1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د تايلند پاچا له آلمانه خپل هيواد اداره کوي؟

۱۳۹۹ آبان ۷, چهارشنبه

په داسي حال کې چې په تايلند کې خلک د اصلاحاتو له پاره سړکونو ته راوتلي دي، د دغه هيواد پاچا ډېر وخت د آلمان په بايرن ایالت کې تيروي. دلته دا پوښتنه راپيدا کيږي چې آیا هغه حکومتي چارې له دې ځايه پر مخ وړي؟

Thailand | König Maha Vajiralongkorn und Königin Suthida
انځور: Wason Wanichakorn/dpa/picture-alliance

پر بنکاک بايرن ته لومړيتوب: د تايلند پاچا مها واجير لانګ کارن ډېر وخت په بايرن ايالت کې په خپله ويلا چې په توتزيګ سيمه کې د ستامبيرګر جهيل پر غاړه پرته ده، تیروي. نوموړي د روان ميلادي کال په سر کې په آلمان کې د کرونا د قيوداتو پر وخت ځيني وخت په يوه عصري هوټل کې هم شپې او ورځې تیرولې.

دې کار يو زيات شمير تايلنډي وګړي په غوسه کړي دي. دلته د لانجې تر ټولو مهم ټکي دادي چې آیا نوموړې له آلمان څخه حکومتي چارې پر مخ وړي او که څنګه؟

په همدې ورځو کې په تايلند کې د آلمان د سفارت مخې ته تر زرو زيات مظاهره کوونکي راټول شوي ول او د آلمان سفیر ګيورګ شمت ته یې يو ليک وسپاره.

مظاهره کوونکي له آلمانه غوښتني لري

په دې ليک کې له آلماني چارواکو غوښتنه شوې چې وپلټي چې آیا نوموړی پاچا خپلې چارې له پردۍ خاوري يعني آلمانه پر مخ وړي؟ دا به د نه مداخلې له اصول څخه سرغړونه وي. په بنکاک کې د آلمان سفارت ته په سپارل شوي ليک کې زياته شوې چې دا بايد و پلټل شي چې پاچا هغه سياست چې په تايلند پوري اړه لري، د آلمان له خاورې پر مخ وړي.

د آلمان حکومت هم د دغه پاچا کړنې ته د انتقاد په سترګه ګوري. د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس د تايلند پاچا مها واجير لانګ کارن ته د دې د ثابتيدو په صورت کې چې نوموړي په بايرن کې د خپل قيام سره له قانونه سرغړونه کوي، د پايلو ګواښ کړی دی.

پاچا تر نظر لاندي ساتل کيږي

هايکو ماس په برلين کې وويل: «واضح ده چې زه به په آلمان کې د تايلند د پاچا پر کړنو نظر ولرم.» هغه زياته کړه: «دلته د هغه قيام په «دوامداره توګه» ارزول کيږي. او که چیرې داسې څه وموندل شي چې له قوانينو سره په ټکر کې وي نو دا به د نوموړي له پاره سملاسي پایلې ولري.»

په تاېلند کې مظاهره کوونکي د لومړي وزير پرايون چان اوچا د استعفا غوښتنه کوي او د پاچا د نقش په اړه د يوې آزادي مباحثې غوښتونکي هم دي. د جنوب ختیځې آسيا په دغه هيواد کې پر شاهي کورنۍ انتقاد يو تابو يا منع شوې موضوع ده. د پاچا د ساتنې يو قانون هغه او يا یې د کورنۍ غړيو ته د سپکاوي يا ښکنځل په صورت کې د اوږدې مودې د بند سزاوې په نظر کې لري.

په دې وروستيو کې پر دريو فعالانو «د ملکې پر وړاندي د زور زياتي» په تور د اقامې دعوا شوې ده. دغه فعالانو کله چې يې پر وړاندې د ملکې کاروان تیريده، د احتجاج د سمبول په توګه خپلې درې ګوتې پورته کړي وې. ياد فعالان د عمري بند د سزا له ګواښ سره مخ دي. تر دې پېښې وروسته يو شمير نور مظاهره کوونکي هم نيول شوي دي.

پر مظاهرو بندیز

په تايلند کې له څو مياشتو راهيسې د روانو ديموکراسۍ پلوه مظاهرو له کبله لومړي وزير پرايون د بيړني حالت قوانين غځولي ول خو تیره اوونۍ یې دغه قوانين بيرته لغوه کړل. تر دې د مخه پر مظاهرو د بندیز سربیره هم هره ورځ په زرونو احتجاج کوونکي سره راټوليدل. د يکشنبې په ورځ هم په بنکاک کې په زرونو انسانان سړکونو ته وتلي ول. خو حکومتي مشر يو وار بيا ټینګار کړی دی چې هغه به له دندې ګوښه نه شي.

(AG) ب.ص/ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب