1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سعودي پر نوي بانکنوټ کښل شوې نقشې باندې د هند شدید انتقاد

۱۳۹۹ آبان ۱۰, شنبه

سعودي عربستان د خپل نوي بانکنوټ «شلګون» په نقشه کې د کشمیر ترڅنګ د لداغ سیمه هم په هند کې نه ده شامله کړې. هندوستان په دې هکله د سعودي حکومت ته خپل شدید اعتراض وړاندې کړی دی.

Saudischer König Salman ehrt Indischen Premierminister Narendra Modi
انځور: Reuters/Saudi Press Agency/Handout

هندوستان ویلي دي چې د سیمه ایزو حدودو اړوند غلطو بیانیو له امله یې د سعودي عربستان له حکومت څخه په دې برخه کې د عاجلو اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

د شلګون هغه نوی نوټ چې تیره اونۍ سعودي عربستان چاپ او خپور کړی دی په هغې کې د هند په نقشه کې د جمو کشمیر ترڅنګ د لداغ هیڅ یوه سیمه د هند برخه نه ده ښودل شوې.

په نوي ډهلي کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند انوراګ سریواستو وویل: «د هند بهرني سرحدونه په غلط ډول وړاندې شوي دي. دا نوټ د سعودي عربستان چارواکو د جي ۲۰ سرمشریزې د رهبري کولو د یادګار په توګه د اکتوبر میاشتې په ۲۴ نیټه چاپ کړی وو.»

سریواستو زیاته کړه: «مونږ په ډهلي کې د سعودي سفیر او په ریاض کې د خپل سفیر په وسیله د دیپلوماتیک چینل له لارې سعودې عربستان ته د خپلو اندیښنو په اړه خبر ورکړی دی. د سعودي عربستان په رسمي او قانوني بانکنوټونو کې د هند سرحدي سیمې په غلط ډول وړاندې شوي دي. مونږ له سعودي عربستان څخه د دې د اصلاح په برخه کې د عاجل اقدام غوښتنه کړې ده.»

څو ورځې مخکې تویتر په یوه ویډیو کې د چین او هند په سرحد کې د لداغ د شخړیزې سیمې مرکزي ښار «لیه» د چین پورې اړوندې سیمې په توګه ښودلی وو، چې له امله هند خپل شدید خفګان څرګند کړی وو.

هند ویلي وو چې د تویتر ټولنیزه شبکه باید د هند د ولس احساسات له پامه ونه غورځوي او د کمپنۍ له مشر څخه یي د یوه مکتوب په لړ کې په عاجل ډول د لداغ اړوند نقشې د اصلاح کولو غوښتنه وکړه.

سږ کال د سعودي عربستان پاچا سلمان په پلازمېنه ریاض کې د جي ۲۰ (د صنعتي هیوادونو سرمشریزه) مشري وکړه. خو د کرونا وبا له امله دغه کنفرانس په انلاین بڼه ترسره شو. د دې په یاد کې سعودي عربستان د خپل پولي واحد (ریال) شلګون نوی نوټ چاپ کړ چې پر هغې د نړۍ نقشه هم موجوده ده. په نقشه کې د کشمیر ترڅنګ د لداغ سیمه هم په هند کې نه ده شامله کړای شوې. د اطلاعاتو په حواله په دې نقشه کې د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر او ګلګت بلتستان هم نه دي شامل کړای شوي.

پاکستان هم سعودي عربستان خپل یو متحد بولي، خو په دې وروستیو میاشتو کې د واړو هیوادونو په اړیکو کې یو څه تریخوالی رامنځته شوی دی.

اړوند موضوع:مودي سعودي ته په سفر کي ښايي په لسهاو تړونونه لاسلیک کړي

داسې انګیرل کیږي چې سعودي عربستان په نقشه کې د کشمیر د هغو سیمو په نه داخلولو سره چې د پاکستان تر کنترول لاندې دي په شکل د اشکالو له پاکستانه خپله ناراضایتي څرګنده کړې ده.

په تیرو څو کلونو کې پاکستان او سعودي عربستان ډیر سره نږدې شوي وو. د هند د لومړي وزیر نریندر مودي حکومت له خلیجي هیوادونو سره د خپلو سوداګریزو اړیکو په بهترولو سره خپلې دیپلوماتیکي اړیکې هم مستحکمې کړي دي.

عربي هیوادونو په هندوستان کې ډیره زیاته پانکونه وکړه او په دغه هیواد کې د خپلو سوداګریزو ګټو په خاطر د مودي حکومت ته ډیر نږدې شوي دي.

تیر کال کله چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د هند په سفر تللی وو، نو د ټولو دیپلوماتیکو اصولو په یوې څنډې ته کولو سره، مودي پخپله هوایي ډګر ته د هغه د هرکلي له پاره ولاړ. دا د هند او سعودي ترمنځ د اړیکو د یوه نوي فصل له پرانستل کیدو سره تعبیریږي.

اړوند موضوع:نریندرا مودي د سعودي د ولیعهد تود هرکلی وکړ

خلیجي هیوادونه د همدغو سوداګریزو ګټو په پام کې نیولو سره د کشمیر د مسئلې په هکله د پاکستان پر دریځ سترګې پټې کړي دي.

د سیاسي مبصرینو په وینا د هند او د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ ترمنځ نږدیوالی ډیر زیات شوی دی او په داسې یو وضعیت کې باید ولیدل شي چې د دې نقشې تر شا د چا لاس دی. آیا شاهي کورنۍ له دې بې خبره وه؟ که چیرې هو، نو آیا نوټ به تر تصحیح وروسته دوباره چاپ شي؟ او که نه، نو د دې مطلب دا دی چې د مودي بهرنی سیاست هم اغیزناک نه دی.

صلاح الدین زین/ ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل