1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بایډن او نتانیاهو تلیفوني خبري او ایران ته د اسرائیل ګواښ

۱۴۰۳ مهر ۱۹, پنجشنبه

د سپينې ماڼۍ په حواله د امریکا د ولسمشر او د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ترمنځ تلیفوني خبرې شوي دي. د اسرائیل د دفاع وزیر پر ایران د «وژونکي» ځوابي برید ګواښ کړی. همدرانګه اسرائیل پر سوریې هوایي برید کړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د تلیفون کولو په حال کې لیدل کیږي
په تيرو اوو اونيو کې دا لومړي وار دی چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن او د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ترمنځ تلیفوني خبرې شوي دي.انځور: White House/imago images/ZUMA Wire

اسرائیل پر سوریې هوایي برید کړی دی

د سوریې د دولتي رسنیو په حواله اسرائیل د پنجشنبې په سهار (د اکتوبر میاشتې ۱۰) د حمص او حماه ښارونو په مختلفو برخو کې هوایي بریدونه کړي دي. د سوریې دولتي خبري آژانس «سانا» د پوځي سرچینو په حواله ویلي دي چې په دغو بریدونو کې په حمص کې د موټرو یوه فابریکه په نخښه کړای شوې چې په پایله کې هلته اور لګيدلی دی.

د حسیه صنعتي سیمې مشر «سانا» ته ويلي دي چې په دې فابریکه کې په طبي وسایلو بار موټر هم سوځېدلي دي.

بل لور ته په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي دي چې د اسرائیل په بریدونو کې په حسیه کې د «ایران د موټر جوړونې فابریکه» په نخښه کړای شوې او په حماه کې هم هغه سیمې په نخښه کړای شوي دي، چې د هوایي دفاع تاسیسات او حکومتي پوځیان موجود ول.

سربیره پر دې د سوریې له یوه بل ښار درعا څخه هم د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

آرشیف انځور: د اسرائیل له هوایي برید وروسته په دمشق کې یو تخریب شوی موټر لیږول کیږيانځور: AFP/Getty Images

د لبنان ۵ روغتیايي کارمندان په هوایي برید کې وژل شوي

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي دي چې په سویلي ښار دردغیا کې د اسرائیل په هوایي برید کې د ملکي دفاع ادارې پنځه کارمندان وژل شوي دي.

د لبنان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپاره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي: «اسرائیل د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو د تړونونو په پام کې نه نیولو سره، نن شپه یو وار بیا ژغورونکې او د امبولاسونو عمله په نخښه کړله.»

اسرائیل تر اوسه پورې په دې هکله څه نه دي ویلي. اسرائیل د سپټمبر له وروستیو څخه په لبنان کې د حزب الله پر مستحکمو سنګرونو خپل بریدونه ډیر کړي دي.

په لبنان کې د ډیرو سوریایي مهاجرو ماشومان مجبوره دي کار وکړي

02:02

This browser does not support the video element.

د جو بایډن او تنانیاهو تلیفوني خبرې

په تيرو اوو اونيو کې دا لومړي وار دی چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن او د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ترمنځ تلیفوني خبرې شوي دي.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي سکرترې کرین ژا پیئر، وویل چې دغه نیم ساعته خبرې «ژورې او نتیجه لرونکې» وې او پر دې خبرې وشوې چې اسرائیل په کوم شکل د ایران د تیرې اونۍ د توغندیز برید د ځواب ورکولو اراده لري.

اسرائیل د ایران د توغندیزو بریدونو د ځواب ورکولو خپله اراده په ډاګه کړې ده. خو د امریکا ولسمشر جو بایډن تر دمخه ویلي ول چې هغه به د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل د ځوابي برید ملاتړ ونه کړي.

د اسرائیل دفاع وزیر ایران په ځوابي برید ګواښلی

تر دې دمخه د اسرائیل د دفاع وزیر یوآو ګیلنټ، د ایران په تهدیولو سره ویلي ول چې پر ایران د اسرائیل برید به «وژونکی او حیرانوونکی» وي.

ګیلنټ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: «هر څوک چې پر موږ حمله کوي، هغوی ته به تاوان رسوو او قیمت به یي ادا کوي. زموږ برید به سم او مناسب او تر ټولو زیات حیرانوونکی وي. هغوی به پوه نه شي چې څه وشول او څنګه وشول».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل