1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جو بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

۱۳۹۹ بهمن ۱, چهارشنبه

جوبایډن د امریکا د ۴۶ ولسمشر په توګه لوړه وکړه. بایډن د هیواد د یو موټی کولو پر اړتیا ټینګار کولو سره وویل چې امریکا د ټولو امریکایانو پورې تعلق لري. هغه د تروریزم، افراطیت او کرونا پر وړاندې مبارزه هم ټینګار وکړ.

USA Washington | Amtseinführung: Joe Biden
انځور: Rob Carr/Getty Images

بایډن د غیر مدني جګړې ختمولو پر اړتیا ټینګار وکړ

بایډن د لوړې مراسمو تر ادا کولو وروسته د سیاسي اختلافاتو یوې څنډې ته ایښودلو پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه وویل: «د یوه پارچه ملت په توګه د اختلافاتو یوې خوا ته په پریښودلو، له کرونا سره جګړې ته لاړ شو.»

هغه د خپلو میلمنو په مخاطب کولو سره وویل: «باید خپل زغم زیات کړو او هڅه وکړو، ځانته د خپلو مخالیفینو په ځای کې په قرار ورکولو سره یووالي ته ورسیږو.»

جوبایډن د سوګند په ادا کولو سره د امریکا متحده ایالاتو شپږ څلویښتم ولسمشر شو. کاملا هریس هم د هغه د مرستیالې په توګه لوړه وکړه.

بایډن د امریکا پر کانګرس برید وغنده

بایډن د جنورۍ په لومړیو کې د امریکا پر کانګرس برید وغنده. هغه وویل برید کونکو فکر کاوه چې کولی شي په تاوتریخوالي سره د خلکو پر ارادې غالب شي، داسې به هیڅ کله هم ونه شي، نه نن نه سبا، هیڅ کله هم نه.

د تویټر اعلان

د تویتر ټولنیزې شبکې اعلان کړی دی چې د امریکا د ولسمشر رسمي حسابونه جوبایډن او د هغه مرستیالې کاملا هریس ته انتقالوي.

د آلمان ولسمشر بایډن ته مبارکي ورکړه

د آلمان جمهور رئیس فرانک والټر شټاینمایر په یوه ویډیویي پيغام کې د بایډن د جمهوري ریاست دورې پيل ته مبارکي وویله او هیله یي څرګنده کړه چې ډیر ژر په آلمان کې د هغه کوربه شي.

د آلمان جمهور رئیس فرانک والټر شټاینمایر انځور: Jesco Denzel/BPA/dpa/picture alliance

د آلمان ولسمشر شټاین مایر، بایډن، کاملا هریس او ټیم ته یي د هغو د لویو او سختو وظایفو د ترسره کولو په برخه کې د بریالیتوب هیله وکړه.

نوموړي نن ورځ د دیموکراسۍ له پاره یوه ښه ورځ وبلله او خوښي یې څرګنده کړه چې آلمان یو وار بیا امریکا په ډیرو نړیوالو مسائلو کې د یوه ښه متحد په توګه په خپل څنګ کې ولري.

شټاینمایر ټول د قطبي کیدو پر وړاندې په پریکړنده ډول اودریدو ته را وبلل او ویې ویل چې د دیموکراسۍ بنسټ باید پر پوهې او واقعیت ولاړ وي.

د آلمان ولسمشر په خپلو خبرو کې د دونالد ترمپ یادونه ونه کړه.

د پاپ فرانسیس پيغام

د نړۍ د کاتولیک کلیساو مشر پاپ فرانسس په یوه پيغام کې هیله وکړه: «خدای دې په امریکا کې د بایډن د سولې او پخلاینې د هڅو ثمر ته رسولو په برخه کې مرسته وکړي.»

د نړۍ د کاتولیک کلیساو مشر پاپ فرانسس انځور: Vatican Media/ANSA/picture alliance
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب