1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پيکنګ په ريګو کې پټ شوی

۱۳۹۹ اسفند ۲۵, دوشنبه

په پيکنګ کې تر هغه وروسته په سونه پروازونه لغوه شول چې ريګ او ګرد د چين دا پلازمينه وپوښله. په دې ښار کې د هوا ککړتيا هم «خطرناکې» کچې ته لوړه شوې ده.

China Sandsturm in Peking
انځور: Andy Wong/AP Photo/picture alliance

د پيکنګ ښار او د چين د شمال لويديځ نورې سيمې د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۱۵ مه نيټه) په هغه ريګ کې پټې شوې چې تندو بادونو له ګوبي صحرا څخه له ځانه سره راوړی وو.

د پيکنګ په دواړو هوايي دګرونو کې کابو ۴۰۰ پروازونه وځنډل شول او د ښار له دنګو ودانيو د ګرد شپول تاو شوی وو. سهار موده پر سړکونو د موټرو حرکت هم د ليد د کمښت له کبله ډېر سست وو.

پيکنګ د دوشنبې پر سهارانځور: Mark Schiefelbein/AP Photo/picture alliance

د چين د هوا پيژندنې ملي مرکز په انترنت پاڼه کې ويل شوي: «دا په تیرو لسو کلونو کې په چين کې د ريگو تر ټولو شديد توپان دی.» دا توپان د منګوليا له مرکزي سيمو څخه د کانګسو، شانځي او هبای ايالتونه ته چې د پیکنګ شا او خوا ته پراته دي، خپور شوی دی. 

پيکنګ کې د هوا د ککړتيا کچه هم ډېره لوړه دهانځور: Andy Wong/AP Photo/picture alliance

د چين د چاپیريال وزارت ويلي چې د ګرد او غبار دا وريځې به جنوب ته حرکت وکړي او تر چهار شنبې او پنجشنبې پورې به د پيکنګ ساحه پاکه شي.

په عين حال کې په پيکنګ کې د هوا د کيفيت شاخص د دوشنبې په ورځ ۵۰۰ ته چې روغتيا ته تر ټولو خطرناکه کچه ګڼل کیږي، رسيدلی دی. د پیکنګ په ځينو سيمو کې په هوا کې د معلقو ذراتو غلظت په يو مکعب متر ساحه کې ۸۰۰۰ مايکرو ګرام اندازه شوې دی.

دا په پيکنګ کې په تیرو لسو کالونو کې تر ټولو شديد توپان دیانځور: Mark Schiefelbein/AP Photo/picture alliance

د هوا د ښه کيفيت شاخص د صفر او ۵۰ ترمنځ دی چې د معلقو ذراتو شمير په يوه مکعب متر ساحه کې تر ۵۰ مايکرو ګرام ډېر بايد نه وي.

په پيکنګ کې په دې وروستيو اوونيو کې د هوا د ککړتيا کچه خپل اوج ته رسېدله چې ښار په دومداره توګه لوګيو پوښلی دی.

د چين په شمال کې د مارچ او اپريل مياشتو ترمنځ موده کې د ريګو توپانونه عام دي. په دې موده کې د پسرلي بادونه له نږدې پرتې ګوبي صحرا څخه ريګ له ځانه سره راوړي.

ب. ص/ ن. ز (AP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب