امریکا کې د «خطرناکې الیګارشۍ راتلو» په هکله د بایډن خبرداری
۱۴۰۳ دی ۲۷, پنجشنبهد امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن چې له پنځو ورځو څخه په کمه مو ده کې به له سپینې ماڼۍ څخه ووځي، د مخه ښې په خپله وینا کې په دغه هیواد کې «د شتمنو د یوې محدودې ډلې په لاس کې د واک د خطرناک تمرکز» له کبله خبرداری ورکړی دی. بایډن «د با نفوذه شتمنانو د یوې نوې الیګارشۍ راتګ، د دیموکراسۍ له پاره ګواښوونکې» بللې ده.
جو بایډن په خپل پيغام کې چې د چهارشنبې (د جنورۍ ۱۵ نیټه) په ورځ خپور شو، وویل: «نن په متحده ایالاتو کې د شتمنۍ، قدرت او فوق العاده نفوذ یوه الیګارشي د رامنځته کیدو په حال کې ده، چې واقعاً زمونږ ټولې دیموکراسۍ، لومړنیو حقونو او ازادیو ته ګواښ ګڼل کیږي.»
نوموړي د ټولنیزو شبکو پر لویو شرکتونو هم نیوکه وکړه چې د خبرونو په خپرولو کې د هغې ريښتینولي نه معلوموي. هغه وویل: «امریکایي اتباع د ناسمو معلوماتو تر غر لاندې شوي دي او داسې یو څه له واک څخه ناوړه استفادې ته لاره هواروي.»
داسې معلومیږي چې د بایډن اشاره د متا، فیسبوک، انستاګرام او واتس اپ شرکت مشر مارک زکربرګ وروستیو څرګندونو ته وي. زکربرګ په دې وروستیو کې ویلي و چې دغه شرکت په ټولنیزو شبکو کې د خپریدونکي محتوا په خپلواکه توګه د ارزونې چارې بندوي او دغه کار د هر پوست لاندې د کاروونکو کامنټونو ته سپاري.
مخکې تر دې ایلون ماسک چې ډونالډ ټرمپ ته نږدې کاروباري شخص دی، هم د ایکس (پخواني تویتر) شبکې په هکله دې ته ورته اقدام کړی و.
احتمالاً د بایډن اشاره د امازون شرکت مشر جف بیزوس ته ده چې ویل کیږي د ټرمپ د لوړې مراسمو کمیټې سره یې مالي مرسته کړې ده او د منتخب ولسمشر سره د لیدنې په خاطر په مارالاګو کې د ترمپ استوګنځای ته تللی دی.
د رسنیو ازادي او مصنوعي زیرکتیا
د بایډن په څرګندونو کې ایلان ماسک ته هم اشاره شوې ده چې چې د ټرمپ په انتخاباتي کمپاین کې یې تر ۱۰۰ میلیونه ډالرو ډیر لګولي دي.
بایډن د خپلې وینا په دوام کې ویلي چې آزادې رسنۍ د پاشل کیدو په حال کې دي: «حقیقت چې د واک او ګټې له پاره د درواغو تر فشار لاندې خپریږي، د سرکوبه کیدو په حال کې دی.»
نوموړي همدارنګه د ټولنیزو پلیټفارمونو د ځواب وینې غوښتنه وکړه، څو په دې توګه «د ماشومانو، کورنیو او پخپله د دیموکراسۍ» پر وړاندې له قدرت څخه د ناوړه استفادې مخه ونیول شي.
د امریکا ولسمشر د خپلې کاري دورۍ په وروستۍ وینا کې د مصنوعي زیرکتیا د خطرونو په هکله وویل چې امریکا باید مصنوعي زیرکتیا ته د پراختیا ورکولو په برخه کې مخکښه وي، نه چین.
نوموړي د خپلې وینا په دوام د خپل جمهوري ریاست د څلور کلنې دوری لاسته راوړنو ته، له دې جملې څخه «د کار ځایونو رامنځته کول، زیربناو ته پراختیا ورکول، د روغتیا اړوند اقدامات، د کرونا په دور کې د چارو اداره کول او په امریکا کې د لا زیات امنیت رامنځته کولو» ته اشاره وکړه.
بایډن پخپله وروستۍ تلویزوني وینا کې د امریکایي وګړو ترمنځ پر یووالي ټینګار وکړ.
د امریکا ولسمشر همدارنګه د اقلیمي تغیراتو په هکله خبرداری ورکړ: «د قدرت خاوندان غواړي د خپلو ګټو له پاره، د هغو ګامونو د لمنځه وړلو په برخه کې چې مونږ د اقلیمي کړکیچ د حل په لاره کې پورته کړي دي د خپل نه کنترولیدونکي نفوذ څخه استفاده کوي.»
د جمهوررئیس په توګه د جو بایډن د خدای پامانۍ وینا په داسې یوه وخت کې خپریږي چې د اسرائیل او حماس ترهګرې ډلې ترمنځ پر اوربند د موافقې رامنځته کیدو رپوټونه د نړیوالو خبرونو په سر ټکو کې ځای لري.