1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سمڅو اوسیدونکي: طالبان موږ په زور کډې کولو ته اړ باسي

محمد اسحاق اکرمی | محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ مهر ۷, پنجشنبه

د بامیان ولایت په سمڅو کي اوسیدونکي د طالبانو له تریخ چلند څخه شکایت کوي او وايي چي په دې شنه یخ کي يې طالبان له سمڅو څخه کډي کولو ته اړ باسي، په داسي حال کي چي موږ بله سرپناه نه لرو.

Afghanistan Bildung l Kurs in Bamyan
انځور: Fereshteh Ahmadi

په بامیان ولایت کي د بودا ویجاړي سوي مجسمې ته څېرمه ۲۵۰ کورنۍ له ډېرو کلنو راهیسي د غربت او سرپناه د نستوالي له امله سخت ژوند کوي، هغوی اوس د طالبانو له تریخ چلند څخه شکایت کوي. 
د میدان وردګ ولایت د بهسود ولسوالۍ یوه اوسیدونکې بېګم، درې کاله کېږي چي د ډېري بېوزلۍ او بېځايي له لاسه د بامیان په یادو لرغونو سمڅو کي اوسي. هغه  وايي:«طالبان موږ ته وايي، ووزئ! او که تاسو و نه وتلاست، بیامو د ټوپک په زور باسو.»

د سلواکیا څېړونکي په بامیان کې پر حشراتو څېړنه کوي

یو کال کېږي چي د دې څلوېښت کلني معتادي ښځي مېړه ورک دی، دا په یوه سمڅه کي اوسي د خپلو پنځو سرو اولادونو  مسؤلیت ور په غاړه دی، نوموړې وايي: «د ډوډۍ غم لږ ؤ، چي اوس بیا د ځای غم هم را پر سر سو، په دې یخ کي چیري ولاړ سوو؟»

په بامیان کي د طالبانو لخوا ویجاړه سوې د بودا مجسمه انځور: Saifurahman Safi/XinHua/dpa/picture alliance


په اوښکو ډکو سترګو يې راته وویل چي په دې شنه ژمي کي د اوسیدو ځای نه لري او که له دې سمڅي و ایستل سي، نو اولادونه به يې له یخنۍ څخه مړه سي.
د صلصال بودا او شهمامه ته څېرمه ۱۲ زره لرغوني بودايي سمڅي سته، چي د بېلا بېلو ولایتونو یو زیات شمېر وزګار، فقیران او بې سرپناه کورنۍ دلته د ژوند شپې سبا کوي. 
مخکني حکومت یادو ۲۰۰ بې وزلو کورنیو ته د ۲۰ همکارو مؤسسو په مرسته یوشمیر مځکي وېشلې او ټاکل سوې وه، چي د ۲۵۰ نورو کورنیو له پاره هم کورونه چمتو کړي ترڅو د سمڅو لرغونې سیمه ښه ساتل سوې وي.

 د بامیان لرغوني سمڅې، اوس پر نشه د روږدو کسانو پر هستوګنځي اوښتي

عبدالعظیم له تیرو ۶۵ کلنو راهیسي په یادو سمڅو کي ژوند کوي. هغه وايي: «طالبانو موږ ته ۱۰ ورځي وخت راکړی دی، چي له سمڅو ووزو او که چیري ونه وتلو، نو په زور مو شړي.»

افغانه میرمن له خپلو اولادونو سره انځور: Mahsoud Ekhtiyari

نوموړی وايي، مخکني حکومت له دوی سره د مځکو د وېش ژمنه کړې وه، خو د کورونو او مځکو له وېش ترمخه طالبان واکمن سول. 
د لرغونتیا له مخي یادي سمڅي سرې کرښي دي، چي باید یوازي فرهنګي میراثي سیمه وساتل سي، نور هیڅوک حق نه لري چي دلته خټي وکړي. 
د طالبانو د سیمه ایزي ادارې مسؤلان بیا وايي، له سمڅو څخه د کورنیو په زوره شړل تشه اوازه ده، یوازي یوه ستونزه پېښه وه چي ډېر ژر به حل سي. 
په بامیان کي د طالبانو والي عبدالله سرحدي په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «دوه کسان سمڅو ته ورغلي ول، د هغه ځای اوسیدونکي يې تهدید کړي ول چي له دې ځایه ووزي، تر دوو ورځو پوري دا مشکل حلیږي.»

بامیان تاریخي ولایت انځور: Delphine Renou/Wostok Press/picture alliance

خو فرهنګي کارپوهان بیا وايي، دا د هیواد تاریخي او لرغونې سیمه ده او باید په کلکه يې ساتنه وسي.
د مخکني حکومت د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرست او فرهنګي کارپوه محمد قاسم وفايي زاده واييچي له ډېره وخته په یاده سیمه کي بې وزلي کورنۍ اوسي او په دې شنه ژمي کي به يې له کورونو ایستل یوه انساني فاجعه رامنځته کړي. 

بامیان: د پسرلي په وروستۍ ورځ واورې بزګران اندیښمن کړي

وفايي زاده زیاتوي: «له دې څخه ماسوا، چي یادو کورنیو ته د اوسیدو بل ځای پیداسوی نه وي، له دې ځایه د دوی په زوره شړل وچ زور دی چي بېله بدبختۍ، بېځایي او بې وزلۍ څخه بله پایله نه لري.»

په بامیان کي د بودا مجسمه، له ویجاړېدو ترمخه انځور: AP

د وفايي زاده په خبره، د بامیان په دره کي هره سمڅه لرغونې او تاریخي ارزښت لري، نو ښه خبره داده، چي د یادو سمڅو اوسېدونکو ته د اوسیدو یو بل ځای په پام کي ونیول سي. 
په بامیان ولایت کي په لسهاوو تاریخي او لرغوني سیمي سته، په ۲۰۰۳م کال کي د بامیان ۸ سیمي د ملګرو ملتونو د علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان یا «یونیسکو» له لوري له خطر سره د مخامخ سیمو په نامه ثبت او راجستر سوي دي. 

په بامیان کې د شاتو مچیو روزنه کې د پام وړ ډیرښت راغلی

04:45

This browser does not support the video element.