1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د ټرمپ مستند فلم؛ د بي بي سي مشر استعفا وکړه

احمد ولي اڅکزی | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ آبان ۱۹, دوشنبه

د «بي بي سي» عمومي مشر د يکشنبې په ورځ له خپلې دندې استعفا وکړه، وروسته له هغې چې د ډونالډ ټرمپ په اړه د يو مستند فلم د ايډيټ کولو پر سر شخړه رامنځته شوه، ځکه چې د امريکا ولسمشر د «فاسدو خبريالانو» تورونه لګولي وو.

په لندن کې د بي بي سي د مرکزي دفتر دروازه
په لندن کې د بي بي سي مرکزي دفترانځور: Jack Taylor/REUTERS

ټيم ډېوي او د «بي بي سي» د خبرونو مشره، ډېبورا ټرنِس، له خپلو دندو استعفا وکړه. دا وروسته له هغو تورونو چې د دې ادارې د «پانوراما» پروګرام يوه مستند فلم د ټرمپ وينا په غلط ډول ايډيټ کړې وه.

ټرمپ د دې خبر په غبرګون کې وويل: «فاسد خبريالان رسوا شول»، او زياته يې کړه: «دا ډېر بې ‌انصافه خلک دي چې هڅه يې وکړه د ولسمشرۍ د ټاکنو ترازو خپلې خوښې ته واړوي».

ډېوي په خپله استعفا کې چې د «بي بي سي» په ويبپاڼه کې خپره شوې وه، وويل: «لکه د ټولو عامه ادارو په څېر، بي بي سي هم بې‌ نقصه نه ده او موږ بايد تل پرانېستي، روڼ او ځواب ‌ويونکي واوسو. که څه هم دا يوازينی دليل نه دی، خو د بي بي سي د خبرونو شاوخوا روان بحث په طبعی ډول زما د پرېکړې لامل شوی... زه بايد وروستی مسؤليت ومنم.»

دغه لانجه وروسته له هغې راپورته شوه چې د «ډېلي ټېلېګراف» ورځپاڼې د روانې اوونۍ په يوه راپور کې وويل، اندېښنې د تېر دوبي په يوه يادښت کې پورته شوې وې چې د بي بي سي د اېډيټوريل معيارونو کمېټې پخواني سلاکار مايکل پرېسکاټ د بې‌طرفۍ په اړه ليکلې وه.

د يکشنبې په پيل کې، د برتانيې د کلتور، رسنيو او سپورټ وزيرې لېزا نانډي دا تورونه «ډېر جدي» وبلل. بي بي سي ژمنه وکړه چې د دوشنبې په ورځ به د پارلمان د کلتور، رسنيو او سپورټ کمېټې ته «پوره ځواب» وړاندې کړي.

د بي بي سي عمومي مشر، ټيم ډېوي د نوامبر په ۹مه له خپلې دندې استعفا ورکړهانځور: Oli Scarff/AFP/Getty Images

د ټرمپ وينا ايډيټ شوې

انتقادونه وروسته له هغه راپورته شول چې د ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶ نېټه له وينا څخه يو څو برخې سره يوځای شوې وې، هغه مهال چې پر ټرمپ تور و چې د امريکا پر کانګرس د ولسي يرغل هڅونه يې کړې وه چې خپله واکمني وساتي، سره له دې چې ټاکنې يې بايللې وې.

ايډيټ داسې ښودله لکه ټرمپ خپلو ملاتړو ته ويلي وي چې «موږ به د کانګرس ودانۍ ته ځو او لکه دوزخ جنګېږو».

خو په نه‌ ايډيټ شوې وينا کې ولسمشر خپلو اورېدونکو ته ويلي وو: «موږ به ورسره يو ځای ځو، او زموږ زړورو سناتورانو او استازو ته به چک‌چک کوو.»

په هغه وخت کې ټرمپ لا هم د ولسمشر جو بايډن د بريا نتيجې ردولې، هغه ټاکنې چې د ده د لومړۍ دورې وروسته د واک له لاسه ورکولو سبب شوې وې.

دغه ايډيټ په يو مستند فلم کې شامل شوی و چې نوم يې و «Trump: A Second Chance?» او بي بي سي د تېر کال د امريکا د ټاکنو له مخه خپور کړی و.

د بي بي د خبرونو د څانګې مسؤلې، ډېبورا ټرنېس هم استعفا ورکړهانځور: Leon Neal/Getty Images

د «تعصب» تور

نانډي وويل، د ټرمپ د وينا ايډيټ د بي بي سي د اېډيټوريل معيارونو په اړه له څو جدي اندېښنو څخه يوه ده. هغې وويل: «موضوع يوازې د پانوراما پروګرام پورې محدوده نه ده، که څه هم دا خپله ډېره جدي ده. يو لړ ډېر جدي تورونه مطرح شوي، چې تر ټولو جدي يې دا دی چې ګواکې په بي بي سي کې د ستونزمنو موضوعاتو د راپور ورکولو په طريقه کې يو سيستماتيک تعصب شته.»

هغې زياته کړه چې اندېښنه لري، د بي بي سي د اېډيټوريل معيارونه او د راپورونو ژبه «په بشپړه توګه نابرابره» ده، که موضوع «اسرائيل، غزه... د ټرانس خلکو» يا د «ولسمشر ټرمپ» په اړه وي.

د سپينې ماڼۍ وياندي، کارولين ليوېټ، د دې خبر له خپرېدو سره خوښي څرګنده کړه او په «X» (پخوانی ټوېټر) کې يې د بي بي سي د ويبپاڼې سکرين‌شاټ خپور کړ چې د استعفا خبر يې اعلان کړی و.

ليوېټ له وړاندې د «ټېلېګراف» له خوا داسې را نقل شوې وه چې د بي بي سي دا «قصداً ناسم، ټاکل شوی ايډيټ شوی کليپ» يې غندلی و.

بي بي سي د برتانيې د تلويزيون د جواز له فيس څخه تمويليږي چې هر څوک يې د ژوندي تلويزيون د ليدو لپاره پرې کوي.

له دې وړاندې سږکال ادارې د بل مستند فلم «Gaza: How To Survive A Warzone» (غزه: څنګه په جګړه ‌ايزې سيمې کې ژوندي پاتې شو) د جوړېدو په اړه د «جدي تېروتنو» له کبله څو ځل بښنه غوښتې وه.

په اکتوبر مياشت کې يې د برتانيې د رسنيو د څار ادارې له لوري هغه بنديز ومانه چې ويل يې دغه مستند «په ماهيت کې غلط‌ لارې ورکوونکی» و، ځکه وروسته څرګنده شوه چې د فلم ماشوم راوي د حماس د کرهڼي وزارت د پخواني مرستيال وزير زوی و.

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب