1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طارق رحمان د بنګله دیش د نوي صدارعظم په توګه لوړه وکړه

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس
۱۴۰۴ بهمن ۲۸, سه‌شنبه

د بنګله دیش د ناسیونالست ګوند مشر طارق رحمان، د پارلمان د اکثريت لرونکي ګوند د مشر په توګه غوره شوی دی. نوموړي نن د کابينې د يو شمیر وزيرانو په حضور کې د بنګله ديش د صدراعظم په توګه لوړه وکړه.

د بنګله ديش نوی صدراعظم طارق رحمان
طارق رحمان، ژمنه کړې ده چې د تاوتريخوالي د پېښو وروسته به چې څو میاشتې یې دوام درلود، ثبات رامنځته او د ودې دوره بیرته را ژوندۍ کړي.انځور: Mohammad Ponir Hossain/REUTERS

نن، سه شنبه (د ۲۰۲۶م کال د فيبرورۍ ۱۷) د بنګله ديش ناسيوناليست ګوند (بي ان پي) د نوې ټاکل شوې پارليماني ډلې په غونډه کې ۶۰ کلن طارق رحمان د ګوند د مشر په توګه انتخاب شو. د تېرې اونۍ د عمومي ټاکنو په ترڅ کې بي ان پي ګوند دوه په دريمه برخه اکثريت ترلاسه کړی وو.

د هېواد تر ټولو ستر اسلامي «بنګله ديش جماعت اسلامي» ګوند د دويم ستر ګوند په توګه راڅرګند شو.

اړونده موضوع: په بنګله دېش کې لاریونونه؛ محکمې د کار سهمیې کمې کړې

نن، سهار وختي د پارلمان نويو ټاکل شويو غړيو په پلازمینه ډهاکه کې د پارلمان په ودانۍ کې لوړه وکړه. د بنګله ديش د ټاکنو د کميسيون مشر اې ام ام ناصر الدين، له نوموړي څوګند واخیست.

رحمان، به د بنګله ديش چې ۱۷۶ میليونه نفوس لري، مشري د نوبل جایزې د ګټونکي محمد يونس، څخه چې موقت حکومت مشر وو، ترلاسه کړي.

د نريندر مودي په مشرتوب په آسيا کې د هند نوی نقش

03:35

This browser does not support the video element.

د واک دا انتقال د ۱۸ مياشتني موقت حکومت پای ده چې د ۲۰۲۴م کال په اګست میاشت کې د محصلينو په مشرتوب غورځنګ وروسته رامنځته شوی وو.

د دې غورځنګ په پایله کې د هېواد پخوانۍ لومړۍ وزيره شيخ حسينه له واکه ګوښه کرای شوه او د هغې ۱۵ کلنه د واک دوره پای ته ورسېدله.

اړونده موضوع: بنګله دیش: د شیخ حسینه غوښتنه او د احتمالي تاوتریخوالي اندېښنې

طارق رحمان، ژمنه کړې ده چې د تاوتريخوالي د پېښو وروسته به چې څو میاشتې یې دوام درلود، ثبات رامنځته او د ودې دوره بیرته را ژوندۍ کړي. دې ګډوډيو د نړۍ د ټکر په دې دويم ستر صادرونکي هېواد کې د پانګوالو اعتماد ته زيان رسولی دی.

رحمان، همدا راز له ټولو ګوندونو څخه دا غوښتنه هم کړې ده چې د څو کلونو د سختې «دښمنۍ له کبله په ويشل شوي هېواد کې» سره متحد شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب