1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلجیم: د کاریکاتور ښکاره کونکي ښوونکي دنده ځنډول شوې

۱۳۹۹ آبان ۱۱, یکشنبه

په بلجیم کې د هغه ښوونکي دنده ځنډول شوې چې په صنف کې یې د اسلام د پيغمبر کاریکاتور زده کونکو ته ښکاره کړی وو. د دغه هیواد د ښي اړخو ګوندونو سیاستوالو بیا د چارواکو پر دې پریکړې سخت انتقادونه کړي دي.

Deutschland Gewalt gegen Lehrer Symbolbild
آرشیف انځورانځور: Imago Images/imagebroker

هغه ښوونکی چې دنده یې ځنډول شوې د بلجیم د پلازمېنې بروکسل په مولن بیک سیمه کې چیرې چې ډیر شمیر مهاجر ژوند کوي او اکثره یې مسلمانان دي، زده کونکو ته تدریس کاوه. چارواکو د دغه ښوونکي نوم نه دې ښکاره کړی.

د سیمه ایزو رسنیو په حواله د جمعې په ورځ کله چې دغه ښوونکي خپلو زده کونکو ته د فرانسې په نیس کې د وژل شوي ښوونکي په اړه خبرې کولې، نو زده کونکو ته یې هم هغه کاریکاتورونه ښکاره کړل چې د فرانسې په ترهګریز برید کې وژل شوي ښوونکي خپلو زده کونکو ته ښکاره کړي وو.

د رسنیو په حواله په دې صنف کې د ۱۰ او ۱۱ کلونو ترمنځ عمر لرونکي ماشومان په زده کړو بوخت دي. ښوونکي د شارلي ابدو په مجله کې د خپرو شویو کاریکاتورونو څخه د یوه کاریکاتور تر ښکاره کولو مخکې، زده کونکو ته وویل چې که هغوی نه غواړي دغه کاریکاتورونه وګوري نو کولی شي خپل نظر ښکته کړي.

د زده کونکو مور پلار د دغه ښوونکي پر ضد شکایت وکړ او چارواکو د انضباطي اقداماتو په ترڅ کې د دغه ښوونکي د دندې ځنډولو پریکړه وکړه. د مولن بیک د ښاروالۍ ویاند وویل چې دا پریکړه یي قانوني سن ته نه رسیدلو ماشومانو ته د نامناسبو انځورونو د ښکاره کولو له امله کړې ده.

د هغه په خبره «که دا کاریکاتور د اسلام د پيغمبر پر ځای د کوم بل چا هم وای، نو مونږ به همدا پریکړه کړې وای.»

د ښي اړخو سیاستوالو نیوکه

د بلجیم د نیو فلیمش ائتلاف پورې تعلق درلودونکي يوه سیاستوال په خپل تویتر کې لیکلي دي «د نه باور کیدو وړ کار، مولن بیک کې د اسلام د پيغمبر کاریکاتور په ښکاره کولو د ښوونکي دنده ځنډول شوې.»

د سنا مجلس غړي ګیورګ بوشی لیکلي دي: «هیله ده دا خبر درواغ وي. خو که دا صحیح وي، نو د منلو وړ نه دی او په هیڅ صورت به ونه زغمل شي. د بیان پر آزادۍ جوړجاړی نه شي کیدای.»

د بلجیم په ګاونډي هیواد فرانسه کې د روان کال په اواسطو کې د یوه مسلمان ځوان له خوا زده کونکو ته د اسلام د پيغمبر کاریکاتور ښکاره کونکي ۴۷ کلن معلم د قتل پيښه، د فرانسې د خلکو او حکومت له شدید غبرګون سره مخامخ شوې وه.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون اعلان وکړ چې د مذهبي شخصیتونو د کاریکاتورونو ترڅنګ د بیان د هر ډول آزادۍ په برخه کې به د دغه هیواد له قانون څخه دفاع وکړي.

د مکرون دغه اعلان په مسلمانو هیوادونو کې له شدید غبرون سره مخامخ شو او په ډیر شمیر اکثریت مسلمان میشته هیوادونو کې د فرانسې پر ضد د مظاهرو لړۍ پیل شوه.

د پنجشنبې په ورځ د فرانسې په نیس ښار کې په یوه کلیسا کې د یوه ترهګریز برید په نتیجه کې درې تنه ووژل شول.

همدارنګه په ۲۰۱۵م کال کې د شارلي ابدو مجلې پر دفتر تر برید وروسته، د فرانسې ترڅنګ په بلجیم کې هم څو ترهګریزې پيښې رامنځته شوې.

دویچه ویله: ش. ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب