د امریکا جمهوررییس، جوبایدن د افغانستان جمهور رییس اشرف غني ته د دغه هیواد څخه د امریکايي عسکرو تر وتلو وروسته هم د کومک وعده ورکړه او ویې ویل چي پدې سره د امریکا او افغانستان همکاري پای ته نه رسیږي.
اعلان
د امریکا متحده ایالاتو جمهور رییس، جوبایدن پرون جمعه د غني سره د دغه ملاقات پر وخت همدارنګه وویل چي «زموږ ځواکونه به د افغانستان څخه ووځي، خو ددغه هیواد څخه یې ملاتړ پای ته نه رسیږي.» په عین حال کي بایدن واضح کړه، چي غني دي د امریکايي قواوو په وتلو کي د ځنډ امیدواري نه کوي.
بایدن اضافه کړه، چي د « افغانستان خلک باید خپل سرنوشت پخپله پلاس کي واخلي.» د امریکا متحده ایالات او د هغه ناټو متحدین یې غواړي د همدي راتلونکي سپټمبر میاشتي تر ۱۱ پوري خپلي ټولي قواوي د افغانستان څخه راوباسي خو کیدلای سي د هغوی د وتلو پروسه وختي هم تکمیله سي.
د افغانستان څخه د امریکا او ناټو قواوو وتلو دا تشویش راپیدا کړی دی، چي کیدلای سي طالبان په دغه هیواد کي بیا قدرت تر لاسه کړي. طالبان په اوس وخت کي د دغه هیواد په ځینو برخو کي د پرمختګ په حال کي دي.
د بلي خوا د طالبانو او کابل د حکومت تر منځ د سولي خبري د میاشتو راهیسي متوقفي دي. بایدن که څه هم په افغانستان کي د «بې معنی تشدد ختمیدل وغوښتل، خو په عین حال کي یې ومنله، چي دا به «ډیره سخته سي.»
اشرف غني د بایدن دا تصمیم چي د افغانستان څخه خپلي قواوي باسي، یو« تاریخي تصمیم» وباله. هغه د دغه ملاقات پر وخت همدارنګه وویل، چي دې تصمیم هر یو دې متوجه کړ چي هر څه د سره محاسبه کړي او غور پر وکړي.» غني اضافه کړه، چي «موږ ددې د پاره دلته راغلي یو، چي دغه تصمیم ومنو او ملاتړ ورڅخه وکړو.»
د خارجي قواوو د وتلو راهیسي طالبانو په افغانستان کې څو غټ عملیاتو پر لاري اچولي دي او وايي، چي په ټول هیواد کي یې ګڼ شمیر ولسوالۍ او سیمې نیولي دي. خو د افغانستان حکومت بیا د طالبانو دغه ادعاوي ردوي. مګر د دواړو خواوو د ادعاوو د ارزیابۍ بې طرفه منابع چنداني وجود نلري.
خو غني ټینګار وکړ، چي حکومتي قواوو یې یوازي پرون جمعه (د جون میاشتي ۲۵ مه) د هیواد په شمال او جنوب کي د طالبانو څخه شپږ ولسوالۍ بیرته نیولي او پدې سره یې د هغوی وروستي بریالیتوبونه د ناکامۍ سره مخامخ کړي دي.
د جوبایدن سره په سپینه ماڼۍ کي ددغه ملاقات پروخت د غني تر څنګ د ملي مصالحې د شورأ رییس، عبدالله عبدالله هم برخه درلوده. د بایدن سره تر لیدو دمخه غني د امریکا ددفاع د وزیر، لوييد استین او د کانګرس د رییسي، نینسي پیلوسي سره هم کتلي وه.
تر ټولو زياته امريکايي مرسته ترلاسه کوونکي ۱۰ هيوادونه وپېژنئ
د امريکا متحده ايالات د نړۍ له تر ټولو واکمنو هيوادونو څخه يو شميرل کيږي. د دغه هيواد فدرالي بوديجه يو شمېر نورو هيوادونو ته هم ورکول کيږي. د ايالاتو په وينا په ۲۰۱۸ کال يې دغو هيوادونو ته تر ټولو زياته مرسته ورکړې ده:
انځور: Getty Images/C. Jackson
۱۰ مقام ـ عراق (۳۴۷،۹ میليونه ډالره)
عراق پر لسم مقام د امریکا د متحده ايالاتو زياتي مرستي ترلاسه کوونکی هيواد دی. په دغه هيواد کي د تيرو ۱۵ کالو راهيسي روان بحران لا په بشپړه توګه پای نه دی موندلی. متحده ايالاتو په دغه هيواد کي د پخواني واکمن صدام حسين د رژيم پر ضد جګړه پېل کړه او وروسته يې د داعش د جنګياليو سره مبارزه وکړه.
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. George
۹ مقام ـ نایجيريا (۴۱۹،۱ میليون ډالره)
په نايجيريا کي د امریکا د متحده ايالاتو د مرستو مقصد په دغه هيواد کي د بې وزلۍ سره مبارزه ده. دويم مقصد يې په دغه هيواد کي د يو داسي دیموکراتيک نظام رامنځ ته کول دي چي پکښي دوامداره ټيکاو رامنځ ته سي. خو د دغه هيواد حکومت د بوکوحرام په نوم ترهګرې ډلې د ترهګريزو بريدونو سره مخامخ دی.
امريکا متحده ايالات غواړي چي په خپلو اقتصادي مرستو سره سوماليا هيواد د بې وزلۍ له منګولو راوباسي او په دې توګه د دغه هيواد د خلکو په ژوند کي آسانۍ رامنځ ته کړي. د مرستي له مهمو مقاصدو څخه د تداؤم لرونکي زراعت پراختيا او د آېچ آی وي، ملاريا او توبرکلوز يا د سيل د ناروغيو سره مبارزه هم ده. امريکا غواړي په دغه هيواد کي په آينده کي خپلو مصنوعاتو ته بازار هم رامنځ ته کړي.
انځور: Reuters/S. Henry
۷ مقام ـ يوګاندا (۴۳۶،۴ میليون ډالره)
د امريکا متحده ايالات په يوګاندا هيواد کي د ملي امنيتي نظام پر پياوړي کولو ټينګار کوي او په دې تړاو د يوګاندا سره مرستي کوي. په ۲۰۱۸ کال د دغه هيواد سره د تر سره سوو مرستو مقصد د دیموکراتيک نظام پياوړي کول او د ناروغيو مخنيوی کول ؤ.
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Curtis
۶ مقام ـ تنزانيا (۵۳۵،۳ میليونه ډالره)
د ټولو ستونزو باوجوده تنزانيا يو څو بعدي حکومتي نظام لري او اقتصاد يې د پرمختګ په حال کي دی. خو په دغه هيواد کي نژدې هر څلورم اوسېدونکی د بې وزلۍ تر کرښې لاندي ژوند کوي. امريکا د دغه هيواد سره د بې وزلۍ په ختمولو کي مرسته کوي. دغه هيواد د امريکا د متحده ايالاتو له مهمو متحدينو څخه يو دی.
انځور: DW/Victor John Tinga
۵ مقام ـ کينيا (۶۳۹،۴ میليونه ډالره)
په کينيا کي په دیموکراتیک نظام کي د اصلاحاتو باوجوده بيا هم د اداري فساد، اختلاس او نژادي لانجو ستونزي پرځای پاتي دي. د دغه هيواد زيات انسانان د زراعت سره تړلي دي او مجبوره دي چي په وچکالۍ ځپلو سيمو ژوند وکړي. د امريکايي مرستو مقصد له وچکالي ځپلو يا د وچکالۍ د ګواښ سره مخامخ سيمو څخه د خلکو انتقال دی. دغه هيواد په اقليم کي د بدلون له ستونزو سره مخامخ دی.
انځور: DW
۴ مقام ـ افغانستان (۷۲۸،۸ میليون ډالره)
د امريکا متحده ايالاتو عسکر له تيرو ۱۸ کالو راهيسي په افغانستان کي مستقر دي. خو اوس داسي معلوميږي چي امريکايان غواړي له افغانستان څخه ووځي. متحده ایالاتو په ۲۰۱۸ کال کي د افغانستان سره د ۷۲۸ مليونو ډالرو څخه زياتي مرستي کړي دي. د دغو مرستو مقصد د دې مخنيوی دی چي په افغانستان کي د داعش او نوري ترهګرې ډلې قوي سي او دموکراتيک نظام او نړۍ ته ګواښ پېښ کړي.
د مصر سره د امريکا د مرستو په مقاصدو کي د ځايي نفوس سره غذايي مرستي او د ښه حکومتولۍ تقويه کول شامل دي. مصر د زيات وخت راهيسي د توندلاريتوب او ترهګرۍ سره په مبارزه کي بوخت دی. د مصر سره د امريکا د مرستو مقصد د دواړو هيوادونو تر منځ د اقتصادي اړیکو پراخول هم دي. امريکا په زياته د امنيت، روغتيا او تعليم و تربيې په ډګر کي د مصر سره مرستي کوي.