاهرو دوام په ۱۰۳ ښارونو او ۴۳ پوهنتونونو کې
بېربوک زياته کړېده چي اروپايي اتحاديه به پر هغو ايراني چارواکو پر راتگ بنديزونه ولگوي او شتمنۍ به يې ور کنگل کړي څوک چي د احتجاجونو د ځپلو مسؤل دي. د هغې په وينا په ايران کي پر کوڅو د خلکو هغه ږغونه د غوږو د کڼولو تر حده جگ دي څوک چي آزادۍ غواړي.
په ايران کي د اسلامي نظام پر ضد د احتجاجونو لړۍ له څلورو اونيو راهيسي ادامه لري. دا لړۍ د هغه وروسته راپېل سوه کله چي د مهسا اميني په نوم ۲۲ کلنه مېرمنه د حجاب د اصولو د نه مراعت له کبله توقيف سوه او بيا يې په روغتون کي ساه ورکړه.
د کتونکو په وينا ورځ تر بلي په ايران کي د ولسي نافرمانۍ څپه د پراخېدو په حال کي ده. په عيني حال کي امنيتي چارواکو د احتجاج کوونکو په وړاندي تاوتريخوالی لا زيات کړی دی. د راپورونو له مخي تر اوسه په دغو پيښو کي لږ تر لږه په لسونو انسانان وژل سوي دي.
آ./ا.ا./ن.ص.
د هر کال په پسرلي کې د ایران د البرز ولایت په اسارا سیمه کې د خاټول يا غاټول ګلانو فیستیوال دی. سږ کال هم په مختلفو رنګونو کې د غاټول ګلانو ۲ میلیونه او ۳۰۰ زره بوټو په زرګونو سیلانیان دغې سیمې ته را جلب کړي دي.
انځور: Fatemeh Bahrami/AA/picture allianceد البرز په ولایت کې د اسارا غریزه سیمه د ایران د یوه تر ټولو زړه راښکونکي مسیر (چالوس سړک) له طریقه له پلازمېنې تهران څخه د موټر په وسیله یو نیم ساعت واټن لري.
انځور: Fatemeh Bahrami/AA/picture allianceآسارا د البرز ولایت د کرج ښار یوه له درو برخو څخه ده چې ۲۱ کلي لري او د کال په مختلفو فصلونو کې ډیر شمیر سیلانیان ځان ته را جذبوي.
انځور: Fatemeh Bahrami/AA/picture allianceد آسارا بخش په همدې نوم یعنې آسارا یو ښار، او ۳ کلي لري چې عبارت دي له آدران، آسارا او نسا. د دې سیمې د اصلي اوسیدونکو شمیر شاوخوا ۲۵ زرو تنو ته رسیږي.
انځور: Fatemeh Bahrami/AA/picture allianceله ۷۷ کال څخه په ایران کې د غاټول يا لاله ګل فیستیوال ترسره کیږي. پخوا به دغه فیستیوال په ګچسر سیمه کې ترسره کیده، خو په دې وروستیو کلونو کې د کندر کلي ته انتقال کړای شو. تیر کال د کرونایي محدودیتونو له امله دغه فیستیوال ترسره نه شو.
انځور: Fatemeh Bahrami/AA/picture allianceد دې فیستیوال یوه په لاره اچونکي علي اکبر پهلواني، د ایسنا خبري آژانس سره په مرکه کې وویل: «په کندر کې د لاله ګل فیستیوال له یو لړ ستونزو سره د هغو له جملې څخه د خلکو د تګ راتګ او مناسب زیربناء له نشتوالي سره مخامخ شو، په همدې دلیل د مسئولینو په سپارښتنه دغه فیستیوال د چالوس جادې یا سړک پر لور د آسارا ښار ته انتقال کړای شو.»
انځور: Fatemeh Bahrami/AA/picture allianceد خاټول ګل فیستیوال سږ کال په درو مختلفو وختونو او مختلفو ځایونو کې ترسره کیږي: په اپریل میاشت کې په چمران البرز پارک کې، په می میاشت کې په آسارا او په جون میاشت کې په دیزن سیمه کې.
انځور: Fatemeh Bahrami/AA/picture allianceآسارا سیمه په پنځه هکټاره ځمکه کې په مختلفو رنګونو کې له ۲ میلیونه او ۳۰۰ زره لاله ګلانو سره، د ګلانو د مینه والو کوربه ده.
انځور: Fatemeh Bahrami/AA/picture allianceد علي اکبر پهلواني، وویل: «د کرونا وبا له خپریدو سره د ډیرو خلکو رواني وضعیت خراب شوی دی او د غاټول ګل له فیستیوال څخه لیدنه کولی شي خلکو ته د یوې ښې روحیې او احساس په بخښلو کې مرسته وکړي.»
انځور: Fatemeh Bahrami/AA/picture allianceد مسئولینو په وینا د البز ولایت د ځانګړو اقلیمي شرایطو او په مختلفو سیمو کې د تودوخي درجې توپیر په درلودلو سره دا پوتنشیل لري چې د کال په څلورو میاشتو کې د غاټول يا لاله ګلانو فیستیوال ترسره کړي.
انځور: Fatemeh Bahrami/AA/picture alliance په آسارا کې د می میاشتې تر ۳۱ نیټې پورې د غاټول ګلانو فیستیوال دوام لري او مینه وال کولی شي د طبعیت له ښلاء څخه د خوند اخیستلو تنده پرې ماته کړي.
انځور: Fatemeh Bahrami/AA/picture alliance