1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

بنګله دېش: په هند کې د شل اوریز نړېوال جام لوبې نه کوو

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ دی ۱۴, یکشنبه

بنګله دېش نن اعلان وکړ چې په هندوستان کې ېې د کریکټ شل اوریز نړېوال جام سیالۍ نه کوي. بنګله دېش د کریکټ له نړېوالې شورا رسمي غوښتنه کړې چې د دغه تورنمنټ هغه لوبې ېې چې په هند کې پلان شوي سریلانکا ته واړوي.

د بنګله دېش د کریکټ ملي ټيم دوه لوبغاړي د ۲۰۲۵ کال د پنځوس اوره نړېوال جام په یوه سیالۍ کې
بنګله دېش نن د جنوري ۴مه اعلان وکړ چې په هندوستان کې ېې د کریکټ شل اوریز نړېوال جام سیالۍ نه کويانځور: AFP

بنګله دېش دغه خبره وروسته له هغې کړې چې هندوستان تېره ورځ د بنګله دېش یو لوبغاړی د هند له غوره لیګ (آی پی ال) څخه وښکه. 

په پام کې ده د کریکټ شل اوریز نړېوال جام سیالۍ د فبروري میاشتې په ۷ پیل شي چې کوربه هېوادونه ېې هندوستان او سریلانکا دي. د بنګله دېش څلور لوبې په هندوستان کې پلان شوي، خو اوس ېې ويلي چې نه غواړي لوبې ېې په هند کې وکړي.

د هندوستان او بنګله دېش تر منځ سیاسي اړيکې تېرکال په ډهاکه کې د بنګله دېش د پرځول شوې صدراعظمې او د نوي ډیلې د نژدې متحدې، شیخ حسینه، پر ضد د پراخو اعتراضونو وروسته خرابې شوي دي.

د بنګله دېش کریکټ بورډ د یکشنبې په ورځ (د جنوري ۴مه) تر یوه بېړنۍ ناستې وروسته د کریکټ له نړېوالې شورا «په رسمي توګه وغوښتل» چې په هندوستان کې ېې پلان شوې لوبې سریلانکا ته واړوي.

د بورډ په اعلامیه کې ویل شوي چې «د بورډ مشرتابه پرېکړه کړې چې د بنګله دېش ملي ټیم به د اوسنیو شرايطو پر اساس، په ټورنمنټ کې د لوبېدلو له پاره هندوستان ته سفر ونه کړي.»

نور ولولۍ: د کریکټ نړېوال جام؛ هند او پاکستان په یو ګروپ کې دي خو لوبې به چېرته کوي؟

اعلامیه وايي چې دغه پریکړه د لوبغاړو «د خوندیتوب او امنیت په تړاو د مخ په ډېرېدونکو اندېښنو» او د خپل حکومت د سپارښتنې پر اساس کړې ده.

د آي پي ال ټيم، کولکته نایت رايډرز، د شنبې په ورځ د هندوستان د کریکټ بورډ ادارې په سپارښتنه د بنګله دېش تېز توپ اچونکی مصطفيض الرحمان پرېښود. د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، دغه اقدام د دواړه ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سیاسي مناسباتو د خرابېدو له کبله شوی دی.

پاکستان بل هېواد دی چې د کریکټ په شل اوریز نړېوال جام ټورنمنټ کې ېې خپلې لوبې په هندوستان کې نه کوي. هند او پاکستان به د شوې هوکړې مطابق خپلې لوبې د دریم ګړي او ناپیلې هېواد سریلانکا په لوبغالو کې کوي.

افغانستان به هم په دغه تورنمنټ کې ولوبیږي. د افغانستان کریکټ بورډ د ۲۰۲۶ شل اوريز نړېوال جام تورنمنټ له پاره خپله لوبډله د راشد خان په مشرۍ اعلان کړې. د بورډ په اعلامیه کې راغلي چې افغان لوبغاړي د دغه تورنمنټ په «څلورم ګروپ کې له سویلي افریقا، نیوزیلنډ، متحده عربي امارات او کاناډا» سره دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب