1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بالتيک هېوادونو په ناټو کې د اوکراين غړيتوب ملاتړ وکړ

۱۴۰۱ مهر ۹, شنبه

د بالتيک هېوادونو یعنې استونيا، ليتوانيا او لاتويا په ناټو کې د اوکراين د غړيتوب د يوه چټک بهير څخه ملاتړ کړی دی. دغه کار د اوکراين د ځينو سيمو تر غيرقانوني الحاق وروسته کيږي.

ولسمشر زيلنسکي د نآتو په يوه غونډه کې
ولسمشر زيلنسکي د ناټو په يوه غونډه کېانځور: UKRAINIAN PRESIDENTIAL PRESS SERVICE/REUTERS

د استونيا، ليتوانيا او لاتويا د بهرنيو چارو وزيرانو اورماس راينسالو، ايدګارس رينکېويس او ګابريلوس لاندسبرګيس د جمعې په ورځ په ټويټر کې ليکلي دي چې »د اوکراين بالتيک ملګري په بشپړه توګه هر څومره ژر په ناټو کې د اوکراين د غړيتوب ملاتړ کوي.« د هغوی په خبره »د اوکراين الهام بخښونکې زړورتيا زموږ ټلواله لا پياوړې کولی شي.«له روسیې آلمان ته د ګازو نل ليکې زیانمنې شوي

د اوکراين ولسمشر، ولودومير زيلنسکي تر دې مخکې د روسيې له خوا د څلورو اوکرايني سيمو تر غيرقانوني الحاق وروسته اعلان کړی وو چې په ناټو کې د غړيتوب يو چټک غوښتنليک به وړاندې کوي. د آلمان حکومت او د امريکا متحده آيالات په دې هکله يوازې له احتياطه ډکې څرګندونې کړې وې.تر سړې جګړې وروسته د ناټو تر ټولو ستر پوځي تمرینونه پیلیږي

بالتيک هېوادونه په نړیواله کچه د روسيې له خوا د تر يرغل لاندې راغلي اوکراين پلويان ګڼل کيږي. په ناټو کې د غړيتوب يو عمومي شرط دا دی چې کانديد يا نوماند هېواد بايد په نړيوالو کړکېچونو او سرحدي شخړو کې ښکېل نه وي.

آ/ن. ص./خ. ح.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل