د آلمان حکومت د امريکا د متحده ايالاتو د هغه راپور جواب ويلی دی، چې پکښې په آلمان کې د بيان د آزادۍ په برخه کې له محدوديت څخه خبره شوې وه.
په برلين کې د براندنبورگ دروازهانځور: Michael Kuenne/PRESSCOV/picture alliance
اعلان
د آلمان فدرالي حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه راپور رد کړ چې په آلمان کې یې د بیان د ازادۍ په برخه کې د محدودیت خبره کړې ده. د حکومت مرستیال ویاند، سټیفن مایر، په برلین کې ټینګار وکړ: «دلته په آلمان کې سانسور نه کېږي. موږ په آلمان کې د بیان ډېر لوړه ازادي لرو او دا به په هر ډول وساتو او دفاع به یې وکړو.»
د آلمان د مسيحي اتحاد د پارلماني ډلې مشر ینس شپان هم د واشنګټن تورونه رد کړل او په «وېلټ ټي وي» کې یې وویل: «هر څوک کولای شي په آلمان کې هغه څه ووایي چې فکر کوي. دا یو آزاد هېواد دی.»
د امریکا راپور همداراز په آلمان کې د یهود ضد پېښو زیاتوالی یادوي. د آلمان د حکومت ویاند مایر د ایتلافي حکومت دفاع وکړه او ویې ویل: «فدرالي حکومت په هر ډول د یهود ضد دریځ پر وړاندې مبارزه کوي.» د امریکا د حکومت په راپور کې راغلي چې د آلمان حکومت د ډېری یهود ضد پېښو مسوولیت نوونازیو او نورو افراطیانو ته منسوبوي. خو دا لیدلوری تر پوښتنې لاندې راوستل شوی او د دې پر ځای د سوریې، افغانستان او ترکیې د وګړو و آلمان ته د کډوالۍ یادونه شوې ده.
زاړه شوې معلومات
په راپور کې د ۲۰۱۸ کال د یوې ورځپاڼې لیکنه هم رااخیستل شوې چې ګواکې د نامعلوم لامل لرونکې یهود ضد جرمونه په اوتومات ډول د ښي اړخو د کړنو په توګه ثبتېږي. خو دا موضوع اوس پخوانۍ شوې ده. د ۲۰۲۴ د پیل راهیسې، د آلمان د فدرالي جنايي پولیسو اداره (BKA) هغه یهود ضد جرمونه چې د عامل هویت یې روښانه نه وي، په نوې کټګورۍ «نورې پېژندنې» کې ثبتوي. د BKA د احصایو له مخې، د تېر کال له ۶۲۳۶ یهود ضد جرمونو څخه ۳۰۱۶ پېښې ګواکې د ښي اړخو احتمالي عاملانو له خوا ترسره شوې وې.
آلمان: د ښی اړخۍ پر لور حرکت پر ضد احتجاج
د شنبې او يکشنبې په ورځو په ټول آلمان کې په سونو زرو کسانو د «ای اف ډي» ګوند او په نورو ګوندونو کې د ښی اړخۍ پر لور حرکت پر ضد احتجاج وکړ. د محافظه پال اتحاد له خوا صدراعظمۍ ته کانديد ميرڅ، سره هم مخالفت څرګند شو.
انځور: Andreas Arnold/picture alliance/dpa
د اکتوبر فیستيوال د مشهورې ميلې پر ځای احتجاجي غونډه