د امریکا د قلبي اتحادیې د یوه نوي رپوټ پراساس د هغو کسانو، چي د نس، ملا او نورو مهمو غړو په شاوخوا کي غوړ لري، د زړه په ناروغۍ د اخته کیدو خطر یې لوړ دی. که څه هم ډنګر او په مجموع کي سالم وي.
اعلان
د امریکا قلبي اتحادیې، (American Heart Association) د هغه د مشر ډاکتر تیفاني پاول په حواله لیکلي، چي «د نس او خیټي غوړ د سړي د ملا د شاوخوا او لګن خاسرې پر اساس اندازه کیږي. خو قد باید د ملا د شاوخوا تر اندازې حداقل دوه چنده ډیر وي. که د ملا شاوخوا تر دغي اندازې ډیره وي، نو هغه د زړه د مریضیو او زړه ته د ویني د جریان د خرابیدو سبب کیږي، چي هغه بیا په خپل نوبت سره د انسان د مرګ سبب ګرزي.»
د بدن شاخص ښکاره کوي، چي قد او وزن تر کومه حده تناسب سره لري
کارپوهان توصیه کوي، چي هم د نس وازګي او هم د بدن شاخص باید ډاکتر ته د مراجعې پرمهال په نظر کي ونیول سي. ځکه په هغو کسانو کي چي د سالم وزن خاوندان او ډنګر هم وي، د زړه په مریضۍ د اخته کیدو خطر یې ډیر دی.
د ملا په شاوخوا کي غوړ د اینې په شاوخوا کي د غوړ د تجمع سره هم ارتباط لري. دغه مشکل په هغو کسانو کي چي الکهول هم نه استعمالوي د اینې د تکلیف او ناروغۍ سبب یې ګرزي او هغه بیا په خپل نوبت سره د زړه مریضۍ رامنځته کوي.
په ټوله دنیا کي تقریبأ ۳ ملیارډه انسانان اضافه وزن لري او یا د چاغۍ په تکلیف اخته دي. چاغي بیا په خپل وار د ډيرو مزمنو ناروغیو، د هغې جملې د زړه د تکلیفونو سبب کیږي. چاغي همدارنګه په شکري د اخته کیدو، کلوسترول اندازې د لوړیدو، د ویني د فشار او خوب د اختلال او ګډوډيدو سبب کیږي.
د زړه په اړه په زړه پوري معلومات
د يوه انسان زړه د هغه د ژوند په اوږدو کې تقريباً درې ميليارده وار دربيږي چې دا د حيرانتيا وړ چاره ده.
انځور: Fotolia/Dmytro Tolokonov
د طبيعت يوه معجزه
د موټي په شکل جوړ دا عضلات په دقيقه کې کابو ۷۰ ځله ځان ټولوي او په دې توگه په ورځ کې تر۱۰ زره ليتره پورې وينه بدن ته پمپوي. دا کار ټول عمر کوي. د اړتيا په صورت کې، د مثال په توگه کله چې انسان سپورت کوي، زړه یې د نورمال حالت په پرتله بدن ته پنځه وارې زياته وينه ليږدوي.
انځور: picture-alliance/dpa
دوه وارې زيات کار
په اصل کې زموږ زړه له دوو پمپونو جوړ شوی. ځکه د وينې دوه جريانونه لرو. د زړه ښی خونه يا برخه وينه سږو ته پمپوي چې هلته وينه آکسيجن اخلي. په عين وخت کې د زړه کيڼه برخه په هماغه اندازه وينه بدن ته ليږدوي. دا ساده کار نه دی.
د زړه ضربان
زړه که پر دوو برخو وویشو نو هر نيمه برخه يې په اصطلاح يوه حويلې يا مخکې برخه او يوه خونه یا کوټه لري. وينه يوازې يوه اړخ ته بهيدلای شي ځکه د زړه د مخکې برخو او همدا راز د کوټو ترمنځ والوونه موجود دي.
سخت کار
زړه هم يوازې يوه عضله ده خو يوه ډېره ځانګړې. دا د پښو او لاسونو عضلو ته ورته ده، ځکه دا عضله هم ځان ډېره په چټکۍ او ډير زور سره ټولولی شي. خو د زړه عضلات ډيرې قوي دي او نه ستړي کيږي.
انځور: picture-alliance/dpa
طبيعي حرکات
که تاسو چيري کوښښ هم وکړئ چې د زړه درزيدا مو ودروئ، دا کار شونی نه دی ځکه زړه د عصبونو له لارې نه کنتروليږي، بلکې يو ځانگړی لارښود لري. د زړه په مخکې برخه يا حويلې کې د سينوس غوټو په نامه د حجراتو يو گروپ پروت دی چې په منظم ډول د کوچنيو برقي ټکانونو په ورکړې سره زړه دې ته اړ کوي چې ډېر په چټکۍ سره خپل کار وکړي او ځان راټول کړي.
له ريتمه وتل
کله چې زړه له خپل منظم رېتمه ووځي، د مثال په توگه د Ventricular fibrillation يا د زړه د خونو د بې نظمه کيدو پر وخت نو د زړه عضلات شخ پاتيږي او بدن ته د وينې دوران نه ترسره کيږي. يوه ټکان ورکونکې آله defibrillator بيا دغه خطري حالت له منځه وړي تر څو زړه بیرته په خپل نورمال رېتم کې کار پيل کړي.