د ښکار شوي مار اصل او نسب برما ته ستنيږي چې ښايي د ۱۹۹۰يمو کلونو په ترڅ کې له سويل ختيځې آسيا څخه فلوريدا ته راوړل شوی او د دغه آيالت په مرطوبه او ګرمه سيمه کې آزاد کړل شوی وي. هغه ماران چې په دغه سيمه کې ژوند کوي، عمدتاً د چارچاپېره نورو ژويو ښکار او له دې لارې ځانونه تغذيه کوي.
له دې کبله د فلوريدا د ژوند د چاپېريال مسئولو چارواکو د مارانو د ښکار له پاره جايزې ټاکلې دي.
دويچه ويله فارسي/ن ص/ق ن
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
ډیر انسانان له مارانو ویریږي خو داسې خلک هم شته چې ورسره مینه لري. په نړۍ کې داسې ماران هم شته چې آن الوتی شي.
انځور: Frupus/nc
تر ټولو زیات زهر لرونکی مار
د «انلنډ ټايپين» په نوم مار د آسترالیا په شمال کې موندل کیږي چې په نړۍ کې تر ټولو زیات زهري مار دی. د ساینسپوهانو په وینا د یوه ځل چیچلو پر مهال دغه مار دومره زهر خارجوي چې ښايي تر سلو کسانو پوري ووژني. د دغه مار زهر عصبي نظام، وینه او عضلې اغیزمنې کوي.
انځور: picture-alliance/blickwinkel/R. Koenig
تر ټولو خطرناک
د مارانو له لاسه مړینه تر ټولو زیات د «ایکس کاریناټس» په نوم مار له کبله رامنځ ته شوې ده. دغه مار ډير تیز وار کوي او له دې کبله دې ته تر ټولو ژر ژوند اخیستونکی مار هم وایي. د دغه مار سترګې د پیشو په څیر ځلیږي.
انځور: Frupus/nc
تر ټولو غټ مار
«ګرین اناکونډا» مار په نړۍ کې تر ټولو غټ مار بلل کيږي. د جنوبي امریکا په ځنګلونو کې موندل کیدونکی دغه مار په تورتم او ژورو اوبو کې ژوند خوښیږي. د دغه نسل ځیني ماران تر ۲۹ فوټه (څه باندې اته متره) پورې اوږدوالی لري. دغه ماران ډیرې پیاوړې عضلې لري.
انځور: picture-alliance/OKAPIA KG
تر ګرین اناکونډا، هم اوږد؟
د ټیټانوبوا، پر وړاندې د ګرین اناکونډا اوږدوالی بیا کم دی. دغه مار له تاریخ څخه په مخکیني دوره کې یو حقیقت وو. په کولمبیا کې د ټیټانوبوا، پاته شوي موندل شوي دي. د اټکلونو له مخې ۴۰ میلیونه کاله پخوا دغه ډول مارانو به د اوبو پر غاړه ژوند کاوه او اوږدوالی یې آن تر ۱۳ مترو رسید.
انځور: picture-alliance/dpa
تر ټولو کوچنی مار
د تار په څیر د باربادوس، په نوم دغه مار یوازې لس سانتي متره اوږدوالی لري. دغه مار په ۲۰۰۸م کال کې د کرابین په باربادوس جزیره کې ومندل شوه او همدغه نوم پرې کیښودل شو.
آیا دا یوه پاڼه ده؟ نه دا «ګابون وایپر» نومي مار دی. دغه مار په دې کې ماهر دی چې خپل ځان ته د وچو شوو پاڼو شکل ورکړي. په مارانو کې تر ټولو زهري غاښونه د دغه مار دي، چې تر پنځه سانتي مترو پورې اوږدوالی لري. خو دغه ماران ډیر کم وخت چا ته زیان رسوي.
انځور: picture-alliance/dpa Themendienst
چالاک مار
«کینګ سنیک» نومې دغه مار هیڅ زهر نه لري، خو دا نورو حیواناتو ته د دې خبرې د معلومیدو وخت نه ورکوي. د خطر پر مهال دغه مار خپل ځان داسي ښيي لکه زهري ماران، تر څو هغوی دا احساس کړي چې دغه مار خطرناک دی.
انځور: picture-alliance/Eibner-Pressefoto
د اوبو او وچې پرته ګوزاره ګرانه ده
دغه ډول ماران په اوبو کې اوسیدل خوښوي او ځيني یي ډیر زهرجن وي. د سمندري مارانو اوږدوالی آن تر درو مترو پورې رسیدای شي. د سمندري مارانو دغه نسل د وچې پرته ژوندی نه شي پاتیدی، ځکه د خوراک د هضمولو له پاره باید له اوبو څخه وچې ته راووځي.
انځور: picture-alliance/blickwinkel/R. Dirscherl
الوتونکي ماران
دغه مار خپل ځان ښوروي او د وړاندې پر لور ټوپ وهي، چې له یوې ونې څخه بلې ته د ټوپ په حال کې لیدل کيدای شي. له دې کبله دې ته «الوتونکی ماران» هم وایي.