1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايدن د خپل پوځ د افغان همکارانو د انتقال ژمنه وکړه

۱۴۰۰ تیر ۴, جمعه

ولسمشر جو بايدن ژمنه وکړه چې هغه افغانان به «یوازې پرې نه ږدي» چې له امريکايي ځواکونو سره یې مرسته کړې ده. له افغانستان څخه د په زرونو افغان ژباړونکو د ايستلو هڅې کړندۍ شوي دي.

Afghanistan Übersetzer US Army
انځور: Getty Images

د بايدن د حکومت يوه لوړ پوړي چارواکي وويل چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د سيمه ایزو همکارانو او د هغوی د کورنيو د غړيو د انتقال پلان يې چټک کړی دی. هغه ويلي دي چې اوس نورو هيوادونو يا امريکا ته د هغوی د ويزې غوښتنليکونه ترتيب او بررسي کیږي. دغه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، په دې اړه نور جزيات نه دي نورکړي.

يوه بل چارواکي چې هغه هم د دې تګلارې د جزياتو د بربنډولو صلاحيت نه درلود، وويل چې حکومت په پام کې لري چې ښايي په اګست مياشت کې دغه خلک خوندي ځايونه ته انتقال کړي.

دواړو چارواکو زياته کړه چې د بايدن حکومت تر اوسه د خپل پوځ د دې همکارانو په موقتي توګه د ځای پر ځای کولو له پاره کوم هيواد يا هيوادونه مشخص کړي نه دي.

کله چې له ولسمشر بایدن څخه وپوښتل شول چې آیا په دې اړه یې تصمیم نیولی چې دغه افغانان به په داسې حال کې چې د امريکا ويزې ته په انتظار وي، چېرته ځای پر ځای شي؟ هغه یې په ځواب کې وويل چې تر اوسه نه پوهیږي.

پنتاگون د خپلو افغان همکارانو د امنيت پلانونه جوړوي

بايدن له خبريالانو سره په خبرو کې زياته کړه: «هغوی [افغانان] به راشي. موږ یې د راتګ پروسه پېل کړې ده. له امريکا سره مرسته کوونکي به يوازې پرې نه ښوول شي.»

سپينې ماڼۍ په دې اړه د کانګرس غړيو ته د خپل پلان په اړه د معلوماتو په ورکړه پېل کړی دی. د انتقال دا پلان به ښايي بالقوه زرونه افغانان تر پوښښ لاندې راولي.

تر اوسه کابو ۹ زره افغانان او د هغوی کورنۍ چې له امريکايي ځواکونو سره یې په بېلو بېلو برخو کې کار کړی وو، ځانګړو ويزو ته په کتار کې دي.

په متحده ايالاتو پورې مربوطې کومې سيمې ته د افغانانو لېږدونه يوه ستونزمنه او پېچلې موضوع بلل کيږي ځکه چې د ويزې غوښتونکي ښايي له دې کبله د ارزونې پر مهال د نورو په نسبت زيات حقونه ولري.

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو وروستۍ نيټې له رانزدې کیدو سره د بايدن اداره هم د کانګرس د غړيو له خوا تر فشار لاندې ده. د کانګرس غړي او پخواني نظامي چارواکي له حکومته په کلکه غوښتنه کوي چې هغه په زرونه افغانان دې امريکا ته انتقال کړي چې په تیرو دوو لسیزو کې یې له امريکايي ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه او يا په نورو برخو کې همکاري کړې ده.

جو بايدن ويلي خپل افغان کارکوونکي به يوازې پرې نه ږديانځور: Kevin Lamarque/REUTERS

د بايدن حکومت او د امريکا پوځ د افغانانو د ځای پر ځای کولو له موضوع سره ډېر محتاط چلند کوي او د خپلو کارکوونکو د پراخ اخراج موضوع نه مطرح کوي څو په افغانستان کې د امنيت په اړه د خلکو ترمنځ اندېښنې را ونه پاريږي او امريکايي چارواکي په دې اړه هم ویره لري چې د [افغان کارکوونکي] د ډله ایز اخراج کليمې کارول به، په افغانستان کې د خلکو ترمنځ وارخطايي رامنځته کړي.

وسله والو طالبانو يو څو ورځې وړاندې د يوې اعلامیې په جاري کولو سره ويلي ول چې د امريکايي پوځ افغان کارکوونکي به نه په نخښه کيږي.

خو د امریکا کانګرس استازو په دې ترڅ کې خپلې هلې ځلې کړندۍ کړي دي. د ديموکرات ګوند غړی سيت مولتن د بايدن پر حکومت په دې هکله فشار زيات کړی. هغه د پنجشنبې په ورځ وويل چې تر اوسه یې په دې اړه د سپينې ماڼۍ پلان نه دی ترسترګو شوی.

هغه زياته کړه: «موږ نه غواړو چې زموږ يو افغان متحد دې له دې کبله مړ شي چې موږ یې د ځای پر ځای کولو له پاره يو دريم هيواد ونه موندلی شو او یا دا چې زموږ پروګرام ورو پر مخ روان وو.»

د آلمان پوځ څومره افغان همکارانو ته ويزې ورکړل سوي؟

نوموړي وویل چې دلته میشت پخواني ژباړونکي د امريکا د پلانونو هرکلی کوي، خو په دې اړه اندېښنه لري او بايد دغه پروسه چټکه شي.

خليل عرب چې د ناټو ځواکونو سره تر پنځه کاله دندې وروسته له افغانستان وتلی وو، وايي چې کشر ورور یې چې هغه هم ژباړونکی وو، نزدې تښتول شوي وو. هغه وايي: «هر افغان، ښځه او نارينه چې په هره کچه او هره برخه کې یې له امريکايي ځواکونو سره کار کړی وي، په خطر کې دی.» هغه زياتوي: «غلطي باید ونه شي ځکه چې لږ وخت لرئ.»

ب. ص/ ن. ز (AP)