1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مزار شريف کې د ملي پوځ افسراني وژل شوي دي

۱۳۹۹ دی ۲۳, سه‌شنبه

په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د منسوبانو پر لیږدونکي موټر په بريد کې درې منسوبانې وژل شوي دي او د یوه نارينه په ګډون دوه نور ټپیان دي. قول اردو وايي پيښه د مزار شريف ښار پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې رامنځ ته شوې ده.

Afghanistan Kundus Sicherheitskräfte Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند، حنیف رضايي د سه شبنې په ورځ (د جنوري ۱۲مه) رسنيو ته د دغې پيښې په تاييد وويل چې دغه «تروریستي پیښه نن سهار ۷ بجې او ۳۵ دقيقې د مزارشریف ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د ښځو منسوبانو پر لیږدونکې موټر رامنځ ته شوه.»

رضايي زیاته کړه چې په پيښه کې د دغه قول اردو دوې منسوبانې وژل شوي او دوې نوري افسرانې او د هغوی موټرچلونکی ټپیان شوي دي، چې له ټپيانو څخه يوې يې د ژورو ټپونو له امله وروسته سا ورکړې ده.

انځور: picture alliance / Jane Sweeney/Robert Harding

د قول اردو وياند په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي خو داسې ويل شوي چې دغه بريد د موټرسيکل سپرو وسله والو له لوري تر سره شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تر دې وړاندې په ځينو ښارونو کې له کابل کې هغه موټرسيکلونه چې دوه کسان پرې سپاره وي، فوری خطر گڼلي دي.

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال، امرالله صالح په دې اړه له خلکو غوښتي ول چې له «دو پشته» موټرسيکل چلونې څخه ډډه وکړي او د تخلف په صورت کې به يې موټرسیکلونه فلج کيږي.

په ورستيو کې په افغانستان کې د هدفي وژنو ګراف لوړ شوی دی، چې د ډيرو پيښو مسؤليت هم کومه ډله پر غاړه نه اخلي. خو حکومت وايي چې دغه ډول بریدونه د طالبانو کار دی. د افغانستان د ملي امنيت ادارې مشر، احمد ضيا سراج شاوخوا دوې اوونۍ مخکې ويلي ول چې په افغانستان کې ۹۹ سلنه بریدونه طالبان کوي.