بلخ: د بلخ ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ ځانمرګی برید شوی
۱۴۰۰ خرداد ۱۶, یکشنبه![Afghanistan Anschlag Taliban Masar-e Scharif](https://static.dw.com/image/54801827_800.webp)
د بلخ د امنيه قوماندانۍ ویاند، عادل شاه عادل وايي دغه برید د چاودیدونکو توکو څخه ډک یوه زغره وال ټانک په وسيله شوی. پر وینا يې ځانمرګي بریدګر دغه ټانک ته د بلخ ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ په دروازه کې چاودنه ورکړې ده. د آلمان خبري آژانس په حواله په دغه برید کې ۲ پولیس وژل شوي دی. خو عادل وايي، کیدای شي د مړو شمیر لوړ شي.
په دغې پيښه کې د بلخ ولسوالۍ امنيه قوماندان هم چې په رپوټ کې يې نوم نه دی ښودل شوی، هم ټپي شوی دی. هغه د درملنې له پاره ولایتي روغتون ته رسول شوی و.
ځايي چارواکي وايي په ټانګ کې ځاي پرځای شوي چاوديدونکي مواد ډیر قوي ول چې په چاودنه کې يې د امنیه قوماندانۍ ودانۍ يوه برخه ویجاړه شوې ده. دوی وايي د دې انديښنه هم شته چې کیدای شي ځينې کسان تر خاورو لاندې پاتې وي.
طالبانو د دغه برید مسئوليت منلی دی. د دغې ډلې وياند، ذبیح الله مجاهد د يکشنبې په ورځ (د جون۶مه) پر خپل ټويټر ليکلي دي چې نن غرمه د بلخ ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ «د قوي موټربم استشهادي برید ترسره شو.» مجاهد ادعا کړې چې په دغه برید کې افغان ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي دي.
امريکايي او د ناټو سازمان ځواکونو د می میاشتې په لومړۍ نيټه له افغانستان څخه د وتلو بهیر پيل کړی دی چې د سپتمبر تر ۱۱مې نيټې پورې به بشپړ شي. د دغو ځواکونو د وتلو بهير په پيليدو سره سم، طالبانو هم خپلو حملو ته زور ورکړی دی. رپوټونه وايي چې تيره شپه په بل شمالي ولایت فاریاب کې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده. امریکا او ناټو وايي چې له افغانستانه تر وتلو وروسته به هم دوی له افغان امنيتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.
ډي پي اې/م.ک.ص./م.ن.ص.