1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

«پلار مو په جرمني کې په یوه مرموزه حادثه کې له لاسه ورکړ»

۱۴۰۲ شهریور ۳۰, پنجشنبه

د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي بکتاش سیاوش په جرمني کې د خپل پلار داود سیاوش د مرموزې مړینې په اړه خبر ورکړی دی. د جرمني پولیسو ویلي چې پر جسد یې د تاوتریخوالي نښې نه دي لیدل سوي او په دې اړه پلټنې روانې دي.

د بکتاش سياوش په حواله یې پلار داود سياوش په آلمان په يوه مرموزه پېښه کې مړ شوی دی
د بکتاش سياوش په حواله یې پلار داود سياوش په آلمان په يوه مرموزه پېښه کې مړ شوی دیانځور: Privat

د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي بکتاش سیاوش، د چهارشنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره د خپل پلار محمد داود سیاوش، چې افغان ژورنالیست او لیکوال دی، د مړنې خبر اعلان کړ.

هغه لیکلي: «کورنۍ مو له يو ځل بيا د خواشينې او درد سره د وير پر ټغر کيښناسته او خپل تر ټولو ستر ښوونکی، ملاتړی، تکيه ځای، قدرمن پلار مو په يوه حادثه کې له لاسه ورکړ.»

بکتاش سیاوش وویل چې پلار یې محمد داود سیاوش چې خبریال او د لیکوالو د ټولنې غړی و، په جرمني کېپه جلا وطنۍ کې لومړی درې ورځې لادرکه وو او بيا په نامعلومه توګه وفات شو.

هغه زياته کړه، چې د جرمني پوليسو د هغه مړى موندلى، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې څه ورسره پېښ شوي ول.

د آلمان پولیسانځور: Abdulhamid Hosbas/AA/picture alliance

هغه زیاته کړه: «د حقایقو موندلو لپاره د المان پولیسو پلټنې پیل کړي دي، او زموږ کورنۍ به د دې مرموزي مړېنې پیښې د حقیقت موندلو لپاره انتظار وکړي.»

بکتاش سیاوش د المان له حکومت او نړیوالو بنسټونو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې جدي څیړنې وکړي.

د جرمني پولیسو هم د افغان خبریال او فعال داود سیاوش مړینه تائید کړې ده.

پولیسو ویلي دي چې د جرمني د فورټ ښار اوسیدونکی ۶۸ کلن محمد داود سیاوش چې د یکشنبې په ورځ ورک سوی وو، د چهارشنبې په ورځ یې مړي پیدا کړی دی.

که څه هم پولیسو ویلي دي چې تر دې دمه د تاوتریخوالي کومې نښې نه دي لیدل سوي، خو څارنوالۍ د جسد د عدلیې طب د معایناينې لارښوونه کړې ده.

په افغانستان کې دطلوع نیوز پخوانی ویاند یما سیاوش د ۲۰۱۹ م کال د لړم په میاشت کې د »افغانستان د مرکزي بانک« له دوو کارکوونکو سره په کابل کې د ماین چاودنې له امله ووژل سو.

د یما سیاوش پلار داود سیاوش شا او خوا درې کاله هڅه وکړه چې د خپل زوی د قتل عاملین وپيژني او د جرمونو نړیوالې محکمې ته یې وسپاري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل