د بيت کوين ارزښت ولي زیات سوی؟
۱۳۹۹ آذر ۲۸, جمعهد نړۍ د اسعارو چارواکي ډيري پيسې چاپوي: تمه کيږي چي د نړۍ اقتصاد تر دوهمي جګړې وروسته له سخت بحراني حالت څخه راووزي. د دغه پرمختګ په سيوري کي پانګه وال خپل ځانونه د ممکنه انفلاسيون پر وړاندي خوندي کوي او له همدې کبله له بيت کوين څخه کار اخلي.
د بيت کوين مخ پر زياتيدونکي تقاضا ته په کتو سره يې ارزښت د چارشنبه په ورځ ۲۰ زره ډالرو ته پورته سو او ترهغه وروسته يې د څه د پاسه ۲۰ زره او ۶۰۰ ډالرو په ارزښت تر ټولو لوړ ريکارډ ټينګ کړ.
همدارنګه د پنجشنبه په ورځ هم ۲۲۳۹۰ ډالرو ته ورسيد. ۱۲ کاله مخکي د بيت کوين تر رامنځته کيدو وروسته هم د هغه مينه وال په بې ساري ډول مخ پر زياتيدو دي. خو بيا هم دغه هڅه کيږي چي د اسعارو په بازار کي د دغو ديجيتالي پيسو ارزښت ثابت پاته سي.
د بيت کوين کښته پورته کيدل
اوسنی تغير په ۲۰۱۷م کال کي د بيت کوين لوړه بيه سړي ته ورپيادوي. په هغه وخت کي د بيت کوين ارزښت د څه کم يوه کال په ترڅ کي ۱۹ زره ۵۱۱ ډالرو ته پورته سو. دغه حالت عادي سرمايه داران دې ته مجبور کړل چي ډيرو نورو ديجيتالي اسعارو ته هم نظر واچوي. خو د هغوی خوشحالۍ ډېر دوام و نه کړ. د بيت کوين ارزښت په بل کال کي۷۰ سلنه راکښته سو چي کوچني سرمايه داران يې هم له ځانه سره غرق کړل.
آيا بيت کوين يوه ډاډمنه سرمايه ده؟
د نومبر پر ۲۶ مه داسي اټکل وسو چي په يوه ورځ کي بيت کوين چي غوښتل يو لوړ ريکارډ ته ورسيږي، څه کم ۳۰۰۰ ډالره راکښته سو. د کرونا پانديمي په پيل کي بيت کوين يوازي په يوه ورځ کي ۴۰ سلني ته راکښته سوی وو. دغه ډول تغيرات ښيي چي بيت کوين لا خپل پاخه حالت ته نه دی رسيدلی لکه څنګه چي مينه وال يې هيله لري. ديجيتالي اسعار لکه د پخوا په شان بې نظمه دي.
سره زر که بيت کوين، کوم يو يې ښه سرمايه ده؟
بيت کوين زياتره وخت د سرو زرو سره چي په بحراني حالت کي مطمينه سرمايه ده، مقايسه کيږي. خو د ديجيتالي اسعارو په پرتله د سرو زرو ارزښت بيا د کرونا پانديمي له امله په اګست مياشت کي خپل اوج ته ورسيد. پانګه وال د طلا په ډول ارزښتناکو توکو ته له انفلاسيون څخه د ساتني د توکي په سترګه ګوري. خو په دا وروستيو وختو کي کارپوهان د سرو زرو په بيه کي کموالي ويني، دا ځکه چي د بيلا بيلو واکسينونو رامنځته کيدل د کرونا پانديمي پای ته رسيدو ته اشاره کوي.