په غزني ولایت کې له دې وروسته تر ۱۸ کلنۍ کم عمره کسان د ترافیکي قوانینو له مخې موټر نه شي چلولی. د غزني ولايت د ترافيکو مديريت ویلي چې د سرغړونې په صورت کې به موټرې ضبطيږي او په ضمانت سره به بيرته سپارل کيږي.
اعلان
د غزني ولایت د ترافيکي مديريت له خوا ويل شوي چې له ۱۸ کلونو څخه کم عمره کسان د موټر چلولو حق نه لري او که چیرې کم سنه کسان د موټر چلولو پر وخت د ترافیکو له خوا وپېژندل شي نو دوی به متوقف شي او موټرونه به یې تر هغه پورې ضبط شي ترڅو چې یې د کورنۍ مشران په دغه مدیریت کې تضمین وکړي چې په راتلونکو کې به پر ماشومانو د موټرچلولو بندیز ولګوي.
د غزني ولایت د ترافیکو مدیر حکمت مسعود له دویچه وله سره په خبرو کې وویل چې دوی د غزني ولایت په خلکو غږ کوي چې له ۱۸کلونو څخه کم عمره ماشومان موټر چلولو ته پرې نږدي. نوموړي زياته کړه: «په غزني ولایت کې موږ په خپلو خبرپاڼو کې هم له خلکو سره دغه موضوع شریکه کړې چې هغه تر اتلسې کلنې کم عمر لرونکي نه شي کولی په ښار او واټونو کې موټر وچلوي ځکه د حادثو لامل کېدای شي.»
حکمت مسعود په خپلو خبرو کې زیاتوي چې په غزني ولایت کې یې زيات شمیر کم عمره ماشومان د موټر چلولو په حالت کې نیولي او له کورنيو څخه یې په ليکل شوي بڼه د ضمانت تر اخیستل کيدو وروسته چې هغوی له په راتلونکي کې ماشومان له موټر چلولو منع کوي، دغه کم سنه ځوانان بیرته خوشې کړي دي.
د غزني د اوسيدونکو غبرگون
د غزني ولایت اوسيدونکي د ترافیکو له دغې پرېکړې هرکلی کوي او د ماشومانو موټر چلول په ښار او یا واټونو کې یو لوی ګواښ بولي.
فرید د غزني ولايت دی په دې اړه وایي چې د ترافیکو پر قوانینو سر خلاصول ساده کار نه دی او که ماشومان يا کم سنه کسان موټر وچلوي نو د دې ترڅنګ چې دوی به خپل ژوند ته ګواښونه پیښ کړي نور موټر چلوونکي او سپاره به هم له خطرونو سره مخ کړي.
نوموړي زياته کړه: «د موټر چلولو د سند د اخيستو پر وخت هر کس دری څلور ځله ناکام پاته کیږي ځکه دا اسانه کار نه دی خو که هغه کسان چې هیڅ د ترافیکو په قوانینو یې سره نه خلاصیږي، دغه کار وکړي نو ډیر خطرونه ورته پیښيدلی شي.»
دا په داسې حال کې ده چې په تیرو کالونو کې په غزني ولایت کې د ماشومانو يا هغو کسانو چې قانوني سن ته نه وي رسيدلي، موټر چلول یو عادي کار بلل کېده.
محمد کریم چې خپله هم په ترافیکي کورسونه کې د موټر چلونې جواز د ترلاسه کولو له پاره زده کړي کوي، وایي:
«ما مخکې له دې چې دغه کورسونه تعقیب کړم ډیر ټرافیکي قوانین ترپښو کول ځکه نه پوهېدم او هر وارې به نورو موټرچلوونکو ماته بدرد ویل خو زه نه پوهېدم چې زما تیروتنه څه ده. نو دغه ماشومان هم په هیڅ نه پوهیږي او وارخطا کیږي هم.»
تر اوسه په غزني ولایت کې نږدې ۵۰ تنه تر ۱۸ کالونو کم عمره کسان د موټرچلولو په وخت نیول شوي او موټرونه یې ترافیکي مدیریت له خوا د دوو او یا دریو ورځو لپاره متوقف شوي خو د کورنۍ له خوا تر ژمنې وروسته بیرته ازاد شوي دي.
محمد ميرويس اسلمي/ غزني
زموږ له آرشیف څخه:
ښځي او د موټر ځغلولو سيالي
صوفیا فلورش ۱۷ کلنه ده او تیزرفتاره موټر ځغلوي. هغې د چین په ماکاو کي د فورمل ۳ په نامه موټر ځغلولو سیالۍ کي سخت ټکر وکړ، خو ژوندۍ پاته سوه. د هغې په نظر ښځي هر څه کولای سي، خو په لوړو سیالیو کي برخه نه اخلي.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Inderlied
په ماکاو کي د یکشنبې د ورځي پیښه
دا چي دغه ټکر څنگه رامنځته سو، لا معلومه نه ده.اخیستل سوي عکسونه او ویډیو گانی ښيي چي څنگه د صوفیا فلورش سپورټي موټر چي په ساعت کی ۲۵۰ کیلومتره روان وو، له مځکي څخه پورته او لکه یو راکټ، پرته له بِریک نیولو د سړک د غاړي له اوسپنیز دیوال سره ټکر سو. په داسي حال کي چي د دوشنبه په ورځ په ساعتونو تر عملیات لاندي وه، وروسته يې پر تویتر لیکلي وه :«ما غوښتل چي ټوله په دې پوه سي چي زه روغه یم».
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Wong
ځوانه او تیزه
د فلوش د مغزي اوه شمزۍ ماتي دي. دغه ۱۷ کلنه د موټر ځغلولو پر وخت ځان له ډیر خطر سره مخامخ کوي او د یوې عصبي موټر ځغلونې په توگه جزايي سوې هم ده. د موټر ځغلوني د برخې کمیساران ټوله حیران دي چی یوه ښځه څنگه کولای سي دومره تیز موټر وځغلوي.
انځور: picture-alliance/Hoch Zwei
د موټر ځغلونی قوي جوړه
سوزي او توتو وولف. دا لا تر اوسه یوه امتحاني موټر ځغلوونکې او دی بیا د مرسيديز سپورتي موټرانو مشر دی. سوزي او وولف د ښځو او ځوانو نجونو د راجذبولو له پاره یو بڼسټ جوړ کړی دی. هغوی د مثال په ډول بریتانيا ته سفر کوي او مکتبونو ته ځي تر څو کوچنیان موټر ځغلونې ته وهڅوي.
انځور: Imago/HochZwei
په ماسیراتي موټر کي سگرټ څکول
ماري تیریسا غوښتل چی تل د خلکو د توجه وړ وي، نو له همدې کبله به يې د موټر ځغلولو پر وخت سگرټ هم څکاوه. خو په ۱۹۵۸م کال کی هغې ته د موټر ځغلولو په ځینو سیالیو کي اجازه ورنکړل سوه، ځکه چي موټر به يې ډیر تیز چلاوه. وروسته هغې په خپله هم له موټر ځغلونی لاس واخیست، دا ځکه چي په دغه لار کي یی ډیر دوستان مړه سول.
انځور: picture-alliance/empics
مونیشا کالتن بورن. د موټرځغلوني ټیم مشره
کلونه کلونه دغي اطریشۍ ته چي په هند کي زیږیدلې ده، د موټر ځغلوني په برخه کي د یوې مهمې ښځي په سترگه کتل کیدل. هغې د پیتر زاوبر په نامه نارینه وو ټیم کي تر هغه وخته پوري مشرتوب کاوه، ترڅو پر لانگ بو کمپنۍ باندي وپلورل سو ، نو کالتن بورن هم له کاره وایستل سوه.
انځور: picture-alliance/Hoch Zwei
زابینه کیم به تل د هغه په څنگ کي وه
هرهغه ژورنالیست چي به یې غوښتل له اوه ځلي نړیوال اتل میشایل شومخر سره خبري وکړي او یا يې عکسونه واخلي نو اول به له زابینه کیم سره مخامخ کیدل. د رسنیو مشره او وروسته د هغه منیجره په دې برخه کي چي د شومخر انځورونه دي عامه محضر ته وړاندي سي، ډیره سخت گیره وه. د شومخر د سکی وهلو تر غمجني پیښې وروسته د هغه یو عکس هم تر اوسه نه دی خپور سوی.
انځور: Imago/HochZwei
ایلن لوهر، د هوکن هایم رینگ اتله
ایلن لوهر د څه د پاسه ۲۵ کلونو راهیسي، د موټر ځغلونی په برخه کي فعاله ده. دا د ۱۹۹۲م کال انځور دی، کله چي هغې په هوکن هایم رینگ سیالیو کي لوی بریالیتوب تر لاسه کړ. په څوارلس کلنۍ يې د موټر ځغلولو ساده لوبي پیل کړې او وروسته يې د ریلی ډاکار په سیالیو کي برخه اخیسته.
انځور: Imago/teutopress
یوتا کلاین شمیت، د ریلې موټر اول لمبر چلوونکې
د نړیوالو په نظر هم یوتا کلاین شمیت یوه بریالۍ موټر ځغلوونکې ده او تر اوسه پوري یوازینۍ ښځه وه چي ښايي په ۲۰۰۱م کال کي یې د ریلې ډاکار سیالي چی ډیره اوږده او سخته وه، گټلې وای. دغي ۵۶ کلنې وروسته د هیلیکوپتر لیسانس واخیست او له جوی کیلی سره يې د امریکا سفر وکړ.
انځور: picture-alliance/ZB/B. Pedersen
کارمین جوردا، د ښځو له پاره فورمل یو؟
همدارنگه هسپانوۍ موټر ځغلوونکې کارمین جوردا هم خپل ځان مشهوره کړ. د هغې وړاندیز دادی چي د ښځو له پاره دي د موټر ځغلولو یوه جلا صحنه رامنځته سي. د هغې په نظر، ښځي له روانی لحاظه نه سي کولای له نارینه سره سیالي وکړي. جوردا دا خبره په تویتر کي هم لیکلې ده.
انځور: Imago/Crash Media Group
گروپي عکس، د هغوی شمیر مخ پر زیاتیدو دی
تر اوسه لا د فورمل یو، چلوونکې معلومه نه ده. خو د موټر ځغلونی په برخه کي د هغو شمیر مخ پر زیاتیدو دی. کلییر ویلیم چي د فورمل یو موټر ځغلونکي، گورو فرانک ویلیم لور ده، د خپل پلار د ټیم مرستیاله ده. په ۲۰۱۴م کال کي د دغه موټر په نندارتون کی امتحاني موټر ځغلوونکې سوزی هم حاضره وه.