له تاوتریخوالي او ناکرارۍ سره مخامخ دغه اسیایي هیواد کې د وضعیت لا پسې خرابیدو اندېښنه رامنځته شوې ده. له استعفا ورکولو وروسته له هیواده تښتیدلې پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د سه شنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړې ده، چې په هغې کې یې له ولس څخه د اګست پر ۱۵ د خپل پلار د تلین لمانځلو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې موقتي حکومت بیا د اګست د پنځلسمې ملي رخصتۍ د لغوه کولو پریکړه کړې ده.
شیخ حسینه خلکو ته ویلي دي چې د اګست ۱۵ د دې د پلار او د بنګله دیش د بنسټ ایښودونکي شیخ مجیب الرحمان د وژل کیدو د «ملي ماتم ورځې» په توګه ولمانځي او د بنګ بندهو د یادون په موزیم کې دې د درناوي په موخه د ګلانو ګیډۍ کیږدي.
د شنونکو په باور د هغې له دې اعلان سره په ډهاکه کې د احتمالي مخامخ کیدنې فضاء رامنځته شوې ده.
په بنګالي ژبه د حسینه پيغام په امریکا کې میشت د هغې زوی سجیب واجد جوئی، په ایکس شبکه کې خپور کړی دی.
د احتجاج په نوم د بربادۍ نڅا د بنګله دیش لیري کړای شوي لومړۍ وزیرې له ډاکا څخه له وتلو وروسته په خپلو لومړیو څرګندونو کې شورشیانو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه. نوموړۍ د خپل پلار شیخ مجیب الرحمان د مجسمې ماتولو په تړاو د عدالت غوښتنه کړې ده.
د بنګله دیش لیري کړای شوې پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه اوس په هند کې شې ورځې تیرويانځور: Mohammad Ponir Hossain/REUTERS د پوځي بغاوت په ترڅ کې خپل پلار او نورو وژل شوو عزیزانو ته د درناوي مراتبو تر وړاندې کولو وروسته شیخ حسینه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د احتجاج په نوم چې په ټول هیواد کې د «بربادۍ کوم رقص وشو، په هغې کې ډېر زده کوونکي، استادان، پولیس، ژورنالیستان، ټولنیز فعالان، عام خلک، د ولسي لیګ مشران، کارکوونکي او د دفترونو کارمندان ووژل شول.»
د عدالت غوښتنه شیخ حسینه زیاته کړه: «له هغو کسانو سره چې زما په شان یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي، خپله ژوره غمرازي څرګندوم او زه غوښتنه کوم هغه کسان چې په دې عام وژنه او تباهۍ کې ښکیل دي له هغوي څخه دې تحقیقات وشي او تر نیول کیدو وروسته دې ورته مناسبه سزا ورکړل شي.»
نوموړۍ وویل چې مظاهره کوونکو نه یوازې ملي څلې په نښه کړل، بلکې هغه کور یې هم په نښه کړ په کوم کې چې دوی لویان شوي دي او په موزیم بدل کړای شوی وو او مهمو بهرنیو شخصیتونو له هغې څخه لیدنه کړې وه.
آیا دا د شیخ حسینه وروستۍ کاري دوره ده؟This browser does not support the video element.
د شیخ حسینه پر ضد د قتل قضیه په بنګله دیش کې محکمې د سه شنبې په ورځ د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه او د هغې د حکومت د شپږو لوړپوړو چارواکو پر وړاندې د قتل په قضیه کې د تحقیقاتو پیلولو امر کړی دی.
دغه حکم تیره میاشت د نا امنیو پر مهال د پولیسو په لاس د یوه بنګله دیشي د وژل کیدو له کبله صادر شوی دی.
د فرانسې خبري آژانس (ای ایف پي) په حواله د یوه بنګله دیشي له خوا محکمې ته د رجوع کوونکي وکیل مامون میا وویل: «د شیخ حسینه او شپږو نورو کسانو پر ضد دعوی ثبت شوې ده» نوموړي زیاته کړه چې نظامي محکمې پولیسو ته امر کړی دی چې د تورنو کسانو پر وړاندې دې د قتل د قضیې غوښتنه ترلاسه کړي.
د بنګله دیش د قانون له مخې دا په نظامي محکمه کې د تحقیقاتو په برخه کې لومړی ګام دی. په دې قضیه کې اووه کسان د یوه دوکاندار د وژل کیدو په قضیه کې تورن کڼل شوي دي، چې د جولای مياشتي پر ۱۹ د پولیسو له خوا د تاوتریخوالي ډکو مظاهرو د سرکوبه کولو پر مهال په ډزو وژلی وو.
۷۶ کلنه شیخ حسینه له بنګله دیش څخه تر فرار یا تیښتې وروسته اوس په هندوستان کې شپې او ورځې تیروي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز
د بنګله دیش په یوه شړ ټاپو کې د روهنګیایانو د هستوګنولو پلان
بنګله دیش ۲۷۲ میلیونه ډالر مصرفوي چې د بهسن چار ټاپو د روهنګیا لږکیو له پاره د هستوګنې جوګه شي. خو روهنګیا مهاجر چې اوس د کوکس بازار په سیمه کې په یوه کمپ کې اوسیږي، نه غواړي دغه ټاپو ته د ژوند کولو له پاره ورشي. انځور: DW/A. Islam له وچې څخه لیرې پروت ټاپو بهسن چار چې په بنګالي ژبه کې «لامبو وهونکي» ټاپو ته ویل کیږي، شل کاله کیږي چې رامنځ ته شوی دی. دغه ټاپو له وچې څخه ۳۰ کیلومتره وړاندې پروت دی. د زیاتره مسلمان میشته هیواد حکومت پلان لري چې دغه ټاپو کې د کوکس بازار له مهاجر کمپونو څخه ۱۰۰ زره روهنګیا مهاجر هلته هستوګن کړي.
انځور: DW/A. Islam ترانسپورتي چارې آسانه نه دي دغه ټاپو ته د تګ له پاره د عامو خلکو له پاره مناسب ترانسپورت نه شته. ځینو خلکو له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د سمندر تندخویي د برسات په موسم کې د کښتیو په واسطه دغه ټاپو ته رسیدل ستونزمنوي.
انځور: DW/A. Islam دغه ټاپو د بندونو په واسطه خوندي شوی؟ حکومت ۱۳ کیلومتره اوږد او درې متره لوړ بندونه جوړ کړي دي چې دغه ټاپو د سمندر له لوړو څپو او سیلابونو څخه وژغورل شي. خو د ټاپو د دوکاندارانو په وینا د بندونو باندینۍ برخې په یوه میاشت کې دوه وارې تر اوبو لاندې شوي دي.
انځور: DW/A. Islam د بنګله دیش حکومت د روهنګیا مهاجرو د هستوګنولو له پاره په دغه ټاپو کې ۱۴۴۰ یو پوړیزې ودانۍ جوړې کړي دي چې هره ودانۍ ۱۶ خونې لري. لږ تر لږه د څلور کسانو کورنۍ باید په یوه کوچنۍ خونه کې ژوند وکړي. ۱۲۰ څلور پوړیزي ودانۍ هم شته د توپانونو پر مهال به ترې استفاده کیدی شي.
انځور: DW/N. Conrad په بهسن چار کې ټولې ودانۍ په سولري بریښنا سمبال دي، چې د انرژۍ اړتیا پوره کړي. د سولر بریښنا یو لوی مرکز او د بریښنا دوه ډیزلي جنراتورونه هم نصب شوي دي. په دغه ټاپو کې د څښاک د اوبو آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوي دي.
انځور: DW/A. Islam دغه ټاپو ته د خپل بې ثباته خاصیت له کبله «لامبو وهونکی» ټاپو هم ویل کیږي. د سپوږمکیو انځورونو په ۲۰۰۲م کال کې دغه ټاپو کشف کړ. بنګله دیشي چارواکو د پایو، کاڼو او شګو له بوجیو څخه داسې جوړښتونه رامنځ ته کړي چې د دغه ټاپو د له منځه تللو مخنیوی وکړي.
انځور: DW/A. Islam په داسې حال کې چې ځینې کارپوهان وایي چې دغه ټاپو لا هم ژر ماتیدونکی او د اوسیدو جوګه نه دی، خو د اقلیم د بدلون متخصص آینون نشاط په دې نظر دی چې خلک دغلته اوسیدی شي، که چیرې بندونه له شپږ نیمو مترو څخه تر اوو مترو پورې لوړ کړی شي. خو هغه باور نه لري چې په دغه ټاپو کې دې کرهڼه وشي.
انځور: DW/A. Islam روهنګیا له توپانونو او غرقیدو څخه ویره لري روهنګیا مهاجر اندیښنه لري چې که چیرې دوی په دغه ټاپو کې اجباري هستوګنې ته مجبور کړای شي، ښایي د توپانونو په پایله کې مړه شي. د هغوی په خبره ښایي د دوی کوچنیان په اوبو کې غرق شي.
انځور: DW/A. Islam آیا روهنګیا لږکي به هلته ولاړ شي؟ په داسې حال کې چې دغه ټاپو د روهنګیایانو اوسیدو ته کابو جوګه دی، حکومت باید دغه ټاپو د انسانانو د انتقالولو په هکله پریکړه وکړي. ځینو سرچینو ویلي دي چې ښایي بیا هستوګنول په نومبر میاشت کې تر سره شي. حکومت دې ته اشاره کړې ده، چې که چیرې څوک د کوکس بازار له مهاجر کمپ څخه تګ غوره نه کړي، نو دوی به مهاجر په زور دغلته تګ ته مجبوره کړي.
انځور: DW/A. Islam