1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرین: د بالکان پرلار د ماینونو د چاودیدو خطر

۱۴۰۰ مرداد ۱۶, شنبه

د بالکان پرلار بیرته اروپا ته ډیر مهاجرین ورروان دي. خو د دې سره دا خطرهم لوړیږي، چي مهاجرین به پرهغو ځایونو باندي هم وربرابر سي، چيري چي د یوګوسلویا د جنګ پرمهال مینونه ښخ سوي دي.

Kriegsspuren in Bosnien und Herzegowina
انځور: DW/D. Visevic

تر هغه وروسته چي د ۲۰۲۱ م کال په دوبي کي د جنوب شرقي اروپا په هیوادونو کي د کرونا قیودات بیرته یوڅه راکم سول، د په اصطلاح بالکان پرلار باندي بیرته اروپا ته د مهاجرینو راتګ ډیر سو.

خو د ۲۰۱۵ م کال پرخلاف هنګري نور نه غواړي، چي  د جنګ ځپلو او بحراني هیوادونو مهاجرین غربي اروپا ته ورپریږدي او د هیواد څخه یې تیر سی. پدې خاطر نو په مخ پر ډیریدونکي ډول سره مهاجرین کوښښ کوي، چي د کروشیا د لاري ځانونه اروپا ته ورسوي.

دغه خبر د اروپايي ټولني د سرحدي کنټرول آژانس، فرونټکس په تیره جولای میاشت کي د ۲۰۲۰ م کال د کلنۍ ارزیابۍ د رپوټ پر مهال ورکړی دی.  

انځور: Jelena Djukic Pejic/DW

د فرونټکس په حواله اکثره دغه مهاجرین سوریایان، افغانان او عراقیان دي. د رپوټ مطابق په ۲۰۲۰ م کال کي د کرونا ویروس په سبب د سرحدونو شدید کنټرول موجود ؤ، او اوس چي هغه یو څه راکم سوی دی، نو مهاجرین هم ورسره ډیر سوي او اروپا ته د تیریدو کوښښ کوي.

د بلي خوا بیا ډیری کوښښ کوي، چي د امکان تر حده پوری ژر راتیر سي، ځکه چي په مني کي به د کرونا مریضانو د تعداد په ډیریدو سره بیرته په سرحدونو کي سخت کنټرول رامنځته سي. خو دا چي څومره کسان به په غیر قانوني ډول سره د اروپايي ټولني د لومړني هیواد کروشیا څخه تیر سوي او بیا د صرستان څخه د «درینا» رود د لاري بوسنیا ته تللي وي، دا لا معلومه نه ده.

صربي چارواکي ګمان کوي، چي په اوس وخت کي یې په هیواد کي تقریبأ ۵۰۰۰ مهاجرین اقامت لري. خو په اطمینان سره به دغه مهاجرین د اروپا د اتحادیې دباندي سرحدونو ته د هغو لارو څخه ورتیر سي، په کومو کي چي د ۱۹۹۱ څخه تر ۱۹۹۵ م کال پوري د یوګوسلاویا د جنګ پر مهال ډیر ماینونه ښخ دي. دا به په خپل نوبت سره مهاجرینو ته سخته مرګه ژوبله رامنځته او ډیر خلک به ښايي د ماینونو قربانیان سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب