1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

روسیې ته د بالستيک توغنديو ورکولو له کبله پر ايران بندیزونه

۱۴۰۳ شهریور ۲۱, چهارشنبه

امريکا، بريتانيا، فرانسې او آلمان تر څو اونیو خبرداريو وروسته ايران په رسمي توګه روسیې ته د بالستيک ميزايلونو په ورکړه تورن کړی او پر دغه هېواد یې نوي بندیزونه اعلان کړي. دوی د هوايي چلند پر سيکتور د بندیزونو پلان لري.

د ایران د لنډ واټن تندر - ۶۹ میزایل
آلمان، فرانسې او بريتانيې حکومتونو د يوې ګډې اعلامیې په جاري کولو سره د ایران لوري روسیې ته د میزايلو احتمالي انتقال غندلی دیانځور: Sobhan Farajvan/Pacific Press/picture alliance

امريکا متحده ايالاتو، فرانسې، بريتانيا او آلمان د سه شنبې په ورځ ويلي دي چې ایران روسیې ته د لنډ واټن ويشتونکي بالستيک توغندي انتقال کړي دي څو یې په اوکراين کې وکاروي او دا چې دا تازه بندیزونه به د دې په نتیجه کې ډېر ژر تعقيب شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن، دا اعلان پرون، سې شنبه لندن ته د سفر پر وخت له خپل بريتانوي سيال دېوډ لامي، سره په شريکه د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې وکړ.

بلېنکن وويل: «روسیې اوس دغه بالستيک میزايلونه ترلاسه کړي دي او ښايي په څو اونیو کې به یې په اوکراين کې د اوکرايني وګړو پر ضد وکاروي.»

نوموړي زياته کړې: «د ایراني توغنديو لاس ته ورتلل به روسیه د دې جوګه کړي د خپلو وسلو ډېره برخه د هغو هدفونو د په نخښه کولو له پاره وکاروي چې د جګړې د لومړۍ کرښې څخه لېرې پراته دي.»

په پام کې ده چې بلېنکن، او لامي، نن چهار شنبه کيف ته سفر وکړي.

د آلمان، فرانسې او بريتانيې حکومتونو د يوې ګډې اعلامیې په جاري کولو سره د میزايلو احتمالي انتقال غندلی دی او دا يې د «روسیې او ايران دواړو له لوري د جګړې لمنې پراخول» او «اروپايي امنيت ته مستقيم ګواښ» بللی دی.

د هوايي چلند سيکتور د نویو بندیزونو هدف دی

دې هېوادونو ویلي دي چې دوی په دې وروستيو اونيو کې د پرله پسې خبرداريو په ترڅ کې دا روښانه کړې وه چې که چېرې دغه میزايل روسیې ته انتقال کړل شي نو «د ایران پر ضد به نوي او د پام وړ ګامونه پورته شي.»

په دې ګډه اعلاميه کې راغلي دي: «موږ به له ایران سره د دوه اړخیزو هوايي خدماتو د لغوه کولو له پاره چټک ګامونه پورته کړو. پر دې سربیره به موږ د هغو مهمو شرکتونو او شخصيتونو د هويت په څرګندولو پسې وګرځو چې د ایران د بالسيتک میزايلونو له پروګرام او روسیې ته د دې توغنديو او نورو وسلو له انتقال سره یې تړاو لرلی وي. موږ به د ایران د دولتي هوايي شرکت « Iran Air» پر وړاندې هم د بندیزونو لګولو په اړه کار وکړو.»

د اوکراین جګړه: آیا روسیه د ټانکونو له کمښت سره مخ ده؟

03:15

This browser does not support the video element.

بلېنکن، هم د امريکا له لوري د ورته پلان په اړه خبره وکړه چې د ايران پر هوايي شرکت او هوايي چلند به متمرکز وي.

د امريکا د خزانې وزارت پر ويب پاڼه د بندیزونو تازه شوي نوملړ ښيي چې پر لسو ایراني اتباعو او د ترانسپورت او محرکه صنايعو پر پنځو شرکتونو نوي بندیزونه لګول شوي دي چې د پاسداران انقلاب او له روسیې سره د اړيکو تور ورباندې لګول کيږي. 

يو شمير روسیې سازمونه هم د اوکراين پر وړاندې د «وسلو د [ایراني] سیسټمونو د کارولو د نيت درلودو» له کبله د بندیزونو ښکار شوي دي. همدا شان پر پنځو روسي کښتيو چې له ايران څخه روسیې ته د پوځي تجهیزاتو په انتقال کې ښکيل دي، هم بندیزونه لګول شوي دي.

د خزانې وزارت د يوې اعلامیې په ترڅ کې ويلي دي چې واشنګتن د ايران پر هوايي شرکت «اير ایران» هم بندیزونه لګولي دي «ځکه چې د روسیې د اقتصاد د ترانسپورت په سيکتور کې فعاليت کوي او يا یې په دغه برخه کې فعاليت کړی دی.»

بريتانيا هم ويلي دي چې د «ايران او بريتانيا ترمنځ ټول مستقیم هوايي خدمات بندوي.»

د اروپايي اتحادیې د بهرنيو چارو مسئول جوسپ بورېل، هم د «شديد غبرګون» ژمنه کړې او ویلي دي چې د تدابيرو يوه وړاندیز شوې بسته غړيو هېوادونو ته استول شوې ده.

ايران روسیې ته د وسلو ورکړه ردوي

ایران په ماضي کې اوکراين او يا روسیې ته د وسلو ورکړه رد کړې وه او ویلي ول چې دا کار «غير انساني» بولي او د دې باعث ګرځي چې ملکي تلفات لوړ او د يوه اوربند چانس راکم کړي.

خو اوکراين د ۲۰۲۲م کال له وروستيو مياشتو راهېسې په وار وار سره په دې اړه رپوټونه ورکوي چې په قلمرو کې یې د ايران جوړ «شاهد» ډرونونو بريدونه ترسره کیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني، د سې شنبې په ورځ د غبرګون په ترڅ کې يوه اوږده اعلامیه په آنلاين بڼه نشر کړه. د دې اعلاميه زیاتره برخه د غزې پر کړکیچ، منځني ختیځ او له اسرائيل سره د امريکا او لوېدیځ پر پوځي مرسته راڅرخېدله.

د اعلامیې وروستی پاراګراف تازه تورونو ته متوجې وو او هغه یې «ناسم او خطا کوونکي خبرونه» او همدا شان «بدرنګ تبليغات» او داسې «درواغ بللي دي چې موخه یې په غزې کې د نسل وژنې له پاره د امريکا او لوېديځو هېوادونو له خوا د پراخ غير قانوني پوځي ملاتړ پر ابعادو پرده اچول دي.»

د کريملن وياند ديمتري پېسکوف، بيا د سه شنبې ورځې پر رپوټونو له تبصرې څخه ډډه کړې ده خو په مسکو کې یې خبريالانو ته وويل چې روسيه او ایران په يو شمير برخو کې همکاري لري چې په هغه کې «ډېرې حساسې ساحې» هم شاملې دي.

ايران روسیې ته د څه په ورکړه تورن دی؟

د رسنیو د دې وروستیو ورځو د رپوټونو په حواله چې د امريکايي او اروپايي چارواکو له قوله یې د هغوی د نومونو د نه بربنډولو په شرط ورکړي دي، ایران د لنډ واټن فتح – ۳۶۰ بالستيک توغندي چې BM-120 هم بلل کیږي، روسیې ته ورکړی دي. دا توغندي تر کابو ۱۲۰ کیلومترو پورې ويشتل کولی شي. 

بلېنکن، په لندن کې وويل چې د روسیې يو شمیر پوځي پرسونل په ایران کې د دې سیسټمونو د فعالولو له پاره روزنه ترلاسه کړې ده.

اوکراين بندیزونه «مثبت ګام» خو ناکافي بللي دي

د اوکراين د ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي، د دفتر مشر اندرې يرمک، پر ايران د بندیزونو پلان د يوه «مثبت ګام» په توګه ياد کړی دی خو ويلي دي چې دا په هیڅ صورت کافي نه دي.

نوموړي د ټولنیزو رسنیو له لارې زياته کړې ده: «موږ هم د روسیې په قلمرو کې د پوځي اهدافو د په نخښه کولو له پاره د لویدیځ د وسلو کارولو اجازې ته اړتيا لرو. همدا شان د اوږده واټن وسلې هم باید راکړل شي او د دافع هوا سیسټمونه لا پسې ښه شي.»

اوکراين په دې وروستیو کې په روسيه کې دننه هدفونو د په نخښه کولو له پاره د هغو وسلو د کارولو چې د لوېديځ له خوا ورکړل شوي دي، د واضح مجوز ترلاسه کولو غږ پورته کوي. د ناټو سترو غړيو هېوادونو امريکا، بريتانیا، فرانسې او آلمان تر اوسه دا ډول اجازه نه ده ورکړې.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل