په بنګله ديش کې چارواکو ويلي دي چې د اورلګيدنې په دې پېښه کې ۳۷ کسان وژل شوي او تر ۷۲ ډېر ټپيان دي.
د فرانسې خبري آژانس ويلي دي چې د ژغورنې عمليات روان دي او د اطفایې خدماتو او غوټه وهوونکو په اوبو کې لټون پېل کړی دی.
پېښه د جمعې په سهار په سوګاندها سيند کې جالوګاتي ښارګوتي ته څېرمه رامنځته شوې ده. دغه ښارګوټی له پلازمینې ډهاکه څخه د ۲۵۰ کیلومترو په واټن کې پروت دی. د چارواکو په وينا اور ښایي د کښتۍ د ماشين په خونه کې لګيدلی وي چې ډېر ژر د کښتۍ نورو برخو ته خپور شو. د اورلګيدنې علت تر اوسه نه دی معلوم.
دا ډول پېښې مخ پر ډیريدو دي
د چارواکو په حواله دې کښتۍ د ۳۱۰ کسانو ظرفيت درلود خو تر۵۰۰ ډېر پکې سپاره ول. زياتره مسافرو له اوره د ځان ژغورولو په موخه اوبو ته لوېدلي او په لامبو يې د سيند غاړې ته ځانونه رسولي دي.
د پوليسو مشر معين الاسلام وويل: «موږ په باريسال کې تر سلو ډېر کسان چې سوځيدلي ول، روغتونونو ته وليږدول.»
يوه سيمه ایز چارواکي وويل چې کښتۍ د سيند پر غاړه پراته يوه کلي کې لنګر اچولی وو او د اور خاموشه کولو یې کابو دوه ساعته وخت ونیو.
يوه ژغورل شوي کس د باريسال د پوهنتون په روغتون کې د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «کله چې اور خپور شو نو ډېر خلک د ځان ژغورنې له پاره په منډو شول. ډېرو خلکو و نه شوای کړای چې له خپلو کابينونو راووځي ځکه چې هغوی بيده ول. ډېرو سيند ته ځانونه واچول.«
کښتۍ په بنګله ديش کې د ترانسپورت يوه ستره وسیله ده چې له لارې یې خلک د هيواد په کابو ۱۳۰ دېرشو سيندونو کې سفرونه کوي. په دې وروستیو کې ورته حادثې ډېرې شوي دي چې علت یې په کښتيو له ظرفيت څخه د ډېرو کسانو سپريدل او ضعيف قوانين دي.
تېر کال ډهاکه ښار ته څېرمه يوه کښتۍ تر ټکر وروسته غرقه شوه چې لږ تر لږه ۲۲ کسان پکې ووژل شول. په ۲۰۱۵م کې ۷۸ کسان هغه وخت ووژل شول چې يوه له حده ډکه کښتۍ له يوې بار وړونکې بيړۍ سره وجنګيده.
ب. ص/ ن.ز (AFP)
زموږ له آرشیف څخه:
په سویلي آسیا کې د سمندري بیړیو هدیره
په هند او بنگله دیش کې سمندري کښتۍ او بېړۍ پرزه کيږي. د بیړیو د پرزه کولو پر مهال کارگرو ته نه کوم حفاظتي تدابیر په پام کې نیول کیږي او نه چاپیریال ساتنې ته پام اړول کیږي. انځورونه ئې دلته کتلای سئ.
انځور: Tomaso Clavarinoدغه انځور د بنگله دیش د چټاگونگ ښار کې د سمندري کښتیو د پرزه کولو د یوه مرکزی دی. په دغه برخه کې یو پر څلورمه برخه کارکوونکو عمرونه تر اتلسو کلونو کم دي. په دغه ځای کې نه کارگرو ته کوم خونديتوب ورکول کیږي او نه د چاپیریال ساتنې په هکله فکر کیږي. د بنگله دیش حکومت هم دې ته خپل پام نه اړوي.
انځور: Tomaso Clavarinoد ځوانانو او کم عمره ماشومانو څخه زیات کار اخیستل کیږي او د نورو په پرتله ورته معاش یا ورځنی مزد هم کم ورکول کیږي.
انځور: Tomaso Clavarinoد خرابه شوو سمندري بیړیو او کښتیو د ټوټه کولو له پاره سختو حفاظتي تدابیرو ته اړتیا وي. کارگرو ته ځانگړې خولۍ، عینکې او بوټان باید ورکړل شي، خو دغه کار په هند او بنگله دیش کې نه تر سره کیږي. د کښتیو د ټوټه کولو په مرکزونو کې د کارگرو ټپي کیدل ورځنی معمول دی.
انځور: Tomaso Clavarinoشیخو، د چټاگانگ په یوه روغتون کې تر تداوۍ لاندې دی. دی هغه مهال وسوځید، چې د یوې سمندري بیړۍ د ټوټه کولو په وخت اور ولگید.
انځور: Tomaso Clavarinoادریس یو وخت د کښتیو د ټوټه کولو صنعت سره تړلی وو. په یوه پیښه کې هغه خپله پښه د تل له پاره له لاسه ورکړه.
انځور: Tomaso Clavarinoد بیړیو د ټوټه کولو له صنعت څخه یوازې کارگر نه اغیزمنیږي، بلکې د شا او خوا سیمو اوسیدونکي هم له ستونزو سره لاس او گریوان دي. له کاره لویدلو بیړیو څخه بهیدونکي تیل تر ځمکې لاندې د اوبو زیرمې ککړې کړي دي. د ویلډنگ یا فلز کارۍ لوگی هوا هم ډیره ککړه کړې ده.
انځور: Tomaso Clavarinoپه کومو سیمو کې چې د بیړیو هدیرې دي، د هغو سیمو د چاپیریال نظام گډ وډ شوی دی. نه اوس هلته کر کیله کیږي او نه پکښې کبان نیول کیدای شي.
انځور: Tomaso Clavarinoد هند په گجرات ایالت کې د «آلنگ» شپ بریکینگ یارډ یا د کښتیو د ټوټه کولو ځای ته د نړۍ په کچه د سمندري بیړیو ستره هدیره ویل کیږي. په دغه ځای کې کابو ټول کارکوونکي د هند له شمال سره تړاو لري. دغه خلک په ډیر عادي ځایونو کې اوسیږي. ویل کیږي چې له ۲۰۰۹م کال راهیسې په آلنگ کې له ۲۶۰۰ څخه زیاتې سمندري کښتۍ ټوټه کړی شوي دي.
انځور: Tomaso Clavarinoپه آلنگ کې د دغو کارگرو کورونه ډیر کوچني دي. په دغه کورونو کې نه د اوبو بندوبست شته او نه د بریښنا.
انځور: Tomaso Clavarinoد سخت باران په صورت کې کارگر کار پریږدي. د کوم حفاظتي تدابیرو پرته دغه کسان د یوې زړې کښتۍ یوه څنډه کې راغونډيږي.
انځور: Tomaso Clavarinoد سمندري بیړیو دغو هدیرو ته خلک یوازې د کار کولو له پاره نه ورځي، بلکې ډیر شمیر سیلانیان هم له دې سره لیوالتیا لري چې د کښتیو د ټوټه کیدو صحنې وویني او د هر پړاو انځورونه واخلي.
انځور: Tomaso Clavarino