بلجیم د بریتانیا څخه د غیر اروپايي ټولني اتباع نه پریږدي
۱۴۰۰ خرداد ۳۰, یکشنبه
د کرونا ویروس د نوي او خطرناکه شکل، ډېلټا د پراخیدو د مخنیوي پخاطر بلجیم د بریتانیا څخه د غیر اروپايي ټولني اتباعو ته د سفر او ورداخلیدواجازه نه ورکوي.
اعلان
د بلجیم د صحت عامې د وزارت ویاند، یان ایکمنس پرون شنبه (د جون میاشتي ۱۹ مه) د فرانسې خبري آژانس ته وویل، چي دغه تدابیر د همدې جون میاشتي پر ۲۷ نافذیږي. بلجیم ته د سفر د ممنوعیت د دغو تدابیرو سره مجموعأ ۲۷ هیوادونه مخامخ دي او بیله بریتانیا او ګرجستان ټوله د اروپا څخه دباندي هیوادونه دي.
د کرونا ویروس د نوي او خطرناکه شکل، ډېلټا په دلیل د جنوبي افریقا، هندوستان او برازیل دپاره دغه تدابیر وختي لا اعتبار لري او یوازي یې هغه کسان بلجیم ته د ورداخلیدو اجازه لري، چي یا د اروپا د اتحادیې اتباع وي او یا په بلجیم کي اقامت ولري.
د اروپايي ټولني اتباع هم، چي ددغو هیوادونو څخه بلجیم ته ورداخلیږي ، مخکي تردې ، چي ازادانه تګ او راتګ وکولای سي، مجبوره دي اول تر سخت قرانطین لاندي راسي او ټست وکړي.
د غیر اروپايي ټولني هغو اتباعو ته بلجیم ته د سفر کولو د اجازې دغه مقررات اعتبار نلري، چي هغوی یا ډیپلوماټان او یا په ترانسپورتي بخش ، لکه هوايي شرکتونو کي کار کوي.
په بریتانیا کي د ډېلټا په نامه نوی شکل کرونا ویروس، کوم چي لمړی په هندوستان کي معلوم سو، ډیره شیوع پیدا کړې ده. په دغه شاهي هیواد کي هر ورځ په ډېلټا باندي ډیر نوي کسان اخته کیږي. ځکه نو صدراعظم، بوریس جانس په انګلستان کي د تیري دوشنبه دپاره په لمړي سر کي د کرونا قیوداتو د محدودیتونو د له منځه وړلو پلان څلورو نورو اونیو ته وځنډاوه.
د صحي مقاماتو په حواله په بلجیم کي ۶،۱ فیصد د کرونا د نوي ډېلټا شکل پيښي ثبت سوي دي.
آ./م.ق.ن./ا.ا.
انځورونه: پر له پسې کرونا، سیاحت او نوي معلومات
کرونا هره ورځ په نړۍ کې خلک ګواښي. ډېرو ځایونو ته سفرونه بند دي او تر ډيره هغه خلک زیانمن شوي چې کاروبار يې د توریزم له صنعت سره تړلي دی. د نړۍ تر ټولو ښایسته سیاحتي ځايونو انځورونه او وروستي پرمختګونه وګورئ!
انځور: Lakomski/Jan Huebner/imago images
فرانسه
په فرانسه کې تر شپږ نیمې مياشتې ځنډ وروسته رستورانټونه او کافي شاپونه د خلکو پر مخ خلاص شوي دي.
انځور: Michel Euler/AP Photo/picture alliance
فرانسه
په فرانسه کې تړل شوي موزیمونه، رستورانټونه، کافیانې او ځينې نور ځایونه بیرته د مشتریانو پر مخ خلاص شول.
انځور: Lewis Joly/AP Photo/picture alliance
اتریش
اتریش هم د تیرې چهارشنبې ورځې د می له ۱۹ مې له آلمان څخه ورتلونکو مساپرو پر مخ له قرنطين پرته د سفر امکانات برابر کړل. خو د کرونا واکسین او د منفي تیست تصدیق اوس هم مهم دی.
انځور: Patrick Daxenbichler/Zoonar/picture alliance
پراګ
پراګ هم د اکثرو اروپايي هیوادونو پر مخ خپلې دروازې پرانیستلې. هغه اروپايي هیوادونه چې په ۱۴ ورځو کې په هر ۱۰۰ زره کسانو کې د کرونا له ۵۰۰ کمې مثبتې پيښې ولري کولای شي پراګ ته سفر وکړي.
انځور: Frank Hoermann/SvenSimon/picture alliance
د هسپانيا بالئاري ټاپو
د بالئاري خپلواکې ټاپو ولسمشرې فرانسیا ارمينګول ويلي دي چې روان دوبي کې يوازې په هغه صورت کې د خلکو پر مخ مېلې او سيل ځایونه خلاص وي چې د کرونا واکسیناسیون په لوړه کچه تطبیق شوی وي. ممکن دغه وضعیت سږکال دوبي کې رامنځ ته نه شي.