1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه د عسکرو د وتلو په اړه د بایدن څخه«لار ورکه» ده

۱۳۹۹ بهمن ۲۵, شنبه

یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي ویلي، چي د افغانستان څخه د عسکرو د وتلو د مهلت په رانژدې کیدو سره، کوم چي د طالبانو سره په تړون کي تعیین سوی، بایدن دافغانستان په اړه پریکړه کي له یوې «دوې لاري» سره مخامخ دی.

USA | Putsch in Myanmar | Joe Biden kündigt Sanktionen gegen Armee
انځور: Michael Reynolds/UPI Photo/imago images

د امریکا متحده ایالاتو نوي رهبرۍ د طالبانو سره ددغه هیواد د تړون د سره ارزیابۍ کولو امر کړی دی، هغه توافق چي پر اساس یې باید امریکا د همدې عیسوي کال د می میاشتي تر اولي پوري خپلي ټولي قواوي د افغانستان څخه وباسي.

طالبانو په دغه تړون کي د افغان حکومت سره د سولي د مذاکراتو پر شروع کیدو سربیره ژمنه کړې، چي د هغوی تر کنټرول لاندي سیمو څخه به پرې نږدي، چي ترهګر پر امریکا او د هغه پر متحدینو باندي حملې وکړي.

خو د افغانستان د سولي خبري ډیري کرار پر مخ ځي او داسي یوه ورځ به نه وي، چي په دغه هیواد کي چاودني او یا هدفمند ترورونه ونسي او یا هم حکومتي قواوي د طالبانو تر حملې لاندي رانسي.

د امریکا د خارجه وزارت یو لوړ رتبه امریکايي مقام د خپل نوم د نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، چي «د تشدد سطح بې حده ډیره لوړه او مایوسه کونکې ده.» د هغه په خبره «د تشدد دغه لوړوالی بیله شکه د افغانستان د شخړي د هر ډول حل فضأ خرابوي.»

خو طالبانو په تکرار سره په ځینو دغو حملو کي لاس درلودل رد کړي دي او د ډیرو حملو مسؤلیت داعش پرغاړه اخیستی دی. خو واشنګټن شک نلري، چي دغه حملې د کومي بلې ډلي کار دی. د خارجه وزارت دغه مقام اضافه کوي،« زموږ په نظر طالبان د هدفمندو ترورونو د یوې لويي برخي مسؤلیت لري، چي موږ یې شاهدان یو.»

دغه امریکايی چارواکی بیا وايي، «موږ فکر کوو، چي دغه حملې په واضح ډول سره په دې قصد تر سره کیږي، چي د حکومت په مقابل کي د خلکو شک ډیر او د خپلي حتمي کامیابۍ په باب روحیه تقویه کړي.» د هغه په خبره د بایدن حکومت د طالبانو سره د تړون پر ارزیابۍ سربیره د یوه سخت «مشکل او دوې لاري» سره مخامخ دی.

که واشنګټن تصمیم ونیسي، چي خپلي قواوي په تړون کي تر تعیین سوي تاریخ اضافه پریږدي، نو هغوی به د طالبانو ترحملې لاندي راسي. په تیر یوه کال کي تر توافق وروسته هیڅ امریکايي عسکر په افغانستان کي نه دی وژل سوی.

خو که د می میاشتي تر اولي نیټې پوري امریکايي قواوي د افغانستان څخه ووزي، نو یوه متزلزله او ضعیفه حکومت به پریږدي، پداسي حال کي چي طالبان د جنګ د ادامې تصمیم لري، چي دغه وضعیت به د یوې بلي خونړۍ شخړي سبب وګرځي. خو نړۍ نسي کولای دغه حالت بیا په نظر کي ونه نیسي.

پنتاګون په تیر یوه کال کي په افغانستان کي خپلي قواوي ۲۵۰۰ تنو ته راکمي کړي او د ناټو د دفاع وزیران په همدې میاشت کي د خپلو ۱۰۰۰۰ عسکرو دوتلو پرموضوع باندي خبري کوي.

انځور: picture-alliance/AP Photo/Operation Resolute Support Headquarters/Sgt. Justin T. Updegraff

د بلي خوا بیا د افغانستان جمهور ریس، اشرف غني پربایدن باندي ټینګار کړی دی، چي د قواوو د عاجل او ژر وتلو مخنیوی وکړي. هغه د امریکا د جمهور ریس څخه غوښتي دي، چي پر طالبانو باندي فشار ډیر کړي، ترڅو د قطر په مذاکراتو کي نرمښت ښکاره کړي.

همدغه امریکايي مقام ویلي چې «د افغانستان د حکومت طرف تشویش لري او خبرو ته اماده دی. هغوی په پوره امادګۍ سره دوحې ته ولاړل... او هلته څوک (طالبان) نسته چي ورسره وګوري او دا مایوسه کونکی دی.»

هغه دې خبري ته په اشارې سره چي طالبان په خپل دې کار سره لږ دوستان پیدا کوي، وویل «هغوی غلطه محاسبه کړې ده او دغه عمل به یې د دغه هیواد څخه د بین المللي ملاتړ په دلیل د جنګ میدان ته سخت تغیرورکړي.» 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل