1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مشرف مې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه ایستلی، عمران خان څه شی دی؟»

۱۳۹۹ دی ۸, دوشنبه

په پاکستان کې د حکومت ضد اپوزیسیون ائتلاف د بې نظیر بهټو د ۱۳ تلین په مناسبت یوه بله لویه غونډه په لاړکانا کې وکړه. په دې غونډه کې د مریم نواز وینا ته له حکومت سره د مخالفت د اوج نقطې په سترګه کتل کیږي.

Kundgebung der Opposition in Pakistan
انځور: Bilawal House

د پاکستان مسلم لیګ «ن» ګوند مرستیالې مریم نواز په ګړهي خدابخش کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال تور ولګاوه چې لومړي وزیر عمران خان یو پيغام استوونکی شهباز شریف ته لېږلی دی چې این آر او ترې راوړي. خو هغې وويل چې شکست خوړلي او يوازي پاته شوي شخص ته به هيڅکله هم دغه سند و نه سپارل شي. اين آر او (د پرویز مشرف د واکمنۍ پر مهال یو صدارتي فرمان وو چې له مخې یي له ۱۹۸۶څخه تر ۱۹۹۹م کاله پورې په فساد کې ښکیل ټول سیاستوال د ملي مفاهمې احساس د فرمان پر اساس وبخښل شول).

مریم د لاړکانا اوسیدونکو ته په مخاطب کې وویل: «ستاسې خور د نواز شریف او شهباز شریف له مينې ډک سلام له ځان سره راوړی دی. ستاسې له مينې او محبت څخه ډک هرکلي ډيره زیاته مننه کوم. د آصف زرداري، ورور بلاول بهټو، بختاور او ادی فریال څخه ډیره مننه کوم.»

مریم نواز وویل چې په کراچۍ کې د بلاول د میلمه دروازه ماته کړای شوه، نو بلاول بهټو زه په «نوډیروهاوس»  کې په خپل کور کې وساتلم چې څوک برید را باندې ونه کړای شي.

هغې وویل کله چې په تلویزون کې پر بینظیر بهټو د برید خبر خپور شو، تر ټولو لومړی نواز شریف روغتون ته ځان رسولی وو. نواز شریف له هغو کسانو څخه وو چې داکترانو ورته د بینظیري د مړينې خبر ورکړی وو: «زما د مور ترڅنګ ټولو د بینظیرې پر مړينې ژړلي وو. ما خو یو څو کاله له خپلې مور سره تیر کړي دي، خو بلاول په کوچنیوالي کې خپل مور له لاسه ورکړ.»

مریم نواز پر عمران خان لفظي بریدونه وکړل او وې ویل چې هغه په چیغو چیغو وایي چې په هیڅ هم نه پوهیږي. د مسلم لیګ ن ګوند دغې سیاستوالې وویل کله چې دوی د بیو (قیمتونو) د لوړیدو خبره کوي، لومړی وزیر وایي چې اپوزیسیون پوځ بدناموي، عمران خان پخپله د یوې صفحې په تکرارولو سره پوځ بدنامه کړی دی. هغې ادعا وکړه چې «مجرم او ناکامه شخص له PDM څخه NRO غواړي.»

انځور: Bilawal House

بلاول بهټو د خان د استعفا له پاره د جنورۍ ۳۱ ضرب الاجل وټاکه

بلاول بهټو زرداري، غونډې ته د وینا پر مهال وویل اوس به ولس په اصطلاح انتخاب شوی پرې نږدي. د هغې په خبره عمران خان نه هم د خلکو استازی دی او نه هم منتخب لومړی وزیر :«موږ به له هر ظالم او جابر سره ډغره ووهو. که دې حکومت ته نور هم وخت ورکړل شي، نو دا به خلک تباه کړي. که د جنورۍ تر ۳۱ پورې عمران خان استعفاء ونه کړه، نو د اسلام آباد پر لور به لاریون وکړو.»

بلاول زیاته کړه: «د مجرم واکمنانو د محاسبې وخت رسیدلی دی. خلک د دوه وخته ډوډۍ او کارګران د کار پسې زوریږي، خو کاڼه او ړانده حاکمان نه څه اوري او نه هم څه ويني. په دوه نیمو کلونو کې تر ټولو ډير پور اخیستل شوی دی، حکومت باید د دې حساب ورکړي. دې نالایقه حکومت سره د ولس هیڅ فکر نشته. نن د NFC حق نه ورکول کیږي. دا غاصبان دي غاصبان، چې د ولس حق یي غصب کړی دی.»

بلاول وویل چې هغه څنګه دا خبره ومني چې په هیواد کې جمهوریت دی: «د کوم جمهوریت له پاره چې بینظیر خپل ژوند له لاسه ورکړ دا هغه جمهوریت نه دی. چیرې چې د خبرو کولو، تقریر او سوله ایز احتجاج ته اجازه نه کول کیږي. مونږ به له هر حاکم او غاصب سره و جنګیدو، دا لاسپوسی د کوم باغ مولۍ ده. دا په جمهوریت نه پوهیږي، د امر کولو صلاحیت نه لري. هیواد د انتخاب شوي لاسپوسي بوج نه شي پورته کولی. راوړونکو خو دا راوسته، عقل او حوصله به یي څنګه ورکړې واې.»

«مشرف مې د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه ایستلی، عمران خان لا څه شی دی؟»

پخواني ولسمشر آصف علي زرداري هم د یوه ویډیوي کنفرانس له طریقه غونډې ته په وینا کې وویل چې د عمران خان د لیري کولو له پاره باید اپوزیسیون په خپل نظر کې بدلون راولي. هغه وویل چې حکومت د پاکستان نظام نشي چلولی: «زه ادعا کوم چې دوی پاکستان نه شي چلولی» زرداري ګواښ وکړ چې «پخوانی ولسمشر پرویز مشرف یي له ولسمشرۍ ماڼې څخه ايستلی، عمران خان لا څه شی دی.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب