د ايران د دولتي تلويزيون په حواله د جيش العدل په نوم د جهادي ډلې جنګيالي خپله هم په دغه بريد کې وژل شوي دي. بريد د سيستان بلوچستان په نوم د سرحدي ولايت په راسک ښار کې رامنځ ته شوی دی.
دغه ولايت له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري چې ډېری اوسېدونکي يې د نورو ډېری ايرانيانو خلاف چې شيعه ګان دي، سني مذهبه دي.ایران له هوا څخه هوا ته د توغندیو ډرون مخ کتنه وکړه
په دغه سيمه کې د امنيتي ځواکونو او سني وسله والو او همداراز د مخدره توکو د قاچاقچيانو ترمنځ په وار وار نښتې کيږي.د آلمان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو پر څه خبرې وکړې؟
د جيش العدل په نوم وسله واله ډله وايي چې د بلوڅانو له پاره د زياتو حقونو او د ژوند د ښو شرايطو له پاره مبارزه کوي. دغې ډلې په تېرو څو کلونو کې هم پر ايراني امنيتي ځواکونو د بېلابېلو بريدونو پړه پر غاړه اخيستې ده.
ايران: د «ښځه، ژوند او خپلواکي» غورځنګ يو بې ساری کال د انځور په روايت
د اخلاقي چلن د پوليسو په زندان کې د ايرانۍ کردۍ مهسا امیني وژل کېدو د «ښځه، ژوند، خپلواکي» غورځنګ وزېږاوه چې د ایران تاریخ کې بې ساری دی او د ځپل کيدو پر هڅو سربيره هم د نړيوال پيوستون سره مخامخ شو.
انځور: UGCدا انځور د ۲۰۲۳ میلادي کال د سپټمبر په ۱۲مه د پلازمینې تهران پر يوه سړک اخیستل شوی دی. یو کال وړاندې د سپټمبر په ۱۳مه د چهارشنبې په ورځ ځوانه نجلۍ له خپلې کورنۍ سره تهران ته په سفر تللې وه، چې حقانې میترو ته څېرمه د ارشاد ګزمې يا اخلاقي چلن پولیسو ونېوله. په دې واټن کې ایران د ښځه، ژوند، خپلواکي ستر غورځنګ، سرکوبولو، نړېوال پیوستون او د جمهوري اسلامي حکومت د لا ډېر مشروعیت له منځه تلو شاهد شوی.
انځور: Morteza Nikoubazl/NurPhoto/picture allianceد ژينا مهسا مړینه او د اعتراضونو پيل
د ۲۰۲۲ میلادي کال د سپټمبر په ۱۴مه د چهارشنبې په ورځ د ژینا مهسا امیني په نوم د یوې نجلۍ انځور چې د روغتون په بستر کې کوما په حال کې اخېستل شوی، ټولیزو شبکو کې خپور شو. دغه انځور د خلکو غم او غوسه راوپاروله. د جمعې په ورځ ډاکټرانو ماشینونه بند کړل او مهسا امیني خپل ژوند له لاسه ورکړ. له همغې ورځې کسرا روغتون ته څېرمه واټونو کې تیت و پرک غونډې او پر معترضینو د امنیتي ځواکونو بریدونه پيل شول.
انځور: UGCد ژینا نوم سمبول شو، د «ښځه، ژوند، خپلواکي» غورځنګ زېږېدل
د ژینا مهسا مړی د سپټمبر ۱۷مه د شنبې پر ورځ د سقز سیمي په «آیچي» هدیره کې د زرګونو کسانو په شتون کې خاورو ته وسپارل شو. په دغو مراسمو کې ښځو هوا کې د خپلو څادرونو په څرخولو سره د «زن، ژوند، خپلواکي» شعارونه ورکړل، د ژینا مهسا امیني د قبر په شناخته په کردي ژبه لیکل شوي ول: «ژینا جانه ته نه مرې، نوم دې سمبول کیږي.»
انځور: Mukriyannewsagencyد سرتاسري اعتراضونو پيل او د اعتراض کونکو ځپل
د سپټمبر میاشتې په وروستیو درې ورځو کې د ایران بیلابیلو ښارونو کې لسګونه زره کسان د مهسا امیني د وژل کېدو په اعتراض واټونو ته راووتل. جمهوري اسلامي حکومت هم د معترضینو د ځپلو لپاره ټول وسایل وکارول.
انځور: UGCتر سل د ډېرو خبریالانو نېول
د سپټمبر په ۲۲مه د نیلوفر حامدي او یوه اونۍ وروسته الهه محمدي د ژینا مهسا د وژل کېدو خبر د پوښښ په اړوند د ارشاد ګزمې لخوا ونېول شوې. اطلاعاتو بنسټونو الهه محمدي او نیلوفر حامدي له بهرنیو هېوادونو سره په اړیکو تورنې کړې. د تهران د استان د ورځپانه لیکونکو ټولنې مدیره پلاوي مشر اکبر منتجبي ویلي دي: «څېړنې ښيي چې په تېر یو کال تر ۱۰۰ ډېر خبریالان نېول شوي دي.»
په ښوونځیو او پوهنتونونو کې اعتراضونه
محصلین په ځانګړي توګه د ښوونځیو زده کونکي د ښځه، ژوند، خپلواکي له غورځنګ سره یوځای شول. د څادرونو لرې کولو، ښځه، ژوند، خپلواکي شعارونو ورکولو، له درسي کتابونو د خامنه ای، او خمیني د انځورونو شکولو او اور ورته کولو سره یې خپل اعتراض څرګند کړ. د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې څو زده کونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: SalamPix/abaca/picture allianceپه چابهار کې پر یوې ۱۵ کلنې نجلۍ د یوه نظامي قوماندان تیري له امله بلوڅانو د سپټمبر په ۳۰مه د جمعې په ورځ د زاهدان په کوڅو کې اعتراضونه وکړل.. د پولیسو په ډزو کې لږ تر لږه ۱۰۸ کسان، ماشومان، ځوانان، سړي او ښځې ووژل شول.
انځور: UGC/AFPايراند مطبوعاتو آزادي