د «سي برېز» په نامه دغه نظامي تمرینات چي د امریکا متحده ایالاتو او اوکراین په مشرتوب تر سره کیږي، د ۳۲ هیوادونو په زرونو عسکر، کښتۍ او الوتکي پکښي برخه اخلي.
د امریکا متحده ایالتو پوځ ویلي دي چي دغه تمرینات به تقریباً دوې اونۍ دوام وکړي. د امریکا د بحري قواوو په حواله د سږکال دغه نظامي تطبیقات چي له ۱۹۹۷م کال راهیسي هرکال په منظم ډول تر سره کیږي، تر ټولو ستر دي.
مسکو بیا له خپل قلمرو سره یې د دغو تطبیقاتو ترسره کیدل یوه راپاریدنه بولي او له واشنګټن څخه يې غوښتي دي چي تردې کار تیر سي. له امریکا څخه تر دغي غوښتني لږ وروسته تیره چهارشنبه کریمیا نیمه ټاپو ته څېرمه په توره بحیره کي یوه واقعه رامنځته سوه.
انځور: Konstantin Sazonchik/dpa/picture alliance د مسکو په حواله هلته روسي ساحلي ځواک پر یوې بریتانوۍ جنګي کښتۍ له خپلو اوبو څخه د ايستلو په موخه د خبردراي فیرونو وکړل. بریتانوي رسنیو تر یوه حده پوري دغه ارقام تائید کړي، خو وايي چي کښتۍ په عادي ډول سره په خپل مسیر کي پاته سوې وه.
د مسکو په حواله دغه کښتي درې کیلومتره د دوی د اوبو ساحې ته ورننوتلې وه ، خو د بریتانیا حکومت بیا ویلي دي چي کښتۍ د اوکراین د اوبو په ساحه کي وه او خپل عادي مسیر یې طی کاوه.
د نړۍ تر ټولو ستر نظامي پرېټونه
پوځي رسم ګذشت نندارې ته د پوځي قدرت وړاندي کولو په موخه وي. په دې کي تر ټولو خطرناکه وسلې او تکړه عسکر په ځانګړو ملي ورځو نمايش ته راايستل کيږي. تر ټولو لوی پوځي پرېټونه لرونکي هيوادونه دلته وپېژنئ:
انځور: Reuters/C. Jassoپه شمالي کوريا کي د کاله څو ځله ستر پوځي رسم ګذشتونه جوړيږي. کومې وسلې چي په دغه هيواد کي نندارې ته وړاندي کيږي هغه د نړيوالې ټولنې له پاره په يو سرخوږي اوښتي دي. شمالي کوريا وايي چي د اتومي خولۍ لېږدونکي يو شمېر توغنديو څښتن دی.
انځور: picture-alliance/dpa/KCNAپه چين کي هم د پوځي رسمت ګذشت جوړولو دود ډېر مهم دی. خو په ۲۰۱۲ کال د شي جينپينګ تر ولسمشر کېدو وروسته په دغو پرېټو کي زياتوالی راغلی دی. چين په دغو پرېټونو کي خپل عسکر او تر ټولو عصري وسلې نندارې ته وړاندي کوي.
انځور: picture-alliance/Xinhua/Pang Xingleiد جنورۍ ۲۶مه نېټه په هند کي يوه ملي ورځ ده. زيات هنديان دغه ورځ بې پوځي رسم ګذشته تصور نه سي کولای. په دغه پوځي پرېټ کي نه يوازي دا چي د هند پوځي قدرت نندارې ته وړاندي کيږي، بلکي د هند بېلابېل رنګونه او بېلابېل کلتورونه هم ښودل کيږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M.Swarupروسيه د می مياشتي پر ۶مه نېته پر نازي آلمان د بريا ملي ورځ لمانځي. روسيه په دغه ورځ نړۍ ته خپل پوځي قدرت د يوه ستر پوځي پرېټ په شکل کي نندارې ته وړاندي کوي.
انځور: Getty Images/AFP/Y. Kochetkovفرانسويان د جولای مياشتي پر ۱۴مه خپله ملي ورځ لمانځي. په دې ترڅ کي د پلازمېني پاريس پر شامپس اليزې سړک يو لوی پوځي پرېټ هم کيږي چي پخپله د فرانسې ولسمشر هم پکښي برخه لري.
انځور: Getty Images/AFP/A. Jocardپه امريکا متحدو ايالاتو کي څو ځله لوی پوځي پرېټونه جوړ سوي دي، چي وروستی تر ټولو لوی رسم ګذشت په ۱۹۹۱م کال کي په خليج کي د امريکا د بريا په مناسبت جوړ سوی وو.
انځور: picture-alliance/dpa/CPA Media/Pictures From Historyاوکراين هر کال د اګست مياشتي پر ۲۴مه نېټه په پلازمېنه کيف کي د خپلواکۍ ورځ د يو لوی پوځي پرېټ په ترڅ کي لمانځي. دغه رسم ګذشت په ۱۹۹۴م کال کي په لومړي وار جوړ کړل سو. دغه هيواد په ۲۰۱۶ کال کي خپله د خپلواکۍ ۲۵مه ورځ ولمانځله.
انځور: Reuters/G. Garanichپه رومانيا کي هر کال د دسمبر مياشتي پر لومړۍ نېټه يو لوی پوځي پرېټ په پلازمېنه بخارست کي جوړيږي. دغه ورځ د ملي يووالي د ورځي په نوم ياديږي.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Ghementوينيزويلا په ۱۸۱۱م کال کي له هسپانيا څخه خپلواکي تر لاسه کړه. د دغې ورځي په مناسبت په کال کي يو وار په پلازمېنه کاراکاس کي يو لوی پوځي پرېټ تيريږي.
انځور: Reuters/C. Jasso