1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتهندوستان

هند او پاکستان د کرېکټ نړیوالې شورا ته کوم شکايتونه کړي؟

صلاح الدين زين | بريښنا صابر
۱۴۰۴ مهر ۳, پنجشنبه

د هند کرېکټ بورډ د لوبې په جريان کې د احتمالي «پاروونکو» اشارو له وجې د دوو پاکستاني لوبغاړو پر وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا ته عریضه کړې. پاکستان هم د سوريا کمار يادیو د څرګندونو له کبله خپل احتجاج ثبت کړی دی.

د هند او پاکستان ترمنځ لوبې په ترڅ کې حارث رووف د ابهيشېک شرما سره د خبرو په حال کې ليدل کيږي
د سپتمبر پر ۲۱م نیټه د آسيا جام په «سوپر فور» لوبې په ترڅ کې وليدل شول چې حارث رووف داسې اشاره کول لکه يوه الوتکه چې له آسمانه ځمکې ته را پريوځي.انځور: Fadel Senna/AFP

د ۲۰۲۵ کال کریکټ آسيا جام سياليو کې د هند او پاکستان ترمنځ د شخړو لړۍ لا پسې د پراخېدو په حال کې ده. د معلوماتو په حواله د هند کرېکټ بورډ د تېرې يکشنبې په ورځ د آسيا جام د يوې لوبې په ترڅ کې د احتمالي «پاروونکو» اشارو له کبله د پاکستاني لوبغاړو حارث رووف، او صاحبزاده فرحان، پر ضد د کرېکټ نړيوالې شورا (آې سي سي) ته رسمي شکايت کړی دی.

اړونده موضوع: د کریکټ آسیا جام؛ ولې هندي او پاکستاني لوبغاړو یو بل ته لاسونه ورنکړل؟

د پاکستان کرېکټ بورډ هم د هند د کرېکټ د لوبډلې د کپتان سوريه کمار ياديو، د جنجالي څرګندونو له کبله د کرېکټ نړيوالې شورا ته شکايت کړی.

د پاکستاني لوبغاړو په اړه شکايت څه دی؟  

هندي آژانس ويلي دي چې له معتبرو سرچينو څخه یې معلومات ترلاسه کړي چې د هند کرېکټ بورډ (بي سي سي آې) د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د دوو لوبغاړو پر ضد شکایت درج کړی او آې سي سي ته يو بريښنا ليک استول شوی دی.

پيښور کې د افغان او پاکستاني معلولینو د کرېکټ سیالۍ

02:19

This browser does not support the video element.

د معلومات په حواله انتظار کيږي چې صاحبزاده فرحان، او حارث رووف، به د دغو تورونو ځواب په تحريري توګه ورکړي. خو دا هم کيدای شي چې هغوی د کرېکټ د نړيوالې شورا د داورۍ شورا د ريفري رچي رچردسن مخې ته حاضريدو ته مجبور شي.

پاکستان پر کومه خبره اعتراض کړی؟

بل لوري ته د پاکستان کرېکټ بورډ د هند د کرېکټ د ملي لوبډلې د کپتان سوريا کمار ياديو، پر ضد يو رسمی شکایت ثبت کړی دی چې له پاکستان څخه د لومړۍ لوبې تر ګټلو وروسته یې خپله دا بريا د پهلګام په بريد کې د اغیزمنو شويو سره د يووالي ښوولو او »سیندور« په نامه عملياتو کې د شاملو عسکرو په نوم کړې وه. 

د مقررانو پر اساس په نړيوال لوبو کې د لوبغاړو له لوري سياسي څرګندونې منع دي او د پاکستان تور دا دی چې د سپتمبر د ۱۴ نیټې تر لوبې وروسته د سوريا تبصرې «سياسي» بڼه درلودله.

که چېرې آې سي سي د هند د لوبډلې کپتان اورېدو ته راغواړي نو بايد د خپلو سیاسي څرګندونو په اړه تشريح ورکړي چې په خبره په اصولي توګه منع ده.

هند څه شکايتونو لري؟

د سپتمبر پر ۲۱م نیټه د آسيا جام په «سوپر فور» لوبې په ترڅ کې وليدل شول چې حارث رووف داسې اشاره کول لکه يوه الوتکه چې له آسمانه ځمکې ته را پريوځي. په هند کې د حارث رووف له دې اشارو څخه داسې انګیرل شوي دي چې ګني د پاکستان پر ضد د هند پر عملياتو باندې د ملنډې وهلو په موخه د الوتکې را پريوتو ته اشاره کوله.

هغه مهال د هند لوبډله بريا ته نږدې وه او لوبډلې پلويانو د خپلې لوبډلې د تشويق په موخه نعرې وهلې. په همدې وخت کې حارث رووف له آسمان څخه د الوتکې د را پريوتو اشارې وکړې.

پاکستان د کرېکټ د نړیوالو سیالیو کوربه دی

03:21

This browser does not support the video element.

د يادولو وړ ده چې د روان میلادي کال په می میاشت کې هند او پاکستان پر يو بل باندې بريدونه وکړل او پاکستان ادعا کوي چې د دې نښتو په ترڅ کې یې د هند څو الوتکې را اچولي دي او هند هم دا ادعاوې رد کړي نه دي.

اړونده موضوع: هند د آي پي ال سيالۍ د يوې اوونۍ له پاره ځنډولي دي

په همدې لوبه کې صاحبزاده فرحان، د ۵۰ منډې تر بشپړولو وروسته د خوښۍ په پار خپل بېټ د يوه ماشیندارې په توګه پورته کړ لکه ډزې چې کوي او په دې سره یې خپله خوښي څرګنده کړه.

فرحان د دې لوبې وروسته بيا له خبريالانو سره په خبرو کې وويل: «هغه جشن هغه وخت يوازې يوه شيبه وه، زه عموماً د ۵۰ منډو په جوړولو ډېره خوښي نه څرګندوم خو ناڅاپي زما ذهن ته راغلل چې راځه نن جشن وکړه. ما همداسې وکړل. زه نه پوهيږم خلک به دې ته څرنګه وګوري خو زما پرې پروا نشته.»

په داسې حال کې ده چې په ماضي کې د مهندر سنګ دهوني; په څېر لوبغاړو هم د خوښۍ پر وخت دا ډول اشاره کړې ده يعني بېټ یې د ټوپک په څېر پورته کړی دی. خو رووف او صاحبزاده فرحان بايد د آې سي سي په استماعيه کې د دې اشارو په اړه وضاحت ورکړي او که چېرې هغوی ونه توانيږي نو د اخلاقي مقرراتو پر اساس کيدای شي له بندیزونو سره هم مخامخ شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل