1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کي د واکسين لګولو په صورت کي سل ډالره جايزه

۱۴۰۰ مرداد ۸, جمعه

په امریکا کي هره ورځ ۶۰ زره کسان په کرونا اخته کیږي، خو بیا هم ډیر خلګ واکسین نه لګوي. په همدې دلیل بایدن غواړي لومړی دولتي مامورین او عسکر په واکسین لګولو مکلف کړي او بیا امکان لري ټوله امریکایان.

USA Washington DC | Unabhängigkeitsfeier
انځور: Andrew Caballero-Reynolds/REUTERS

په امریکا متحده ایالاتو کي په کرونا د اخته کیدو ارقامو ته په کتو سره حکومت غواړي د نوو سختو مقرراتو په وضع کیدو سره په ملیونونو دولتي مامورین او د پوځ منسوبین د کرونا واکسین لګولو ته مجبوره کړي.

لکه څنګه چي جمهور رئیس بایدن په واشنګټن کي وویل، د دغو مقرراتو مطابق به هغه مامورین چي واکسین یې نه وي لګولی، په اینده کي باید همیشه ماسک واغوندي او په اونی کي دوه واره ځانونه ټیست کړي.

دغه مقررات به نه یوازي د تر دوو ميلیونو اضافه دولتي مامورینو له پاره اعتبار ولري، بلکي هغو اجیرانو له پاره هم چي په دولتي ارګانو کي کار کوي.

د نوو مقرراتو مطابق به هغه دولتي مامورین چي واکسین یې نه وي لګولی، په کاري سفرونو کي یې هم سخت محدودیتونه رامنځته سي. سپینه ماڼی غواړي د دغو سختو مقرراتو په وضع کولو سره عملاً ځانته کار اسان کړي، بې له دې چي د واکسین جبري کولو پر موضوع باندي سیاسي بحثونو ته لار هواره کړي.

بایدن ټینګار وکړ، هغه شرکتونه چي د خپلو مامورینو له پاره د کرونا واکسین مکلفیت وګرزوي، حکومت به یې ملاتړ وکړي. همدا تیره چهارشنبې ورځ لا د مثال په ډول ګوګل او فیسبوک پر خپلو کارکوونکو باندي واکسین لګول جبري کړ.

په دې منځ کي د «یوبر» امریکايي ترانسپورټي شرکت هم د واکسین لګول پر خپلو کارکوونکو باندي مکلفیت وګرځاوه. د «بیزنیس انسایدر» مجلې په حواله دغه شرکت غواړي ټوله کارکوونکي یې د اکتوبر مياشتي تر پايه پوري په کور کي کارونه «هوم آفیس» ختم او بیرته دفترونو او کارځایونو ته ولاړ سي.

انځور: Mario Tama/Getty Images

بایدن د دفاع وزارت ته هم امر کړی دی چي دا وڅیړي چې له کومه وخته څخه پر خپل نظامي پرسونل باندي د کرونا واکسین لګول جبري کولای سي. د بایدن تر دغي غوښتني وروسته پنتاګون سمدستي اعلان وکړ چي لومړی به یې د حکومت د نورو ټولو مامورینو په ډول د وزارت د مامورینو او عسکرو له پاره هم د کرونا واکسین لګول د سختو مقرراتو اعتبار ولري.

ویل سوي چي د دفاع وزیر لویید استین، به د خپلو عالي رتبه مامورینو سره پردې باندي سلا مشورې وکړي چي د کومه وخته او څنګه دغه مکلفیت رامنځته کولای سي. د امریکا د دفاع وزارت په چوکاټ کي تقریباً درې ميلیونه کسان کار کوي چي دوه ميلیونه یې عسکر دي.

د دغه ډول سختو مقرراتو وضع کولو دلیل په امریکا متحده ایالاتو کي د واکسین لګولو د کمپاین ناکامي ده. د دې یو علت واکسین ته د شک په سترګه کتل دي. بایدن له امریکایانو څخه وغوښتل چي یووار بیا فکر وکړي او ژر تر ژره واکسین ولګوي. ځکه په خبره یې واکسین لګول پر کرونا وبا باندي د غلبې حاصلولو یوازنۍ لار ده.

ویل کیږي چي د کرونا «دلتا» شکل یې ډیر ساري او ژر هغه څوک په اخته کیږي چي واکسین یې نه وي لګولی. بایدن په خپلو خبرو کي همدارنګه وویل چي د کرونا څخه مړه سوي ۹۹ فیصده امریکایان هغه کسان وه چي واکسین یې نه وو لګولی.

انځور: Alex Edelman/AFP

د امريکا د روغتيايي چارو ادارې د معلوماتو له مخي د دغه هيواد د تقریباً ۳۳۰ ميلیونه نفوس له جملې څخه یې ۴۹ سلني پوره واکسین لګولی او تقریباً ۵۷ فیصدو یې حد اقل یو واکسین لګولی دی.

لکه څنګه چي د امریکا د روغتيايي چارو ادارې،CDC ویلي دي، د حکومت له خوا لیږل سوي تر ۵۰ ميلیونه دوزه پوري واکسین تراوسه پوري نه دی تطبیق سوی. ساینسپوهان خبرداری ورکوي چي کیدلای سي دغه واکسینونونه ډیر ژر تر تاریخ تیر سي.

په همدې حال کي جمهوررئیس بایدن د امریکا د ایالتونو، محلاتو او ناحیو د چارواکو څخه غوښتي دي، چي د هغو خلګو د تشویق پخاطر سل ډالره جایزه ورکړي چي نوی واکسین لګوي.

دا په داسي حال کي ده چي ډېرو محلاتو او ناحیو مخکي لا د واکسین لګولو په خاطر مختلف تشویقي اقدامات پيل کړي، له هغې جملې څخه په ګټه شریکیدل، قرضه ورکول او یا نقدي جایزه. نیویارک غواړي مثلأ د همدې نن جمعې ورځي څخه هر هغه چاته چي نوی واکسین لګوي، ۱۰۰ ډالره جایزه ورکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل