1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا طالبانو د ښځو له خوا د ښځو غږ اورېدل منع کړي؟

۱۴۰۳ آبان ۱۰, پنجشنبه

د ښځو د غږ اوریدو په هکله د طالبانو د امر باالمعروف وزیر ته د منصوب غږ خپریدو غبرګونونه را پارولي دي. طالبانو په دې هکله دویچه ویله ته ویلي دي چې د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي غږ تحریف شوی دی.

حنفي په دې هکله استدلال کوي چې کله چې یوه بالغه ښځه د لمانځه پرمهال وي، او مخ ته یې بل څوک تیریږي نه شي کولی چې نورو بالغو ښځو ته الحمد الله او یا سبحان الله ووايي
د ښځو د غږ اوریدو په هکله د طالبانو د امر باالمعروف وزیر ته د منصوب غږ خپریدو غبرګونونه را پارولي دي.انځور: AHMAD SAHEL ARMAN/AFP/Getty Images

د طالبانود امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وزیر ته منصوف هغه غږیز کلیپ چې د دغه وزارت له لوري خپور شوی دی او پکې د دغه وزارت وزیر خالد حنفي، ادعا کوي چې د یوې بالغې ښځې له خوا د بلې بالغې ښځې غږ اوریدل هم ممنوع دي، جنجالونه را پارولي دي.

او که چیرته نارینه له دغه وضعیت سره مخامخ شي نو دوی بیا په لوړ غږ دغه کلمات ویلی شي.

د حنفي دغو څرګندونو د نورو ترڅنګ د بخښنې د نړیوال سازمان غبرګون هم را پارولی دی. د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې پر ښځو محدودیتونه داسې مهال ډیریږي چې په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو حقونه په مخ پر ډیریدونکي ډول له بریدونو سره مخامخ دي چې د دوی د ژوند په ټولو برخو کې یې اغیز لرلی دی.

دغه نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې ټول هغه اقدامات او احکام چې د ښځو او نجونو بشري حقونه نقض کوي، په سملاسي ډول بیرته لغو کړي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر د افغانستان په ختیځ کې یوه غونډه کې ویلي چې ټولې ژمنې او دغه قوانین به په تدریجي ډول عملي کوي. د بالغو ښځو له خوا د ښځو د آواز اوریدو په هکله د خالد حنفي دغه څرګندونې د ډیری رسنیو له خوا د بالغو ښځو د اواز اوریدو د ممنوعیت په توګه تعبیر شوي چې له کبله یې تند غبرګونونه هم را پاریدلی دي.

په عین وخت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وازرت ویاند، سیف الاسلام خیبر، ویلي چې رسنیو د خالد حنفي خبرې تحریف کړي دي. نوموړي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «رسنیو په دغه کلیپ [غږیز فایل] کې تحریف کړی دی. وزیر صاحب ویلي چې کله چې یوه ښځه د لمانځه پرمهال وي او بل څوک یې له مخې تیر شي، دغه ښځه د منع کولو په نیت هغه کس ته د الحمد الله یا سبحان الله غږ نه شي کولی.»

طالبانو د روان میلادي کال د اګست میاشتې پر ۲۱مه نیټه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په تړاو خپل یو نوی قانون خپور  کړ چې په هغه کې د نورو مواردو سربیره د ښځو غږ هم عورت ګڼل شوی دی. دغه قانون هم پر نورو سربیره د ملګرو ملتونو او یو شمیر هیوادونو له لوري له غبرګون سره مخامخ شوی دی.

آیا د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ لا پسې سختیږي؟

03:56

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب