1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: پر را ټولو کړو ۳۰ زره سوالګرو مرستي ویشل کیږي

۱۴۰۲ فروردین ۸, سه‌شنبه

طالبانو په کابل کې پر دوه زره سوالګرو مرستې وویشلي. پر سوالګرو د مرستو د وېش لړۍ په مراسمو کي د دې ډلې د رئیس الوزرا مرستیال وویل چې په کابل کې له ۳۰ زره ډېر سوالګر راټول شوي او پر ټولو به مرستې وویشل شي.

آرشیف: انځور د سړک ترڅنګ ناسته سوالګره
آرشیف: انځور د سړک ترڅنګ ناسته سوالګره انځور: picture-alliance/Photoshot

د سوالګرو را ټولولو کمیټې د معلوماتو له مخې، د افغانستان په پلازمینه کې تر دېرش زره زیات سوالګر راټول شوي او پر دغو ټولو نغدي او خوراکي مرستي ویشل کیږې.

د طالبانو حکومت د رئيس الوزرا اقتصادي مرستيال پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: »نن په کابل ښار کي پر ۲ زره سوالګرو مرستې و ویشل شوې.«

دغه طالب چارواکي له مرستندويه بنسټونو او افغان سوداګرو غوښتي چې له اړمنو او بې وزلو سره د مرستې لپاره له طالبانو سره همکاري وکړي.

د طالبانو د ریس الوزرا مرستیال ټینګار کړی چې مرستې به دوام وکړي تر څو په افغانستان کې داسې څوک پیدا نه شي چې په سوال کولو لاس پورې کړي.

خو ايا د نړيوالې ټولنې مرستې واقعي اړمنو ته رسېږي؟

ندیمه د هغه میرمنې مستعار نوم دی چې خاوند یې درې کاله وړاندې له طالبانو سره د جګړې په ډګر کې وژل شوی هغه وايي: »ما او زما درې اولادونو له هغه وروسته چې طالبان واک ته ورسیدل له کومې ادارې څخه مرسته نه ده ترلاسه کړې. زه د خلکو په کورونو کې د کار کولو او د ځایی ګاونډیو په ملاتړ خپلې اقتصادي ستونزي حل کوم.«

په هرات کي خلک د سوالگرو څخه شکايت کوي

کارپوهان په دې باور دي چې طالبان هڅه کوي په دې ډول پروګرامونو سره د خلکو نظر او د نړیوالې ټولنې ملاتړ جلب کړي. د دوی په وینا، د نړیوالې ټولنې او امریکا له خوا مرستې اصلي اړمنو ته نه رسېږي، بلکې تر ډېره په دې ډلې پورې پر اړوندو کسانو وېشل کېږي.

د سخي دوست بنسټ د ټولنې مشرې صابره سخي دویچه ویله ته وویل: «دا سمه ده چې طالبانو له یو شمېر خلکو سره مرستې کړې او د خلکو د افکارو د بدلولو لپاره ېې داسې برنامې رسنیزې کړې خو خبره دا ده چې مرستې اصلي اړمنو ته نه رسېږي.«

اغلې سخي زیاته کړه، طالبانو په زور له ښارونو څخه سوالګر راټول کړل، پرته له دې چې د دوی لپاره کومه بدیله حل لار ولري.

د خوست پوليس له ښاره سوالګري ټولوي

د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې ډېری سوالګر ماشومان او ښځې وې، خو طالبانو څو میاشتې وړاندې یاد کسان په بشپړ ډول را ټول کړل.

میرمن سخي وايي، که طالبان په رښتیا هم د افغانستان ښځو او خلکو ته د خدمت انګیزه ولري، باید ښځو ته د کار او زده کړو حق ورکړي، څو د خپل ژوند لګښتونه خپله پوره کړي.

دغه مدني فعاله له نړیوالې ټولنې او د امریکا له حکومته غواړي چې پر طالبانو فشار راوړي څو دغه ډله د خپل حکومت کولو طریقه بدله کړي تر څو ټول افغانان په حکومت کي ونډه ولري.

د ښځو د بې حقۍ او بيوزلۍ مستقيمه اړيکه

د کابل پوهنتون پخواني استاد ډاکټر فیض الله جلال دویچه ویله ته وویل: «زما په آند دا یو ښه اقدام دی، که د محدودو کسانو سره هم مرسته وشي ځکه چې دا مهال یو زیات شمیر افغانان مرستو ته سخته اړتیا لري.»

باید وویل شې چې څو میاشتې وړاندې طالبانو د سوالګرو د را ټولولو په نوم یوه کمیټه جوړه کړه چې له همدې لارې يې له ښارونو څخه ټول سوالګر راټول کړل.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب