1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاامریکا متحده ایالات

بایدن د ۳۷ کسانو د اعدام حکمونه عمري قید سزا ته بدل کړل

محمد کریم صالح | آلمان خبري آژانس
۱۴۰۳ دی ۴, سه‌شنبه

د امریکا جمهور رئیس جو بایدن د دوشنبې په ورځ د ۳۷ کسانو د اعدام سزاوې عمري قید ته بدلې کړې. بایډن د امریکا له راتلونکې ادارې هم وغوښتل چې د ده په څېر د اعدامونو حکومونه درولي وساتي.

د امریکا ولسمشر، جو بایدن
د امریکا جمهور رئیس جو بایدن د دوشنبې په ورځ د ۳۷ کسانو د اعدام سزاوې له مشروطه بخښنې پرته، عمري قید ته بدل کړلانځور: Susan Walsh/AP Photo/picture alliance

سپينې ماڼۍ د ۳۷ کسانو نوملړ خپور کړی چې اوس وخت د امریکا د فدرال قانون له مخې د مرګ پر سزا محکوم شوي دي.

بایډن چې په دوامدره توګه له اعدام سره ښکاره مخالف پاتې شوی، وویل: «تېروتنه ونه کړئ. زه دغه قاتلان محکوموم، د دوی د نفرته ډکو کړنو قربانیانو ته خپه یم او د ټولو کورنیو له پاره چې د نه تصور او نه جبران زیانونه ېې زغملي، دردمند یم.»

بایدن زیاته کړه: «زه د بل هر وخت په پرتله ډېر په دې باور یم چې موږ باید د اعدام سزا د فدرال په سطحه ودروو.»

په امریکا کې د بایدن تر ملاتړ لاندې د اعدامونو د توقف قانوني مهلت د ۲۰۲۱م کال جولای راهیسې پر خپل ځای پاته دی.

۸۲ کلن دموکراټ جو بايډن په خپلو خبرو کې وويل: «زه تر شا کېدای نشم او اجازه ورکوم چې نوې ادارې هم زما په څېر اعدامونه درولي وساتي.»

د جو بایدن ځای ناستی، جمهوري غوښتونکی دونالد ترمپ بیا مخالف دی. هغه چې په پام کې ده د جنوري په ۲۰مه رسما د امریکا د ولسمشر په توګه خپله کاري دوره پيل کړي، د مرګ د سزا سرسخته ملاتړی دی. داسې ارزول کيږي چې هغه به د بایدن دغه قانوني مهلت ته د پای ټکی کيږدي.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس د ایالتي قوانینو له مخې نشي کولی هغه افراد چې د اعدام پر سزا محکوم شوي وي، وبخښي چې د امریکا د مرګ سزا د معلوماتو مرکز په حواله شمېر ېې له ۲۰۰۰ ډېر دی.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (08.11.2020):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل