1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بودا مجسمه په خپل ځای کې راڅرګنده شوه، خو په مجازي ډول

۱۳۹۹ اسفند ۲۰, چهارشنبه

په باميان کې د بودا مجسمو د نړولو د شلمې کليزې په مناسبت، يو شمير خلکو او فرهنګيانو د «بودا سره شپې» په نوم يو مراسم ترسره کړل. په دغه پروګرام کې د پروجکتور په وسيله صلصال مجازي مجسمه په درې بعدي شکل سره وښودل شوه.

Afghanistan Bamiyan | Gesprengte Buddha-Statuen | Bamiyan-Tal
انځور: Xinhua/Latif/picture alliance

په باميان کې د بودا مشهورې مجسمې ۲۰ کاله مخکې د طالبانو له خوا تخریب شوې. تر شل کاله وروسته يو ځل بیا د دغو مجسمو د تر ټولو لوېې هغې بدنه، لږ تر لږه د څو شیبو له پاره په مجازي ډول په خپل ځای کې راڅرګنده شوه. د بامیان يو شمیر اوسیدونکو او فرهنګيانو د سه شنبې ورځې په ماښام، د صلصال دغې ۵۵ متره لوړې مجسمې د تخريب د شلمې کليزې په ویاړ د «يوه شپه له بودا» سره په نوم يو پروګرام جوړ کړی وو.

زهرا حسیني چې د پروګرام له سمبالوونکو څخه يوه ده، وايي: «موږ نه غواړو چې خلک هغه وحشتناک جنایت چې دلته تر سره شوی دی، هیر کړي.»

د دغه پروګرام ګډونواله، ۲۳ کلنه ګلثوم زهرا وويل: «دغه شيبې موږ ته هغه وخت رايادوي چې څه يو باارزښته خزانه مو له لاسه ورکړې ده.»

تر شل کاله وروسته يو ځل بیا د دغو مجسمو د تر ټولو لوېې هغې بدنه، د څو شیبو له پاره په مجازي ډول وښودل شوه انځور: AFP via Getty Images

د طالبانو له خوا په ۲۰۰۱م کال په بامیان کې د بودا د مشهورو او پخوانيو مجسمو تخریبول، له ځانه سره نړيوال غبرګونونه درلودل. په افغانستان کې د طالبانو د حاکميت په دوره کې د دغو مجسمو ړنګول، په دغه هیواد کې له اسلام څخه د مخه د شته کلتوري ميراثونو پر وړاندې د طالبانو د کمپاين يوه برخه وه.

سږکال په بامیان کې د يادو مجسمو د ړنګولو په یاد، دغه پروګرام په داسې وخت کې لمانځل کيږي چې اوس يو ځل بیا سیاسي واک ته د طالبانو د راګرځيدو خبرې کيږي چې يو شمیر افغانان ورته انديښنې لري.

ميرمن حسیني وايي: «موږ غواړو د خپلې راتلونکې په اړه او دا چې په راتلونکې کې به زموږ له کلتوري میراثونو سره څه کیږي، خپلې انديښنې بیان کړو. آیا تاريخ به بیا تکرار شي او پاتي تاريخي آثار به بیا د طالبانو افراطي ډلې لاس ته ولويږي.»

د بودا مجسمې د تخریب د شلم کال په مناسبت يو شمير خلکو او فرهنګیانو «بودا سره یوه شپه» په نوم پروګرام جوړ کړی ووانځور: AFP via Getty Images

طالبانو يو کال مخکې په قطر هیواد کې له امریکا متحده ایالاتو سره د سولې يو تړون لاسيک کړ چې په هغه کې د ۲۰۲۱م کال تر می مياشتې پورې له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو مشروط وتل راغلي دي.

د امريکايي ځواکونو د وتلو د مهالویش منتقدان له دې بابته انديښنه ښکاره کوي او وايي چې ښايي په اوږدمهاله کې به افغان امنيتي ځواکونه د امریکا متحده ایالاتو له ملاتړ پرته د طالبانو پر وړاندې د دفاع توان ونه لري.

دویچه وله د/م.ک.ص./ن.ز.

زموږ له آرشيف څخه د ۷ کاله مخکې يو انځوریز البوم: